تاند، چهار شنبه، د جدي ۲۵مه: د بریښنا وزارت له سرپرست محمد ګل خلمي وروسته د ټرانسپورټ وزارت سرپرست یما یاري هم په کور کېناست.

یما یاري په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، د خپلو شخصي ستونزو او عذر له مخې نه شي کولی نوره دنده مخته یوسي او له همدې کبله یې ولسمشر ته استعفا وړاندې کړې ده.

ښاغلی یاري تر دې وړاندې د ټولګټو وزیر و خو دغه وزارت څه موده وړاندې د ولسمشر د حکم له مخې له ترانسپورټ وزارت سره مدغم شو او ولسمشر یې ښاغلي یاري ته د سرپرستۍ چارې وسپارلې.

تر ده وړاندې د افغانستان د بریښنا وزارت سرپرست محمد ګل خلمي هم د شخصي ستونزو او ناروغۍ له کبله استعفا ورکړې وه، چې ولسمشر منظوره کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *