خبریال: ابوبکر جبارخېل:- د ټولټاکنو رسمي ویبپاڼه وايي، چې د ولسمشرۍ اوولایتي شورا ګانو ټاکنو کې د برخې اخیستو په موخه په ټول هیواد کې تر دې دمه ټول ټال ۵۱۲۴۰۴ کسانو نوم لیکنه کړې ده.
د سرچینې په وینا په یاده شمېره کې ۳۹۰۱۹۷ نارینه، ۱۱۸۸۷۷ ښځې، ۲۷۱۳ نارینه کوچیان او 617 ښځینه کوچیانې شاملې دي.
بل پلو له دې سره سم د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې ولسمشر حامد کرزي په خپله پنځلس ورځنۍ راډیويي وینا کې له ټولو افغانانووغوښتل چې د نوم لیکنې مرکزونو ته لاړشي، د رایې ورکولو کارتونه ترلاسه او ځانونه په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون لپاره چمتو کړي.
ولسمشر وویل: (( د ټاکنو بهیر هغه وخت بریالی کیږي چې ټول هغه هېوادوال چې د رایې ورکولو قانوني عمر یې پوره کړی وي، په ټاکنو کې برخه واخلي او د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړي، دا خبره باید هېره نه کړو چې مونږ هغه وخت په ټاکنو کې برخه اخیستی شو او د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکولای شو چې د نوم لیکنې په مرکزونوکې مو خپل نوم ثبت کړی وي او کارت مو اخیستی وي.))
ولسمشر همداراز وویل چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره د کارت اخیستل او په ټاکنو کې ضروري ګډون د ټولو دنده ده او د ټاکنو د چارو تضمین او د امنیت نیول د ټاکنو کمېسیون او د امنیتي بنسټونو کار دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د راتلونکې اونۍ په لومړیو کې د ۱۳۹۳ لمریز کال ولسمشریزو ټاکنو پر وړاندې د امنیتي ستونزو د ارزولو لپاره د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت د چارواکو په ګډون د امنیتي چارواکو یوه غونډه جوړه شي.
ویل کیږي د امنیتي چارواکو په دې غونډه کې به دا روښانه شي، چې د هیواد په کومو سیمو کې امنیتي ستونزې ډیرې دي تر څو د ټاکنو خپلواک کمیسون یې په اړه مالومات ولري.
د ټاکنو کمیسیون چارواکي وايي امنیتي ادارې دې ولس او د ټاکنو کمیسون ته د امنیت د تامین په اړه ناسمې او دروغجنې وعدې نه ورکوي، ځکه دا کار راتلونکې ټاکنې ننګولای شي.
د یاد کمیسون په قول، د هیواد په لسو ولسوالیو کې لا هم د امنیتي ستونزو له امله د رایه ورکونکو د نوم لیکنې مرکزونه نه دي پرانیستل شوي، خو د دې ستونزې د هواري هڅې روانې دي.
ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې د را روان ۱۳۹۳ لمریز کال د وري په شپاړسمه ترسره شي.