تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۷مه: د ټاکنو خپلواک کمېسیون هغه ادعاوې رد کړې چې د دغه ټاکنیز بنسټ پر تخنیکي او کمپیوټري سیسټم د هیکرانو بریدونه شوي دي.
کمېسیون په دې اړه یوه خبرپاڼه کې ټولې ادعاوې رد کړې دي او له ټولو لوریو یې غوښتنه کړې ده چې د دوی کارونه سم روان دي او د پایلو تر اعلان پورې دې صبر وکړي.
خبرپاڼه وايي، د ټاکنو د پایلو پر سیسټم د هیکرانو د بریدونو اوازې درواغ دي او یوازې له بایومتریک دستګاو څخه د د اطلاعاتو بانک ته د موادو لېږدولو کې ځینې ستونزې پیدا شوې دي.
کمېسیون وايي، تخنیکي همکاران یې هڅه کوي چې خپل سرور چټک کړي او د پایلو انتقال اطلاعاتي بانک ته ژر ترسره شي.
کمېسیون همدا راز ټینګار کړی چې د هېواد وضعیت ته په پام د ټاکنو د سم مدیریت په تړاو ټینګه ژمنتیا لري او رڼې او پر وخت پایلې به اعلان کړي.