د ۱۳۹۳ کال دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو را په دېخوا یوشمېر څاروونکو ادارو او تش په نامه مدني ټولنو داسې هڅې پیل کړي، چې په اوسنیو کمېسیونون کې په بدلون راوړو سره خپلو ستراتیژیکو اهدافو ته ځان ورسوي.
د اساسي قانون د ۱۰۹ مې مادې له مخې ولسي جرګه په وروستي تقنیني کال کې په انتخاباتي قوانینو کې د تعدیل راوړو حق نه لري، خو د ولسي جرګې عدلي او قضايي کمېسیون دغه کار پیل کړی او تر ډېره په دې مسله کې د یوې ډلې او بهرنیو سفارتونو ملاتړ له ځانه سره لري.
که څه هم په ټاکنیزو ادارو کې له شته نیمګړتیا وو، کمزوري مدیریت، او په ۱۳۹۳ کال ټاکنو پر شوو درغلیو باید سترګې پټې نه شي، خو باید د هغو مشخصو کړیو او بهرنیو هېوادونو دسیسو ته هم پام وشي، چې له کلونو راهېسې د افغانستان د ملي بنسټونو د بدنامنو په هدف پانګونه کړې.
تر راتلوونکي یوه کاله د پارلماني ټاکنو غځول، په انتخاباتي قوانینو کې تعدیلات راوړل، او په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د اصلاحاتو په نوم د بهرنیو اتباعو او د یوې ډلې افرادو ځای پرځای کول او .. هغه هڅې دي، چې په لوی لاس غواړي ملي شورا ته داسې کسان بریالي شي، چې د اساسي قانون د تعدیل په لویه جرګه کې صدارتي نظام ته رایه ورکړي.
ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ د شوي توافق له مخې تر راتلوونکو دوو کلوونو به د اساسي قانون د تعدیل لویه جرګه جوړیږي او د صدارتي نظام د رامنځ ته کېدو په هدف به رای اچونه کیږي.
ظاهرا ددغو ټولو پروژو د تطبیق په هدف پرټاکنو یوشمېر څارونکې ادارې او تش په نامه مدني ټولنې فعالیت کوي او تر ډېره د بهرنیو ادارو او سفارتونو له خوا تغذیه کیږي او کمېسیون اوسني مسوولان د یادو ادارو له دغو پروژي کاملا اګاه دي.
که څه هم تر یوه حده پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ۱۳۹۳ کال په ټاکنو کې د بهرنیو د مداخلو مخه ونیوله، خو د ولسمشرۍ ټاکنو تر جنجالي کېدو وورسته، چې په لوی لاس د یوې ډلې د شخصي غوښتنو له امله جنجالي شوې پکې د بهرنیو مداخلو ته فرصت برابر او ټاکنې د یادو مداخلو قرباني شوې
اوس داسې هڅې پیل شوي، چې په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د اصلاحاتو په نوم دې د ټاکنیزو اصلاحاتو یو کمېسیون رامنځ ته شي او دغې غوښتنې ولسمشر اشرف غني په دوه لارې درولی. له یوې خوا ولسمشر له اجراییه رییس سره د ملي یووالي په نوم د حکومت جوړېدو په طرحه کې له نوموړي سره د ټاکنیزو اصلاحاتو په نوم د یوه کمېسیون د جوړېدو پر طرحه لاسلیک کړی له بلې خوا په ټاکنیزو ادارو کې د بدلون له راوړو سره په خپله ولسمشر مخالف دی، ځکه ټاکنې د یوې دسیسې ښکار شوې او ملامتي یې د کمېسیون پرمسوولانو واچول شوه.
په ټاکنیزو ادارو کې د اصلاحاتو راوړو په هدف په پټه او ښکاره یوشمېر رسنۍ، پر ټاکنو یوشمېر څاروونکې ادارې او تش په نامه مدني ټولنې له بهرنیو سفارتونو پروژې تطبیقوي
د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ د نوې کابینې له وېش سره سم اوس داسې ویره ده، که احتمالآ د انتخابتي کمېسیونونو د اصلاح کمېسیون هم رامنځ ته شي، نو په کمېسیون کې به یوه ډله ولسمشر او یوه ډله اجراییه رییس ته منسوب کسان وي، چې دغه کار په خپله د کمېسیون استقلالیت او ولسواکي ته ستر زیان رسوي او راتلوونکې ټاکنې به د یوه تازه ناورین ښکار شي.
ولسمشر باید له خپل تدبیر او پوهې نه په استفادې په کمېسیونونو کې د اصلاحاتو راوستو په هدف د بهرنیو هېوادونو د دغې سترې پروژې د تطبیق مخه ونیسي او یوځل بیا ملي ادارې د بهرنیو هېوادونو د مداخلو ښکار نه کړي.
احسان الله سهاک