نېټه: ١٣٩۷-۰۱-۰۲۹
دا څرګندوني کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي او په ټاکنو کي د خلګو د برخي اخيستني په لويه ولسي غونډه کي وکړې.
دچهار شنبي په ورځ دغه پراخه غونډه چي دولايت مقام کي جوړه سوي وه دکندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا،مرستيال والي عبدالحنان منيب په ټولنیزو چاروکي دولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګيري،دملي امنيت رئیس تورن جنرال یاسين خان،دولایتي شورا مرستيال عبدالقيوم او غړو،په زيات شمير ديني عالمانو ، اوپه سلګونو قومي مخورو ګډون کړي وو.
دغونډي دپيل پرمهال کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا پرټولو اوسيدونکو ږغ وکړ چي په شرايطو برابرکسان دي دراتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره نوم ليکنه وکړي او دخپل ملي مسوليت لمخي دټاکنو په ورځ وړ کس ته رايه ورکړي.
کندهار والي دامنيتي ارګانو په استازيتوب خلګو ته ډاډ ورکړ چي دنوم ليکني دمرکزو امنيت په بشپړه ډول خوندي کړي اوهرڅوک کولای سي دخپل کورنۍ دنارينه اوښځينه غړو سره يوځاي نوم ليکنه وکړي
په وینا يي که کوم څوک په راتلونکي دهويت تذکره ونلري په دولتي ادارو کي به يې کارونه دځنډ سره مخ سي هغه په دغه برخه کي دټولو دولتي ادارو ريسانو اومامورینو ته هم هدايت وکړ چي هرڅه ژر انتخاباتی حوزو کي نوم ليکنه وکړي
په ټولينزو چارو کي دولايت مقام مرستیال حاجي اغالالي دستګيري، دولايتي شورا مرستيال عبدالقيوم بارګزي، ددیني عالمانو داصلاحي شورا مشر مولوي عبيدالله فیضاني هم خبري وکړي هغوي په خپلو خبروکي د ديني عالمانو قومي مخورو اوپه ځانګړي توګه دټولو افغانانو څخه وغوښتل چي ددغه ملي پروسي په برياليتوب کي ورسره دعامه پوهاوي په برخه کي همکاری وکړي څود کندهار ولايت خلګ په دغه ملي پروسه کي خپل مسولیت په ښه توګه اداکړي .