ټاګور ته په خپل ژوند او له مرګ وروسته ډېر لقبونه او وياړونه ورکړل شوي دي چې نه يوازې د هغه خپلو هېوادوالو له زړه نه وربښلي، بلکې نړيوالو هم د يوه مستحق ليکوال او عالم په توګه د ټاګور درناوى کړى دى.
د هغه تلينونه اوس هم په هند او له هند نه بهر ګڼو هېوادونو کې نمانځل کېږي او د هغه د هر اړخيز شخصيت په اړه د بېلابېلې څېړنو ترڅنګ، مختلف نومونه او وياړونه هم ورکول کېږي. دلته به ورته يوازې اشاره وکړو.
- هندوان په خپل هېواد کې ټاګور ته د زيات عقديت له مخې هغه ته (ګورودو) وايي چې د مشر يا رهبر مانا لري.
- اروپايانو د ختيځ شکسپير نوم ورکړى، ځکه چې نوموړي د يوه شرقي مفکر او ډرامه ليکوال په توګه ګڼې ډرامې ليکلې چې له فکر، پوهې، فلسفې او حکمت نه ډکې دي.
- د هند ځينو پوهانو د ټاګور له مرګ نه وروسته هغه ته اپلاطون نوم ورکړى دى، ځکه چې په اند يې هغه د هندويزم فلسفې او لرغوني هندي کلتور ته نړيواله پېژندنه ور په برخه کړې ده.
- د هند ځينې پوهانو او ټاګور پېژندونکو ( د هند ژوندى معنوي ميراث يا هويت) نوم ورکړى دى او دليل يې دادى چې نوموړى له هېڅ کوم هنر او فن سره تعصبي چلند نه دى کړى، ټول يې پاللي او په ټولو کې يې ګټور او اوچت اثار په ميراث پرېښې دي.
- لومړى اسيايي نوبل ګټونکى: دا هم د ټاګور ځانګړى مقام دى، ځکه چې تر دې وړاندې کوم بل اسيايي ليکوال او فکر د نوبل د ادبياتو جايزه نه ده خپله کړې او لومړى کس دى و چې په ١٩١٣ کال کې يې د (ګيتانجلي) ته د نوبل نړيواله جايزه ورکړل شوه.
- د بنګالي ژبې مسيحا: د بنګالي ژبې او ادب ماهرين ورته دا نوم اخيستى، ځکه چې بنګالي ژبه د انګريزانو د يرغل په سبب پيکه شوه په ځانګړي ډول ( له اتلسمې مېلادي پېړۍ را په دېخوا) د انګريزي تعليم او تسلط په سبب د ځنکدن په حال کې وه، د ټاګور کورنۍ، خو په ځانګړي ډول ټاګور ورته کار وکړ او دا ژبه يې بېرته را ژوندۍ کړه.
- په هند کې د عصري تعليم بنسټګر: ټاګور په هند کې دوديز ښوونيز بنسټونه مات کړل، د شانټي نيکټن(امنځى) او ويشوا بهارتي پوهنتون د بڼسټ په اېښودلو سره يې د معاصرو علومو د تدريس چارې ګړندۍ کړې چې دا کار تر ده وړاندې چانه و کړى .
- انګريزانو په ١٩١٥ زېږديز کال کې د (Sir) ياني ښاغلي لقب ورکړ چې په يوه مفتوحه هېواد کې له انګريزانو د يوه داسې کار تمه ګرانه وه، خو کله چې انګرايز په ١٩١٩ کال کې بې ګناه هنديان په ډزو ووژل، نو دا لقب يې د ځان لپاره پېغور وباله و ور مسترد يې کړ.
- په ١٩١٣ کال کې له نوبل ګتلو وروسته د کلکتې پوهنتون د ادبياتو څانګې پرېکړه وکړه چې نوموړي ته په ادبياتو کې د افتخاري دوکتورا سند( PhD)ورکړي چې دا پرېکړه تصويب شوه او ټاګور ته يې دا سند ورکړ.
- ١٩٤٠ کال کې د برېتانيا د اکسفورډ پوهنتون پرېکړه وکړه چې په ادبياتو کې د ټاګور د خدمتونو د ستاينې لپاره هغه ته د ادبياتو افتخاري دوکتورا ورکړي چې دا سند هم ټاګور په خپل ژوند تر لاسه کړ. ددې ترڅنګ ټاګور د هندي موسيقي د پالنې په برخه کې هم د موزيک دوکتورا ورکړل شوې ده.
- سترساتونکى : ټاګور ته د ستر ساتونکي لقب د هندي د ازادۍ ملي اتل او د عدم تشدد مبارزې مخکښ مهاتما ګاندي له دې امله ورکړى چې نوموړي د هند لرغونى تاريخ په نوې بڼه را ژوند کړ او د خپلو اثارو له لارې يې ترې ساتنه وکړه.
- مقدس ارمان: دا لقب د هند د پوهنې يوه وزير پخواني پوهاند همايون کبير له دې امله ورکړى چې ټاګور په خپلو اثارو او فکري مبارزه کې د هند د ټولو خلکو ارمان د خپل ارمان په توګه غوره کړ، يا په بل عبارت خپل يې وګڼلو. نوموړي ددې ترڅنګ ټاګور ته د هندي ټولنې د “اسماني پيغمبر ” نوم هم ورکړى دى.
- د هند پخواني لومړي وزير او عالم جواهر لال نهرو د (محترم روح) او ( روحاني مشر) لقبونه ورکړي دي.
- د هندوستان ملي شاعر : سره ددې چې په هند کې له ټاګور وروسته ګڼ او ستر شاعران تېر شوي، خو نوموړي ته د هند د ملي شاعر لقب ورکړل شوى دى.
- د هند او بنګله ديش د ملي سرودونو شاعر: هندوستان او بنګله ديش هېوادونو د اوسنيو ملي سرودونو شعرونه د ټاګور له شاعرۍ غوره شوي دي.
- د سولې سفير: ټاګور ايران ته د دوو سفرونو او ليدنو کتنو په ترڅ کې د ايراني اديبانو او فرهنګيالانو لخوا دا لقب خپل کړى دى او دليل يې دا راوړى چې نوموړي د هند او ايران دواړه ملتونه چې ګډې فرهنګي رېښې لري، سره نږدې کړي دي.
- ستر عالم (دانشمند بزرگ): نوموړي ته دا لقب ايراني فارسي پوهنغونډ( دايره المعارف) او دهخدا ډکشنرۍ(سيند) ورکړى دى. په ايران کې ددې ترڅنګ د (ايزدافتاب) او ژور يا دقيق څېړونکي نومونه هم ورکړي دي. ملک الشعرا بهار يې په ستاينه کې قصيده ليکلې ده.
دا هغه لقبونه او نومونه دي چې د ټاګور په اړه ليکل شوو اثارو کې تر ې يادونه شوې ده، دا چې نوموړى د خپلو اثارو د ژباړو له لارې په ټوله نړۍ کې خور دى، نو شايد چې په شخصي ډول د هغه ګڼو لوستونکو هم ګن لقبونه او نومونه ورکړي وي چې دلته يې راوړل اړين نه بولم.
د هندوستان حکومت هم د ټاګور له مړينې وروسته د ټاګور په نوم او فکر ځينې ټولنيز او فرهنګي مرکزونه جوړ کړي چې هم د ټاګور په اړه څېړنې کوي او هم د هغه د فکر خپرولو او ټاګور پېژندنې لپاره کار کوي. ددې ترڅنګ يې د هغه په نامه محلونه او بنسټونه هم نومولي دي، خو په نني هند کې د ټاګور تر ټولو ستر يادګارونه شانټي نېکټن او د هغه پوهنتون( ويشوا بهارتى ) دي. ددې تر څنګ په هند کې د ټاګور هوز په نامه هم ځينې مرکزونه او ودانۍ شته دي.