تاند، شنبه، د قوس ۲مه: د ټاکنو کمېسیون ګواښ کړی که ټاکنیزې ډلې یې په اووه ولایتونو کې تړلي ولایتي دفترونه خلاص نه کړي، دوی به له حکومت څخه مرسته وغواړي.

د ټاکنو کمېسیون وايي، نن هم ورته د عبدالله عبدالله پلویانو په بدخشان، پنجشیر، بغلان، تخار، جوزجان، فاریاب او سرپل کې د ټاکنیزو دفترونو د پرانیستې او د رایو د بیا شمېرنې اجازه ور نه کړه.

په دې اړه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند میرزا محمد حقپرست تاند ته وویل، دوی هڅه کوي چې د خبرو له لیارې خپل ولایتي دفترونه پرانیزي، خو که بیا هم ستونزه هواره نه شوه، د اساسي او انتخاباتو د قوانینو له مخې به پر حکومت غږ وکړي چې اجرائت وکړي او اووه واړه ولایتي دفترونه یې پرانیزي.

خو د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې بیا نن هم ګواښ کړیدی چې د ټاکنو کمېسیون دوی ته قناعت نه دی ورکړی او که یې د رایو بیا شمېرلو ته په هر ډول دوام ورکړ، وضعیت به د بحران خواته ولاړ شي.

خو دولت ساز ټاکنیزه ډله بیا د عبدالله ډله د ټاکنو د پروسې په یرغمالۍ تورنوي او وايي، حکومت مسوول دی چې د قانون د تطبیق لپاره قاطعانه عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون وايي، په ۲۵ ولایتونو کې یې د رایو بیا شمیرنه پای ته رسېدلې او د شلو ولایتونو د بیا شمیرل شویو رایو نتایج یې کابل ته رسېدلي دي، خو لا هم معلومه نه ده چې د ټاکنو دوه ځله ځنډېدلې لومړنۍ پایلې به کله اعلان شي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *