لیکوال: عبدالرحمن تسل –

که څه هم په افغانستان کې له یو ولسمشر څخه بل ولسمشر ته د واک سوله ییز لیږد په خپل تاریخ کې یوه نوې او په زړه پورې مسئله بلل کیږي خو ورسره په څنګ کې دا هم ویلای شو چې دا ټاکنې ناندریزې او له ځان سره یې یو شمیر ستونزې هم درلودې، ټاکنې دوهم پړاو ته داخلې شوې او بیا هم د نه منلو او ګڼو لانجو او ناندریو له امله د ملي وحدت حکومت را منځ ته شو چې تر اوسه له ځان سره یوڅه ستونزې لري، تر اوسه په بشپړه توګه د ټولو وزارتونو وزیرانو د باور رایه نه دی تر لاسه کړې او دغه راز د اکثرو ولایتونو والیان سرپرستان دي چې دې چارې خلک او ولس له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان کړی دی. د ولسمشرۍ پر سر د لانجو اصلي لامل د ټاکنیز سیسټم خرابوالی په ګوته شو او ولسمشر او اجراییه ریس ژمنه وکړه چې د انتخاباتو سیستم به سموي او د پام وړ تغیرات به په کې راولي.

اشرف غني او عبدالله وړاندې له دې چې امریکا ته ولاړ شي د ټاکنیز کمیسون د اصلاح او سمون لپاره د یو کمیسون د جوړیدو امر وکړ او په مشري یې هم د ولسي جرګې غړې شکریې بارکزۍ ته وسپاره.

په ټاکنیز سیستم کې د سمونې خبره په داسې حال کې کیږي چې د انتخاباتو د قانون له مخې کمیشنران کولای شي چې تر شپږو کلونو پورې خپل کار ته دوام ورکړي او هیڅوک نه شي کولای چې له یادې مودې وړاندې کمیشنران له کار څخه ګوښه کړي. او په غالب ګمان سره ویلای شو چې د اصلاح او سمون لپاره به یوازې د کمیسون یو څه غړي له دندو لرې کړي او پرځای به یې نور کسان وګماري خو حال داچې د ټاکنیز سیسټم د اصلاح او روڼوالي لپاره نورې لارې چارې دي چې باید تر سره شي ترڅو راتلوونکې ټاکنې له هر ډول درغلیو او غلطیو څخه پاکې وي.

د ټاکنیز سیسټم د روڼوالي لپاره لومړی اړینه داده چې د کمیسون چارواکي د هیڅ کومې ډلې تر تاثیره لاندې را نه شي او په ډيره زوړتیا خپل سپڅلی رسالت تر سره کړي.

دغه راز که غواړو چې راتلوونکي کې مو ټاکنې له هر ډول ټګیو او برګیو څخه خالي وي او حق حقدار ته وسپارل شي الکترونکي تذکرې را منځ ته شي تر څو یو څوک ونه شي کولای چې د یو کارت پر ځای څو کارتونه تر لاسه کړي او په دې سره درغلي ته لاره هواره شي.

د شفاف او له هر ډول ناندریو پرته د ټاکنو تر سره کولو لپاره دا هم اړینه دی چې په نوماندانو کې ملي احساس را پیدا شي او له دې خاورې سره د مینې په خاطر خپله ناکامي ومني او د بل نوماند بریا هضم کړي. که وګورو تر ټولو لویه ستونزه همدا دی، که چیرې یو نوماند بریالی شي نو بیا دده په اند ټاکنې روڼې او له هر ډول درغلیو پرته تر سره شوې اوکه ناکام شي نو بیا هر څه ناسم وي او خبره د لانجو او حتی داخطارونو تر بریده ورسیږي. نو اوس چې وضعیت همدا ډول دی اود یو او بل د نه منلو فرهنګ مو اول په نوماندانو کې دومره پیاوړی دی نو بیا ولې اول اصلاح له ځان څخه نه پیلیږي. د ټاکنیز سیسټم د اصلاح لپاره یوازې دا کافي نه دی چې یو څو کمیشنران دې له دندې څخه لرې شي او پر ځای دې نور کسان را مخ ته شي. باید ددې کار لومړی نوماندان له ځان څخه یو څه انعطاف پذیري وښيي.

که تیرو ولسمشریزو ټاکنو ته وګورو په ښکاره د درغلیو په مسئله کې د ټاکنیزو کمیسونونو چارواکو ته ګوته نیول کیږي خو که حقیقت ومنو او اصلي موضوع راوسپړو نو لیدل کیږي چې خپله د ملي یوالي حکومت مشرانو ټاکنې سره ګډې وډې کړې او انخابات یې بدنام کړل، او د ټاکنو پر سر د غني او عبدالله ترمنځ اوږدو او ګواښوونکو ناندریو ددې ته لاره هواره کړه چې امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي او همدا وه چې په افغانستان کې دوه سری حکومت را منځ ته شو.

په هر صورت هغه متل دی چې یوڅه ژرنده پڅه او یو څه هم غله لمده، که د ټاکنیزو کمیسونو راتلونکي مشران او کمیشنران هر څوک وي باید د هیڅ ډلې په وړاندې جرئت له لاسه ور نه کړي او که دا کار وکړي نو بیا به هم دوی د ولس په وړاندې خپل باور له لاسه ورکړي او یو ځل بیا به لکه د اوس په ډول بدنام چارواکي وبلل شي.

د ټاکنیز سیستم د اصلاح او سمون لپاره باید په نورو لارو چارو هم غور وشي او یوازې په دې بسنه ونه شي چې په چارواکو کې ادلون بدلون راشي، او څو کارکوونکي لرې او پرځای یې څو نور حزبي او ګوندي کمیشنران په دندو وګماري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *