د ټاکنو کمېسیون وايي، د رایو د بیا شمېرنې په نتیجه کې یې د ۱۱۷۹ محلونو رایې باطلې کړې دي.
ټاکل شوې وه چې کمېسیون له دوه نیم زرو څخه د زیاتو محلونو رایې بیا وشمېري، خو د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې په ۷ ولایتونو کې د دغه بهیر مخنیوی کړی دی.
اوس د ټاکنو کمېسیون په یوه اعلامیه کې چې د شنبې په ورځ ناوخته یې خپره کړې ده راغلي چې د ټاکنو د قانون د ۸۶ مې مادې له مخې یې د ۸۵۳۱ محلونو په اړه د رایو د بیا شمېرنې پرېکړه کړې وه چې دا بهیر د عقرب په ۱۸مه پیل او تر دې دمه دا بهیر په ۲۴ ولایتونو کې بشپړ شو خو په اووه ولایتونو کې یې معترضو ټاکنیزو ډلو مخه نیولې ده.
کمېسیون وايي، د ۸۵۳۱ محلونو له ډلې یې د ۲۵۲۳ محلونو رایې تر ځانګړي تفتیش لاندې نیولې وې چې له دې منځه یې د ۱۱۷۹ محلونو رایې بې اعتباره او باطلې اعلان کړې دي.
کمېسیون په خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې دوی ته یوازې بایومتریکي رایې د اعتبار وړ دي او د ټاکنو د پایلو په اړه به ټول ولس ته ځوابګویه پاتې شي.
د ټاکنو کمېسیون همدا راز له ټاکنیزو ډلو هم غوښتي چې د ولایتي دفترونو له دروازو دې خپل پلویان لرې کړي تر څو دوی د قانون سره سم د رایو بیا شمېرنه وکړي.
د ټاکنو کمېسیون په داسې حال کې د ۱۱۷۹ محلونو رایې باطلې اعلانوي چې لا د سږ کال د ولسمشریزو ټاکنو د کاریدلیو رایو په اړه له ټاکنیزو ډلو سره اختلاف لري، کمېسیون د رایو شمېر ۱ اعشاریه ۸ ملیونه ښيي، خو د حکمتیار او عبدالله ډله وايي، ۳۰۰ زره نورې رایې دې هم باطلې شي چې د رایو په صندوقونو کې به یو نیم میلیون ثابتې رایې پاتې شي.