تاند: د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو بودیجه نهايي شوې او دا مهال دټاکنو د حساس موادو د چاپ پروسه په ډنمارک کې روانه ده.

د ټاکنو کمېسیون رئیسې حوا علم نورستاني نن یکشنبه  خبري کنفرانس ته وویل، دا وار د ټاکنو ۹۰ میلیونه ډالره بودیجه پخپله حکومت او ۵۹ میلیونه ډالر بودیجه نړیواله ټولنه پرې کوي او په دې تړاو یې ټولنې اندېښنې ختمې شوې دي.

اعلې نورستانۍ وايي، کمېسیون دامهال د رایه ورکوونکو د لیست په اصلاح، د رایه ورکونې د پاڼو په چاپ او د ټاکنیزو کارمندانو د استخدام په چاره بوخت دی.

کمېسیون دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې د ولسمشریزو ټاکنو کمپاینونوته کمې ورځې پات دي او د راتلونکې اسد میاشتې په ۵مه به پيل شي.

اټکل شوی چې ولسمشریزې ټاکنې به د میزان په ۶مه د هېواد ۵۳۸۸ مرکزونو کې وشي، چې د سم نیمايي مرکزونو د بندیدا ګواښونه هم شته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *