تاند، یکشنبه، د دلوې ۲۷مه: د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړې پر اساس د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د رایو بیا شمېر او تفتیش بهیر پیل کړی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې وايي، چې د شکایتونو کمېسیون د پرېکړې پر اساس یې د رایو بیا شمېر او تفتیش پیل کړی او د معلوماتو پر بنسټ یې په سرپل، کندهار او هلمند ولایتونو کې د رایو بیا شمېر او تفتیش بهیر بشپړ شوی دی.

د شکایتونو کمېسیون د خپلو پرېکړو په لړ کې یو شمېر محلونه بیا شمېرنې او تفتیش ته ورکړي وو، چې اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري دغه بهیر پیل شوی او ځینو ولایتونو کې پای ته رسېدلی دی.

د پنځه میاشتو په تېرېدو لاهم د افغانستان د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې ندي اعلان شوي.

د افغانستان د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د تلې میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شوې او تر درې میاشتیني ځنډ وروسته یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د لومړنیو پایلو پر بنسټ د دولت جوړونکي ټيم مشر اشرف غني ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره تر ټولو مخکښ نوماند اعلان شو او تر هغه وروسته عبدالله عبدالله دویم نوماند شو چې ډېرې رایې یې خپلې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *