تاند، چهار شنبه، د قوس ۲۰مه: د ټاکنو کمېسیون وايي، د میزان د شپږمې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان د پرېکړې په اړه یې خپلمنځي سلا مشورې روانې دي.
د دغه کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي له تاند سره په خبرو کې وویل، د کمېسیون د کمېشنرانو تر منځ د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه سلا مشورې روانې دي چې په نن او سبا کې یې قسمي پایلې اعلان کړي که نه؟
ښاغلي ابراهیمي تېره ورځ هم خبر ورکړی و چې په نن او سبا کې د ټاکنو د پایلو اعلان احتمال لري.
نوموړي تاند ته وویل، نه شي ویلی چې نن تر ماښامه د ټاکنو پایلې اعلانېږي که نه؟ خو په وینا یې په دې تړاو د کمېسیون د ټولو کمېشنرانو پریکړه اړینه ده.
دا په داسې حال کې ده چې عبدالله عبدالله او د نوماندانو شورا غړو نن په بیلابیلو بیانونو کې خبرداری ورکړی چې د ټاکنو پایلې که د دوی د غوښتنو له منلو پرته اعلان شي، دوی به یې ونه مني.