د ۱۹۹۳ کال د ولسمشرۍ ټاکنو دوهم پړاو له لانجو او ناندریو ډک وه، ښایي ډېر عوامل یې درلودل.
یو عامل یې هم دا وه چې د لومړي پړاو مخکښ نوماند ونه کولای شول چې خپله مخکښي په دوهم پړاو کې وساتي، ماته خو په هرصورت کې سخته وي خو ترټولو زیات دې اندېښمن کړای وه چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې لګول شوې پیسې څنګه بیرته لاس ته راوړي.
بلآخره د دې لانجو د هوارۍ لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري افغانستان ته راورسېد او نوماندان یې اړ کړل څو د ملي یووالي حکومت جوړ کړي. د ملت یوالي حکومت د هوکړه لیک یوه برخه د ټاکنیزو کمیسیونونو اصلاح ده، چې د پارلماني ټاکنو ترمخه باید لازم اصلاحات پکې راوستل شي خو اوس پوښتنه دا ده چې آیا د ټاکنو کمیسیون د اجرااتو مسؤلیت هم د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون لري او که نه؟
که چېرې د ټاکنو کمیسیون مسؤلیت هم د ټاکنیزو شکایاتو د کمیسیون په غاړه وي نو د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون کې هم تغییرات حتمي دي خو که چېرې دا دواړه کمیسیونونه جلا جلا او مستقل وي نو ولې د ټاکنو د کمیسیون لپاره د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون قرباني کړای شی.
په دې لانجو کې د لومړي پړاو مخکښ نوماند ښه پلمه موندلې وه، او هغه د ټاکنو کمیسیون د دارالانشاء ریس وه چې د کابل د امنیې قومندان د دسیسې ښکار شو او د ټاکنو کمیسیون یې پر درغلۍ تورنه کړای وه.
د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د ټاکنو د کمیسیون پرخلاف ځینې شواهد لرل چې تراوسه یې صحت ندی معلوم شوی، خو دوی هېڅ ډول شواهد د ټاکنیزو شکایاتو خپلواک کمیسیون پر وړاندې نه لرل، او پرته له شواهدو یې د ټاکنیزو شکایاتو خپلواک کمیسیون په درغلۍ کې شریکه بلله.
د ټاکنیزو شکایاتو خپلواک کمیسیون د کال په منځ کې تاسیس شو، او له همدې وجې یې ونه شول کولای چې د مالیې وزارت څخه بودجه ترلاسه کړي، هېڅ یې نلرل آن د دفتر ځای او د دفتر لومړني توکي خو د ټاکنیزو شکایاتو د کمیسیون د مشرتابه د هلوځلو په وجه کې دوی مالي تمویل کونکي وموندل، او د ترخپل توان پورې یې دنده په پوره استقلالیت، بیطرفۍ او شفافیت سره ترسره کړه.
که یې مطلق ټاکنیز عدالت پلي نکړ نو نسبي عدالت یې پلي کړ او په داسې هیواد لکه افغانستان چې ډیموکراسي نوې تجربه کوي هدف هم نسبي عدالت وي.
د ټاکنیزو شکایاتو خپلواک کمیسیون د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره علني غونډې دایرې کړې چې د شکایاتو په بهیر کې د شفافیت د پلي کولو ترټولو ستر فکتور وه.
زما په آند مخکې لدې چې په کمیسیونونو کې د اصلاحاتو لپاره لومړني ګامونه پورته شي باید د دواړو کمیسیونونو او د کمیسیونونو د کمیشنرانو ارزونه دې ترسره شي، هر کمیسیون چې په درغلۍ کې ښکیل وه او هر کمیشنر چې بیطرفي نوه حفظ کړې د هغو پر وړاندې دې اقدام وشي خو که چېرې پرته له کومې ارزونې په کمیسیونونو کې تغیرات راوستل شي نو پایلې به یې مثبتې نوي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ښایې لدې اصلاحاتو ډېر متاثره نشی ځکه چې د ټاکنو کمیسیون اوس د یوې نسبتاْ اوږدې مودلې لپاره کار کړای، خو له هغه ځایه چې د ټاکنیزو شکایاتو خپلواک کمیسیون نوی تاسیس شوی نو اغیزې به یې ډېرې پراخې وي، ځکه چې د پارلماني ټاکنو لپاره وقت ډېر کم پاتې او پدې محدود وقت کې دا ممکنه نده چې نوي کمیشنران دې آن ځان د ټاکنیزو شکایاتو د رسیدګۍ له بهیر سره آشنا کړي. او له بهیر سره د نه بلدتیا په پایله کې به پارلماني ټاکني له یو نوي کړکیچ سره مخامخ کړی.
په درنښت