تاند، یکشنبه، د میزان ۷مه:د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي، دې ادارې ته د تیرې ورځې له ټاکنو څخه ۲۲۷۵ شکایتونه رسیدلي چې ډیری یې له مرکز کابل څخه دي.
ددې ادارې مرستیال ویاند محمد رضا فایز نن له تاند سره په خبرو کې وویل، دغه شکایتونه لا نهایي شوي نه دي او دوی نه شي ویلی چې د دې شکایتونو نوعیت څه دی خو په وینا یې چې د رایه ورکوونکو نومونه په لیستونو کې نه شتون او د بایومټریک الو ستونزه د دې لامل شوې چې خلک ډیر شکایتونه وکړي
محمد رضا فایز وایي یوازې له کابل څخه ۸۷۷ شکایتونه ور رسیدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څارونکو بنسټونو هم یادې ستونزې ته اشاره کړې ده، خو نوماندانو لا د درغلۍ په اړه ښکاره څه نه دي ویلي.
له رایو اچونکو نه شکایتونه زیات دي وه ګل مرجانه