سره ددې چې تر اوسه پورې په هند او له هند نه بهر د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د ټاګور په اړه پراخې څېړنې شوې، خو تر اوسه پورې هم د ټاګور د ټولو اثارو يو کره او مستند ليکلړ نه دى وړاندې شوى، هر څېړونکي او ټاګور پېژندونکي د نوموړي په اړه کړو څېړنو کې د هغه د اثارو يو ليست خپور کړى وي، خو کله چې سره پرتله شي، نو ځينې اثار په کې متفاوت او کم يا زيات وي.

 د نوموړي د اثارو په خپرو شوو ليستونو کې ځينې اثار يا په تکراري نوم راغلي، يا يوه ځانګړي شعر ته د کتاب او يا هم کوم کتاب ته د شعر يا داستان نوم ورکړل شوى، منظوم اثر يې په منثور او يا منثور په منظوم کې حساب شوى، د اثارو د نوم د ژباړې له مخې هم دقت ته پاملرنه نه ده شوې چې په دې اساس د استناد لپاره باوري شمېر نه تر لاسه کېږي.

بلخوا د ټاګور  اثارو د غورچاڼ او يا ډېرو نامتو اثارو په لړليک کې هم کله يو اثر ډېر مهم بلل شوى او يا مهم نامهم بلل شوى، چې په دې برخه کې هم شايد څېړونکو د خپلې سليقې او ذوق پر بنسټ کار کړى وى، خو يواځنى اثر چې ټول يې د شهکارتوب او نړيوال شهرت په اړه يوه خوله دي، ګيتانجلي اثر دى.

  د ټاګور د اتيا کلن ژوند د ټولو ادبي اثارو عمومي شمېره چې تر اوسه ذکر شوې، شاوخوا شپږ سوه  ده چې د نوموړي منظوم او او منثور ټول اثار په کې شامل دي، په دې اثارو کې لوى داستانونه، مقالې، نندارليکونه ، ويناوې، مضامين او نور… شامل دي چې ګڼ هغه يې د نړۍ په بېلابېلو ژبو کې يا له بشپړې او يا هم اختصاري(لنډون سره) ژباړې سره شتون لري.

   ايراني ليکوالو د ټاګور له ګيتانجلي پرته د هغه “شخصيت”، “د بنګال په اړه”، “د عاشق ډالۍ”، “چيترا”، “انساني تړاو”، “د بشر مذهب”، “يوه ملګري ته ليکونه”، “مېوه ټولونکى”، “باغوان”، “د تورې ماڼۍ سلطان” او “پرې شوې رشتې” د هغه تلپاتې او مشهور اثار بللي دي.

  که له کتابونو ويستل شي، نو ټاګور په بنګالي او هندي ژبه په زرګونو، شعرونه، داستانونه، ډرامې، نندارليکونه او نورو… ژانرونو کې ګڼ اثار ليکلي چې ځينې يې خپله په انګريزي ژبه ژباړلي او ځينې نور يې هېوادوالو او بهرنيو مينه والو خپلو ژبو ته اړولي دي. اثار يې په ټوله کې په منظومو او منثور اثارو ويشلى شو.

په منظومو اثارو کې يې شعرونه، ترانې، سندرې، سردونه او حتى ځينې منظومې ډرامې راځي، په منثورو اثارو کې يې بيا له لنډو کيسو نيولې تر رومانونو، نندارليکونو، ډرامو او ويناوو پورې اثار شته چې عشقي، سياسي، ټولنيز، مذهبي او انتقادي پيغام، محتوا او روحيه لري.

علامه استاد عبدالشکور رشاد هم  د استاد بېنوا لخوا د ژباړل شوي ګيتانجلي(بېنواخپرندويه ټولنه) خپاره شوي اثر مقدمه کې ليکي چې د ټاګور د ټولو اثارو ټولول اسان کار نه دى، خو کوم نيمګړى فهرست يې چې څوکاله وړاندې د “کلکته ريو يو” د (ټاګورنمبر) کې خپور شوى، استاد رشاد له (شري رابندراتهـ  ټيګور) کتاب نه را نقل کړى دى.

استاد رشاد ددې کتاب نه د ټاګور د ١٦٣بېلابېلو اثارو يو ليکلړ را لېږدولى چې تر اوسه پورې په پښتو ژبه کې د ټاګور د اثارو بشپړ فهرست ګڼل کېږي. ددې فهرست ځانګړتيا داده چې استاد د ځينو اثارو نوم په پښتو هم ژباړلى او تر څنګ يې د يو شمېر اثارو په اړه ځانګړي توضحيات هم ورکړي دي. د ځينو اثارو انګليسي يا هندي نوم هم اخيستل شوى دى.

  دا لړليک يو څه ستونزې هم لري، لومړى داچې د منظومو او منثورو اثارو ويش( کتګوري) په کې نه ده شوې، سره ددې چې په توضيح کې د اثر  ژانر ته اشاره شوې ده، خو د ترتيب په لحاظ سره  بېل شوي نه دي، بله دا چې له اثر سره ياد شوى کال نه دى څرګند چې دا به د اثر د ليکلو نېټه وي که د خپرېدو په حساب به ثبت شوې وي. ددې ترڅنګ د ځينو اثارو سره دا نېټه هېڅ نه شته. د ځينو اثارو نوم  هم نه دى ژباړل شوى. د استاد رشاد دا لړليک دلته کټ مټ د استاد په ليک دود را نقلوم:

  • په ١٨٧٨ ع کال “کوى کاهني” يعنى “د يوه شاعرنکل”.
  • په ١٨٨٠ ع کال (بهاناپهول” يعني “د ځنګله ګل”
  • په ١٨٨١ ع کال” والميکى پراتبها” يعنى “ د والميکي نبوغ”  يا  “  Valmiki The Genius of “، په دغه ډرامه کې د “دهارى لال چکر ورتي) له “ساور منګل” خخه هم ځينې نظمونه اخيستل سوي او د “اکشيا بابو” څو بيته هم پکښې سته.
  • (بهاګناه هرديه) يعنى(مات زړه).
  • “يوروپ پراباسير پاترا” يهني “ د اروپايي ګرزندوى خطونه”
  • ١٨٨٢ ع کال” سندهيا سنګهيت” يعنى “ د ماښام سندري”، د شعرونو مجموعه.
  • “کال مرګيا” يعنى” خطرناک ښکار” – ډرامه ده Defeat full hunt يعني انګريزي نوم يې.
  • ١٨٨٣ ع کال “باتها کوررانيرهتهـ” لنډ ناول دى.
  • “پربهات سنګهيت” يعني “ د سهار سندرې” د شعرونو مجموعه.
  • په١٨٨٣ ع کال”چابى اوګان” يعني “تصويرونه او سندرې”د شعرونو مجموعه.
  • “پراکيتير سودهـ” يعني “د فطرت انتقام” منظومه ډرامه ده.
  • “سيسب سنګهيت” يعني “ د وړکتوب سندرې” د شعرونو مجموعه .
  • “بهانو سنګهاتها کور پاوابالى” د رابندرانات ټاګور د هغو شعرونو مجموعه ده چې د “بهوسنګهـ “ په مستعار نامه يې خپاره کړي و.
  • په ١٨٨٥ ع کال “رام موهن راى” د برهمو سماج د موسس په باب يوه کوچنۍ رساله ده.
  • “الوچانه” د مضمونو مجموعه ده.
  • “ابى چايه” يعني “د لمر سايه”د سندرو مجموعه ده.
  • په ١٨٨٦ ع کال “کارى اور کمال” يعني “تيز او تند” د سندرو مجموعه.
  • په ١٨٨٧ ع کال”راج رشي”يعني”د عالمانو پاچا” ناول دى.
  • “چټهى پاټر” د رابندراناتهـ د خطونو مجموعه ده.
  • په ١٨٨٨ ع کال “سالوجنا” يعنى”تبصرې” د مضمونونو مجموعه ده.
  • په ١٨٨٩ ع کال”راجه اور راني” يعني”پاچا او ملکه” منظومه ډرامه ده چې دغه ډرامه په لندن کې تمثيل سوې ده.
  • په ١٨٩٠ ع کال “ وساراج” يعني”قرباني” يوه لنډه ډرامه ده.
  • “منترى ابهى شيک” د لارډ کراسى د انډيا بيل په بااب يوه وينا ده.
  • “سناسي” يعنى” د زړه غوښت” د سندرو مجموعه ده.
  • په ١٨٩١ع کال”يورپ جايترا ډائرى” يعني” د اروپايي ګرزندوى ورځليک ( لومړۍ برخه )
  • “چترا رنګدا” يوه منظومه ډارمه ده کيسه يې له مهابارته اخيستې ده.(وګورئ: آدپرب ٣٠ادهياى)
  • “ګورى ګالډ” يعني”غلطه شروع” يوه خندونکې (کوميډي) ډرامه ده.
  • په ١٨٩٣ ع کال”ګانيرکاهى اور والميکى براتبها” د سندرو مجموعه ده.”والميکى براتبها” هم يو ځاى ورسره چاپ سوې ده.
  • “يرووپ جاتيرا ډايرى” يعني” داروپايي ګرزندوى ورځ ليک”(دويمه برخه)
  • په ١٨٩٤ ع کال” سونرتارى” يعني “زرينه کښتۍ”د شعرونو مجموعه ده.
  • “جهوټوګالپا”د پنځلسو کوچنيو افسانو مجموعه ده.
  • “چتران ګادا اور وديا ابهى سپ” يعني” چتران ګاډا او لعنت پر بېلتانه”
  • په ١٨٩٥ ع کال”وچرا ګالپا”( دوې برخې) د کوچنيو افسانو مجموعه ده.
  • “ کلپ داسک” يعني“لس نکلونه” له دغو نکلو څخه اکثره په اردو ترجمه سوي دي.
  • په ١٨٩٦ع کال”نادى”يعني “سيند” اوږد نظم دى.
  • “چترا”د نکلونو مجموعه ده.
  • “کابيا ګرانتها بالى” کوچنۍ منظومي ډرامې دي.
  • په ١٨٩٧ع کال”ديکهنترکهاتا”د ټوکو ټکالوډرامه ده.
  • په ١٨٩٨ ع کال”پنج بهټ” يعني “پنځه حواس”د مضمونو مجموعه ده.
  • په ١٨٩٩ ع کال”کانيکا” يعني”قطعې” د کوچنيو نظمونو مجموعه ده.
  • په ١٩٠٠ ع کال”کاتها”د منظومو کوچنيو افسانو مجموعه ده.
  • “کاهنى” د منظومو کوچنيو ډرامو مجموعه ده.
  • “ګلپاڼه” د نظمونو مجموعه ده.
  • “کانيکا” يعني”تښتېدونکى” د نظمونو مجموعه.
  • په ١٩٠١ع کال “نى وديا” د سلو نظمونو مجموعه.

له ١٩٠٣ ع کال نه تر ١٩٠٥ ع کال پورې

  • “چوکهيروالى” يعني”خوږمنې سترګې” ناول دى.
  • “کرم پهل” يعني”د کار مېوه”ناول دى.
  • “کوى گرنتهـ”د نظمونو او لنډ ډرامو مجموعه ده.
  • “سمرن” يعني “ د ماينې ساندې”
  • “سشو” د کوچنيانو سندرې.
  • “رابندرګرنتهر والا”د مضمونو مجموعه ده.
  • په ١٩٠٦ ع کال “ اتما شکتى” يعني “روحاني قوت” د سياسي مضمونو او ويناوو مجموعه ده.
  • “بهارت ورش” يعني “هندوستان” د سياسي مضمونو او نظمو مجموعه ده.
  • “نو کاډوبى” يعني “طوفان” يو ناول دى.
  • په ١٩٠٧ع کال”وچترا پربندها” د مضمونو مجموعه ده.
  • “چترا پوجا” يعني “ دبزرګانو نذر” د څو بزرګانو د ژوند حالونه دي.
  • “پراچن ساهتيه”يعني “لرغونى ادب”د مضمونو مجموعه ده.
  • “لوګ ساهتيه” يعني “د خلکو ادب” د مضمونو مجموعه ده.
  • “ساهيتيه”يعني”ادب” د مضمونو مجموعه ده.
  • “ادهوتک ساهتيه” يعنى “ نوى ادب”
  • “هاشيا کاتک” د ټوکو مضمونونه.
  • “ويانکا کاتک” د ټوکو مضمومونه.
  • په ١٩٠٨ ع کال “راجه پرجا” يعني” پاچا او رعيت” د سياسي مضمونومجموعه ده.
  • “ساموها” د سياسي مضمونو مجموعه ده.
  • “سکهشا” يعني “ تعليم” د روزنې او ښوونې په باب مضامين پکښې دي.
  • “مکټ” يعنى”تاج” ډرامه ده. ددغې ډرامې اردو ترجمه احسان کړې ده او په پښتو ترجمه يې ښاغلى محمدعلم بڅرکي کړې ده چې اوس تر چاپ لاندې ده.
  • په ١٩٠٩ ع کال “سبداتاوا” د ژبې په باب د څو مضمونو مجموعه ده.
  • “دحرم” د مذهب او دين په باب د څو مضمونو مجموعه ده.
  • “شانټي نېکيټن”(لومړى ټوک)د هغو ويناوو مجموعه ده چې رابندراناتهـ ټاګور په شانټي نېکتڼ کې کړې دي_( دوهم ټوک يې په١٩١١ کال کې خپور شوى دى.
  • “پرساس چترا” ډرامه ده.
  • په ١٩١٠ ع کال”راجا” ډرامه ده (په انګريزي ترجمه کې يې عنوان دى King of drake chambers).)
  • “ګورا” د ټاګور لومړى سياسي ناول دى.
  • “ګيت انجلي”د شعرونو مجموعه ده چې ترجه يې فاضل ليکوال ښاغلي عبدالرووف “بېنوا” کړې ده، چې لومړى وار په ١٣٣٦ هـ ش کال په کابل کې چاپ سوې ده او پارسى منظومه ترجمه يې د افغانستان يوه بل ليکوال کړې ده چې عبدالغفور نومېږي او روان فرهادي سره مشهور دى.
  • په ١٩١٢ ع کال”پوسټ افس” يعني”ډاګ خانه”دغه ډرامه جميل احمد کندهاريپوري په اردو کې د”ډاګ ګهر” په نامه ترجمه کړې ده، هغه وخت چې رابندرانات په جرمني کې و، دغه ډرامه هلته په برلين کې پر سټيج باندې وښووله سوه.
  • “چيناپترا “ يعني”څېري سوي ليکونه” دمضمونو مجموعه ده.
  • “اچالتين” ډارمه ده.
  • “ګلپچارتي” يعني “څلور کوچنۍ افسانې”
  • په ١٩١٤ ع کال”اتساګا”د نظمونو مجموعه ده.
  • “ګيتم ماليا”د نظمونو مجموعه ده.
  • “ګيتالي” د نظمونو مجموعه ده.

له ١٩١٥ ع کال څخه تر ١٩١٨ع کال پورې:

  • “کوى گرنتهـ” يعني”د شاعر کتاب”( په لسو ټوکونو کې د نظمونو او ډرامو مجموعه ده.
  • “ګلپ سپاتيک” يعني اوو کوچنۍ افسانې.
  • په ١٩١٦ ع کال”خالګونى” ډرامه ده.
  • “چاتورنګا” ناول دى.
  • “ګهربالوى” ناول دى.
  • “بالکا” د نظمونو مجموعه ده.
  • “پارى چهايا”د مضمونو مجموعه ده.
  • “ساون چهايا” د مضمونو مجموعه ده.
  • په ١٩١٧ع کال “ کرتا اچهي کرما” يوه وينا ده.
  • په ١٩١٨ع کال”پالا تاکا”يعني”تښتېدونکى” کوچنۍ افسانې دي.
  • په ١٩١٩ ع کال”جاپان ياتري” يعني “د جاپان سفر”
  • په ١٩٢٠ ع کال”اروپ رټن” ډرامه ده.
  • ١٩٢١ ع کال”سکشائين” يعني “ د تمدونونو ګډېدل”
  • “ستيه اوبهان” يعني” د رښتيا ږغ”
  • “رن سودهـ” ډرامه ده.
  • په ١٩٢٢ ع کال”(مکت دهارا” يعني”ازادي څپې”
  • “لپيکا” شعري نثر دى.
  • په ١٩٢٣ع کال”داسنتا” يوه ترنمي ډرامه ده.
  • په ١٩٢٥ع کال”پوراوى” د نظمونو مجموعه ده.
  • “ګرپهاپريز” ډرامه ده.
  • “پراباهنى” د سندرو مجموعه ده.
  • په ١٩٢٦ع کال”اکتا کارالى” ډرامه ده.
  • “بودهـ بودهـ “ کميډي ده.
  • “ليکهن” نظمونه دي.
  • په ١٩٢٨ع کال”شيش راکهشا” کميډي نکل دى.
  • “ پاري ترن” ډرامه ده.
  • “ پاټري “ يعنى”خطونه”
  • “يوګا يوګا” ناول دى.
  • “شيشر کوتا” ناول دى.
  • “ماهوا “ نظمونه دي.
  • “ټيايي” ډرامه ده.
  • په ١٩٣٠ ع کال”بهانو سنهر پترا بالي” خطونه دي.
  • په ١٩٣١ ع کال”رشيرجتي” خطونه دي.
  • “بانا بانى” نظمونه دي.
  • په ١٩٣٢ع کال”پرشيش” نظمونه دي.
  • “پوناسيچا” نظمونه دي.
  • “کالرياترا” دوې ډرامې دي.
  • په ١٩٣٣ ع کال”دوى بان” ناوى دى.
  • “وسوود ياروپ” د کلکتې پوهنتون په باب.
  • “ټيشرديش” ناټک(تمثيلي ډرام) دى.
  • “چندايکا” ډرامه ده.
  • “منشيه دهرم” يوه وينا ده.
  • “بنسرى” ډرامه ده.
  • “بچتيرا” نظمونه دي.
  • په ١٩٣٤ ع کال”چارادهياى” يعني”څلور بابه” ناول دى.
  • “شس سپتک” نظمونه دي.
  • “بتهيکا” نظمونه دي.
  • “سور اوسنګتي” د موسيقۍ په باب خطونه دي.
  • په ١٩٣٦ ع کال”پاتراپوت” د نظمونو يوه مجموعه ده.
  • “نريتا نتيا چترا نګدا” له رقص اوموسيقۍ څخه ډکه ډرامه.
  • “سکشار سوانګي کرن” د تعليم په باب يوه تبصره ده.
  • “جاپاني پراس” د جاپان او فارس(ايرن) سفرنامه ده.
  • “چندا” مضمونونه دي.
  • “ساهيټړ پاټ” ادبي مضمونونه دي.
  • “پراکنتي” يوه وينا ده چې د شانټي نيکټين پخوانيو شاګردانو ته ټاګور کړې ده.
  • په ١٩٣٧ ع کال”ګهپ چارا” د ټوکو تکالو نظمونه دي.
  • “کالانتر” مضمونونه دي.
  • “شى” د کوچنيانو لپاره نکلونه دي.
  • “وسوا پورى شايا چارابى” نظمونه دي.
  • په ١٩٣٨ ع کال”پاتهى اوپاتا پرانتى” خطونه دي.
  • “سنجوتي” نظمونه دي.
  • “بنګلا بهاشاپارى چى” د بنګالي ژبې په اړه تبصره.
  • “پراهاسينى” نظمونه.
  • په ١٩٣٩ ع کال”چندا ليکا” له رقص او موسيقۍ څخه ډکه ډرامه ده.
  • “ اکاس پرادپ”نظمونه دي.
  • “سياما” له رقص او موسيقۍ څخه ډک ناټک دى.
  • “پاتهر سانچايا” خطونه دي.
  • “رابندر چنابلى”(٢٥ټوکه) تر دغه وخته پورې د رابندراناتهـ ټاګور د ټولو بنګالي تاليفونو مجموعه ده.
  • په ١٩٤٠ ع کال”تاباجاتک”نظمونه دي.
  • “سناىى” نظمونه دي.
  • “چتراليبى” د تصويرونو البم دى چې شعرونه هم پکښې سته.
  • “چهيلى بيلا”د رابندراناتهـ د کوچينوالي د زمانې حالونه دي چې ده په خپله کښلي دي.
  • “تين سنګي” نکلونه دي.
  • “روګاساجياجا” نظمونه دي.
  • په ١٩١٤ ع کال”اروګيا” نظمونه دي.
  • “جنم داين” نظمونه دي.
  • “ساجها ياترسنګت” د ارتقايي تهذيب تر عنوان لاندې يو مضمون دى.
  • “ ګلپ سالفا” د کوچنيانو لپاره نکلونه دي.

د ټاګور ځينې نور اثرونه:

  • Gardener يعنی “باغوان” دغه اثر په افغانستان کې مشهور ليکوال ښاغلي عبدالرحمن پژواک په پاړسي ژبه اړولى او اتلس کاله دمخه د پښتو ږغ مجلې له خوا خپور سوى دى، په دغه کتاب کې د ټاګور د ځوانۍ د وختو هغه غزلې راغلې دي چې عشق او مستي ځنې څڅېږي. د ګارډنر نظمونه له سونار تارى، چرا او ټاڼي څخه راټول کړه سوي دي.
  • Circle of spring( د پسرلي کړۍ)
  • Crescent moon (نوې مياشت)
  • مصورې نغمې، عشقي شعرونه دي چې د ١٨٨٣او ١٨٩٠ع کلونو ترمنځ يې کښلي دي.
  • “کابلي والا” ډرامه ده چې سعدالدين شپون په پاړسي ترجمه کړې ده.

  دا و د ټاګور د ١٦٣ بېلابېلو اثارو ليست، خو لکه څرنګه مو چې وړاندې ورته اشاره وکړه، استاد رشاد د نوموړي د اثارو دا ليست نيمګړي بولي او د هغه د بشپړو اثارو يادول او موندل به ګران کار وي.

 د اثارو پورتني فهرست کې ګڼ شمېر اثارو ته د مضمونو ټولګه ويل شوې، خو په دې اړه معلومات نه شته چې دا مضمونونه په کومه برخه کې د څه په اړه ليکل شوي دي؟ خو بل خوا ترې د ټاګور د هر اړخيز شخصيت په اړه يو کلي تصوير اخيستلى شو.

  نوموړي له شعر، ناول رانيولي، تر سياسي ويناوو، د مذهب په اړه څېړنو، نقدونو، منظومو ډرامو، ماشوم ادبياتو، ښوونې او روزنې، نڅا، موسيقي، نقاشۍ، تمثيل او …  په اړه ليکنې کړې دي.

  د ټاګور له مړينې وروسته تر ننه پورې د هغه په اړه د ليکل شوو مقالو، ځانګړو اثارو او څېړنو شمېره هم مخ پر لوړېدو ده، دده په تلين غونډو کې ګڼې داسې مقالې او څېړنې خپرېږي چې لا هم د ټاګور په اړه نا ويل شوې خبرې راسپړي، دا به ګرانه وي چې ټاګور او د هغه اثار دې په بشپړ ډول وپېژندل شي.


د ښاغلي رحماني نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *