د ټاکنو د قسمي پایلو او د احتمالي بریالي نوماند د ګټلو رایو د اعلان ځنډ د ټولنیزې میډیا په لمن کې هغه اوازې ثبوت ته رسولې چې؛ یو شمېر بهرنۍ او کورنۍ کړۍ لاسي د خلکو رایې له سوال سره مخ کوي؟
له تېرې یوې اونۍ د احتمالي بریالي نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي د مخنیوي لپاره د ائتلاف او دویم راونډ بېلګې د حکومت په سطحه مخ ته کېږي او دا ښیي چې؛ لاسي د یو لوی قشر په رایو د کرښې اېستو هڅې روانې دي.
د ائتلافي حکومت رامنځته کولو لپاره لوی دلیل دا ښودل کېږي چې؛ د پاتې نوماندانو پلویان به خشونت او کړکېچ ته لار پرانېزي او هله به هېواد له بد برخلیک سره مخ شي، خو د موضوع پدې اړخ هم فکر شوی کنه چې؛ د احتمالي بریالي نوماند د پلویانو غبرګون به څه وي؟
که فکر شوی وي، نو بیا ولې ددې لویې ډلې په مسلم حق خاورې اړول کېږي او په عواقبو یې هم چا مغز ستړی کړی کنه؟
دا ادعاوې کله هم کړکېچ ته د هېواد د برخلیک وړلو په معنی ندي، ځکه اوس افغانان تر پخوا ښه خپل زعیم، د رایې ارزښت او خپل هېواد پېژني او ورسره مینه لري. هېڅکله به هم واک له بل څخه د انتقام اخستو لپاره نه وي، بلکې دې ولس ته په ښه ډول د خدمت ترسره کولو په هدف یادېږي او بریالی کاندید که هر څوک وي باید ثابته یې کړي.
په ورته وخت کې ولې یو ځل بیا د ائتلافي حکومت هڅې؟ هغوی چې پرون په همدې حکومت کې ګډ ول او د سبا لپاره بیا د امتیازاتو برخه پخوي، ولس ته ثابت شوي خلک دي او ازمویل شوي بیا ازمویل تېروتنه ده! د ډاکتر اشرف غني احمدزي د رایو اکثریت هم د همدې لپاره و چې؛ نور ولس دغه محدوده ماتول غواړي، خو دا چې ډاکتر غني به یې څومره وکولای شي په ارګ له ننوتو وروسته به ثابت شي او دا چې څومره د ولس باور ته مثبت ځواب ویلی شي، وخت ته اړتیا ده.
د ټاکنو اصل په اکثریت ولاړ دی او قانون اکثریت په واضح ډول د ۵۰+۱ په نوم یادوي، خو اوس چې؛ یو کولای شي دا اصل تکمیل کړي، چاته څه مشکل دی چې د مخالفت او خشونت لپاره لمن وهي؟
ددې جوړجاړیو او منځګړیتوب د لوی مخکښ ګوته ولسمشر ته نیول کېږي، چې له ډاکتر عبدالله عبدالله سره پرونۍ لیدنه یې لوی دلیل دی او تر هغه وړاندې له ډاکتر عبدالله عبدالله سره د ائتلاف لپاره د زلمي رسول لیدنه هم په همدې هدف یادېږي.
د شمېرل شویو رایو او لومړنیو معلوماتو په اساس، خو هېڅ حاجت نه پاتې کېږي چې؛ ټاکنې دویم راونډ ته ولاړې شي؛ اما په زور یې د وړلو هڅې جاري دي.
وړاندې په دویم راونډ کې هم د ډاکتر اشرف غني احمدزي د بریالیتوب لپاره څو دلایل موجود و، خو د تېرو څو ورځو د ائتلافي حکومت هڅې ددې لپاره دي چې؛ په دویم راونډ کې هم دغه بریا چلېنج کړي.
لومړی؛ که څه هم د ټاکنو په ورځ په پښتني سیمو کې د تاجک او په هزاره سیمو کې د ازبک کاندیدانو د رایو اندازه ښیي چې؛ افغانستان نور له قومي محدودې په وتو دی، خو د انتخاباتي ټیمونو وضعې ته په کتو دا احتمال نشي ردېدای چې په دویم راونډ کې دې قومي محدودیتونه د رایو ترلاسه کولو زاویه نه وي. چې دا مسله وي، نو د ټاکنو په دویم دور کې د شپږو پاتې کاندیدانو له ډلې یوازې د دوه کاندیدانو رایې ډاکتر عبدالله عبدالله ته پاتې کېږي او د پاتې څلورو کاندیدانو رایې بیا هم د اشرف غني احمدزي صندوق ته غورځي.
دا هغه تحلیل دی چې د زلمي رسول او ډاکتر عبدالله عبدالله تر احتمالي ائتلاف وروسته رامخ ته کېږي او په دقیق ډول وروسته له هغه چې اشرف غني په واک کې د زلمي رسول برخه پخه نکړي.
د پښتنو له یو کم شمېر ډلو پرته به له همدې زاویې د پاتې نورو پښتنو رایې هم د یوازیني پښتون کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي وي، خو له وړاندې د هغه د ټیم برنامې په قومي بنسټ نه، بلکې له اوسني حالته د خلاصون پر بنسټ ولاړې ارزول شوې دي.
د جنرال دوستم په ملګرۍ د ازبکانو ټوله رایه، د سید منصور نادري په مشرۍ د هغوی د ډلې تر یو میلیون پورې رایې، د سرور دانش په مشرۍ د هزاره ګانو یوه برخه رایه او د پاتې یو شمېر کاندیدانو احتمالي انتخاب به هم همدغه ټیم وي.
دویم؛ د ټاکنو د نوي قانون په اساس، خو ائتلاف ته شرایط وضع شوي دي. اوس چې د ولس رایې لا وړاندې صندقونو ته غورځول شوې دي، نو د راتلونکو ائتلافونو مشروعیت هم د پوښتنې وړ دی.
خو د دویم راونډ لپاره د ائتلاف هدف، روانې هڅې او پخوانی شالید ټول د ولس په مخکې دي او اوس د دوی خوښه چې چاته دا دروند مسوولیت ور سپاري او د روان حالت په وړاندې خپل سوله ییز غبرګون څه ډول څرګندوي!!