د ټاکنيزو ناندريو يو بل پاړکی پرانيستل شو، يو بل داسې پاړکی چې لانجه يې لا پېچلې کړې ده. له دې حالته سياسيون خوښ دي، خو ولس يې مخکې له مخکې اندېښمن کړی دی. د ټاکنيزو ناندريو د اواري لپاره پټې پرېکړې چې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کېري، ملګرو ملتونو او دواړو افغان نوماندانو ترمنځ شوې اوسد دواړو ډلو تحول او تداوم، اصلاحات او همپالنې ټيمونو پلويانوله لوري د ځانونو په ګټه تفسيريږي، خو دې څه د خلکو ذهنونه مغشوش کړي دي.
که څه هم جان کېري د ټاکنو د کړکېچ د حل لپاره د ټولو رايو شمېرنه، پلټنه او د ملي وحدت حکومت وړانديز کړی دی، خو د عبدالله عبدالله پلویان او ډېر شمېر د شمال ټلوالې قومندانان فکر کوي، چې دويم وړانديز چې د ملي وحدت حکومت جوړيدل دي، پرځای دی او لومړی کار ياني د ټولو رايو تفتيش يووازې په دې خاطر دی، چې د دوی په باور د اشرف غني احمدزي تقلبي حکومت ته مشروعیت ورکړي. دوی وايي، که اشرف غني رايې بيا هم زیاتې شي، حکومت يې تقلبي دی او پرضد به يې مبارزه کوي.
يوه سرچېنه وايي، د عبدالله عبدالله ټيم ورته ويلي، چې که د ټاکنو شفافيت اړوند ټولې هلې ځلې ونه مني او د اشرف غني راتلونکی حکومت به نامشروع او د تقلب له لارې رامنځته شوي حکومت په توګه و پيژني.
دوی فکر کوي، د دې ترڅنګ چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم به په راتلونکي حکومت کې ونډه ولري، ترڅنګ به يې زیات شمېر نور غړي په رسنيو او نور ملي پروسو کې د حکومت د مشروعيت په اړه جدي بحثونه وکړي.
د دوی په نيتونو کې له وړاندې د خير ښېګڼې کوم څرک نه ليدل کېده او دوی هڅه کوله، چې خبره شغالي کړي او ولس وويروي.
د اصلاحات او همپالنې ټيم يوه غړي فضل احمد معنوي، نیویارک ټایمز ته ويلي: (( زموږ ياني شمال ټلوالې قوماندانانو ویل، چې موږ د ټاکنو له کمیسیون نه د ارګ کلۍ ته اړتیا نه لرو. موږ کولای شو، پخپله یې ولکه کړو. که عبدالله هو ورته ویلي وای، د ارګ په ګډون ګڼ ولایتونه به ددوی د ټیم لاس ته لویدلي وای.))
اوس ستونزه داده، چې شمال ټلوالې په یوه غشي دوه ښکاره وکړل،هم يېد دوی په وينا په حکومت کې ځان ځای کړ او هم به د اشرف غني حکومت نامشروع او د تقلب له لارې راغلی حکومت وبولي، چې له همدې وېرې خو د ټاکنو لومړنۍ پايلې هم وځنډېدې او ډا��تر اشرف غني په ګډون ټيم يې ويل، چې نه غواړي حکومت ته يې په نامشروع سترګه وکتل شي او د بل د مشروعيت لاسکتوی شي.
اوس شمالي ټلوالې کټ مټ هماغه لوبه چې په ۲۰۰۹ کال کې يې له ولسمشر کرزي سره کړې وه،تکراروي. هغه مهال به يې هم حکومت تقلبي ګاڼه،خو ټول کليدي وزارتونه، ولايتونه او پستونه دوی ولکه کړي وو.
ډاکټر اشرف غني احمدزي په وړتیا، تخصص، تعهدکې شک نشته، خو هغه ته چې چا رایې ورکړې، په تشخیص، فکر او دقت یې ور کړې دي. ستونزه بهرني ابعاد او عوامل لري او دا بهرني ابعاد او عوامل د ډاکتر غني د حکومت رېښې هله کمزورې کولای شي، چېډاکتر غني د عبدالله د ټيم ټولو غوښتنو ته تسليم شوی وي او که ټولې هغه خبرې ريښتيا وخيژي، چې اوس يې د همپالنې ټيم غړي ليک کوي، نو د دغسې حکومت تمه، چې ولسيې بيا له غني لري، ستونزمنه او لرې چاره ده.
د ځينو باور دا دی، چې که د همپالنې د ټيم ټولې غوښتنې منل شوې وي او اېتلافي حکومت رامنځته شي، نو دا به د ۲۰۰۹ کال د ټاکنيزې سناريو بيا تکرار وي او د غني حکومت به د ولسمشر کرزي تر واکمني کومه برتري ونلري.
په ټوله کې تر دې مهاله لا اصلي خبره چې د افغانستان برخليک ور سره تړلی دی، پټه پاتې ده او ولس هم بايد هومره ژر احساسات په سر وانخلي، بلکې يوڅه صبر وکړي.
افغانستان د داسې دوو ګاونډيانو او همدا ډول د سيمې هوادونو په ګډون د نړيوالو په منګلو کې ګېر دي، چې هر يوه ورته خپله خېټه خيشته کړې او هره يوه د افغانستان په ځب ځب حالت کې خپله بقا او خپلې ګټې نغښتې ويني.
همدا اوس پاکستان او ايران د امريکا لپاره په افغانستان کې ځينې ډلې ټپلې او مشرانپه خدمت کې لري، چې په ښکاره يو څه کوي، خو د پردې تر شا يې هم د امريکا او هم خپلې ګټې خوندي پرې خوندي کړې دي. دوی له پخوا راهیسې په افغانستان کې خپل لاسپوځي لرل او دا چاره به په اسانۍ سره پای ونه مومي. په افغانستان کې د واک پر سر شخړه له دې امله زوروه ده، چې د يوه جدي واکمن د واکمنۍ پرمهال به له ځينو سره ژور حساب او کتاب وشي، له ډېرو به هغه تورې شتمنۍ را وګرځول شي، چې د نړيوالې ټولنې له ميلياردونو ډالرو يې د ځان لپاره د ونډې په توګه خوندي کړې او يا يې هم د نشه يي توکو، ناقانونه کانونو، د وسلو له سوداګريو او تورو کارباونو تر لاسه کړې دي.
که افغان ولس له دې بلاوو، نجات پيدا نکړي، دا ولس او هېواد به څو لسيزې نور هم همداسې په يوه سخت اور کې وسوځيږي او د پرديو د جګړې ښکار به شي، خو پکار ده، چې د ولس له ارادې سره بريالۍ نوماند لوبه ونه کړي، هغه رايه ضايعه او توهين ورته ونه کړي، چې د کارولو په بدل کې يې ګوته پرې شوه، چې د کارولو په بدل کې يې يو چا خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.