تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۲مه: له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ټاکنیزو کمیسیونو لس پخواني کمیشنران هر یو په پنځه پنځه کاله بند محکوم کړل.
له تېرې ورځې د یادو کسانو علني محاکمه روانه وه چې نن ورته د قضايي پلاوي لخوا دغه سزا واورول شوه.
پر یادو کمېشرانو تور و چې د افغانستان د تېر ۱۳۹۷کال د پارلماني ټاکنو پرمهال یې له خپل واک څخه ناوړه استفاده کړې ده.
بل لور ته د رسنیو د راپورونو له مخې د فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وایي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو دغه پخواني کمیشنران یې د کونړ د یو پارلماني نوماند صالح محمد صالح د رایو د بدلون او دغه راز له وظیفوي صلاحیتونو د ناوړه ګټه اخیستنې په تور محاکمه کړل.
محکمې د ټاکنیزو کمیسیونونو د رییسانو په ګډون لس کمیشنران په پنځه پنځه کاله تنفیذي بند محکوم کړي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی رییس عبدالبدیع صیاد او ددغه کمیسیون پخواني کمیشنران هر یو معاذ الله دولتي، رفیع الله بیدار، قادر قریشي، سید حفیظ الله هاشمي، ملیحه حسن او وسیمه بادغیس، د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون رییس عبدالعزیز اریايي او کمیشنران یې، هر یو بصیر فایز او حمیرا حقمل د هغو لسو کسانو له ډلې دي چې په پنځه پنځه کاله بند محکوم شوي دي.
محکمې د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا پخواني رییس احمد شا زمان زي او د کمیسیون د معلوماتي تکنالوژۍ رییس سید ابراهیم سادات ته برات ورکړی دی.
د یادونې وړ ده چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون پخواني کمیشنیران غلام دستګیر هدایت او غلي رضا روحاني په دې قضیه کې دخیل نه وو او نه هم نننۍ محاکمې ته د ټآکنو کمېسیون پخوانۍ مرستیاله وسیمه بادغیسۍ راغلې وه.