تاند، شنبه، د عقرب ۴مه؛ د ټاکنو کمېسیون مسوولان وايي، له بایومتریک ماشینونو څخه ټوله ډېټا یې مرکزي سرور ته لېږدولې او ډېر ژربه د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه په ډاګه کړي.
د ټاکنو د کمېسیون یو کمېشنر اورنګزېب نن شنبه په یو خبري کنفرانس کې وویل، دا مهال د رایو د تصفیې پروسه روانه ده، چې د درملوکو کمپنۍ د ژمنې له مخې دا پروسه دریو ورځو کې بشپړېږي او نن یې دریمه ورځ ده: (( هیله من یوو چې د رایو د تصفیې پایلې د ولایتونو، مرکزونو او محلونو په کچه موږ ته راکړل شي تر څو هغه ولایتونه او مرکزونه چې ستونزې په کې موجودې دي، رایې یې بیا وشمېرو.))
ښاغلي اورنګزېب همدا راز وویل، هغه ټولې بایومتریک دستګاوې چې قرنطین شوې وې، د کمېسیون د پرېکړې په اساس مرکزي سرور ته یې معلومات لېږدول شوي دي.
نوموړي ټینګار وکړ د کمېسیون د دارالانشاء لخوا د ټاکنو پایلو ته ټاکل شوې نېټه اوږده وه او د کمېسیون رهبرۍ له همدې کبله ونه منله: (( موږ به وروستۍ نېټه نن یا سبا مشخصه کړو چې کله د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوو.))
ټاکل شوې وه چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د میزان په ۲۷مه اعلان شي، خو نن د عقرب ۴مه ده چې کمېسیون لا هم د لومړنیو پایلو په اعلانولو نه دی بریالی شوی.