تاند، یکشنبه، د سنبلې ۱۰مه: کابل کې د ټرانسپورت وزارت وزیر یما یاري نن په یوه خبرې ناسته کې خبریالانو ته د پروژو د مدیریت په تړاو د نوي معلوماتي سیستم د پرانیستلو په اړه معلومات ورکړل.

دغه سیستم چې له تیرو دوه کلونو راهیسې پرې ځینو ځوانانو د ټرانسپورت وزارت په ملاتړ کار کړی، نن رسماً پرانیستل شو.

د ټرانسپورت وزارت وزیر یما یاري له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د دغه سیستم په پرانیستې سره به د وزارت ډیری ستونزې حل او هلته به د شته ستونزو مخنیوی وکړي.

دغه سیستم چې تر ډیره له نوې ټیکنالوجۍ جوړ دی د پروژو په ژر پرانسته، د تخنیکي ستونزو په مخنیوي او ددې پروژو په ډیزاین او بیرته څار کې مرسته کوي.

د ښاغلي یاري په خبره چې دغه سیستم ولس ته واک ورکوي چې د یاد وزارت له کارونو خبر او حساب غوښتنه وکړي.

دغه سیستم به وکولائ شې د وزارت دوسیي ډیټابیس ته واچوي او د هغې ښه ساتنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *