نن سهار ټرمپ د افغانستان په اړه خپله تګلاره روښانه کړه. په دې تګلاره کې ماته مهم ټکي دا وو: نوموړي تاکید وکړ، چې امریکا به نور د افغانانو په داخلي چارو کې لاس وهنې نه کوي، او دوی ته به دا نه ښيي چې څنګه ژوند وکړي، بلکه تروریستان به وژني او طالبان به نه پریږدي، چې واک ته ورسیږي. دا زما په نطر د نوموړي د پخوانیو ځایناستو په پرتله، چې افغانستان په ټاکنیزو او ګڼو نورو داخلي مسایلو کې به یې ګوتې وهلې د افغانانو لپاره یو ښه خبر دی. د ملي وحدت حکومت جوړښت د امریکا د مداخلو یوه ښکاره بېلګه ده. بل مهم ټکی دا و، چې هغه هیله وښوده، چې افغانان به بالاخره سولې ته ورسیږي، چې دا د افغان حکومت او طالبانو لپاره د ګډ کار د یوه ښه فرصت په توګه یادولای شو. اما څه چې دولت او طالب ته په کار دي، دا دي چې دا وسنجوي، چې څنګه له دې فرصتونو د افغانستان په ګټه کار اخیستلای شي.
طالبانو ته باید وویل شي، چې هغوی به نور خواخوږي هم پیدا کړي، چې دوی ته به پیسې، اکمالات او نور خوندي ځایونه برابر کړي. روسیه، پاکستان، ایران او د سیمې نور هیوادونه به د طالبانو په ملاتړ او د امریکا د نوې سټراټيژۍ د ناکامولو لپاره هېڅ ونه سپموي. خو دا ملاتړ له طالب څخه د تشناب کاغذ له استفادې سره ورته دی، پردې چې د مثال په توګه د مجاهدینو له بري وروسته، مجاهدین د پاکستان، ایران او نورو له خوا پرېنښودل شول، چې نظام جوړ او واک وچلوي، او هېواد اړودوړ پلو ته لاړ نو طالبان باید دا خوب له سره وباسي، چې ګواکې دوی به آرام واک ته پریږدي. د ایران ملاتړ له طالبانو چې پخوانی دښمن او اوسنی دوست یې دی، هېڅ د وړاندوینې وړ نه دی. د ایران ملاتړ په سیمه کې د شیعهسالارۍ پر محور ولاړ دی، نو د دې هم هېڅ امکان نشته، چې هماغه ایران چې طالب ته اوس خونديځایونه او پوځي مرستې ورکوي، سبا به ځايي شیعه ملیشې د دوی پر خلاف په لیکه کې ودروي، چې دوی به پرې ټوټې کړي، لکه څنګه چې په سوریه کې له افغان شیعهګانو کار واخیسته. روس لا هم افغانستان دننه د طالب په پرتله خپل پخواني یاران لري، چې څنګه پر دوی د امریکا پیسې ودرېدې د روس په صف کې به ودریږي، او طالب به په تش میدان پاتې وي، څرګندې نمونې یې ډېرې دي.
نو؛ مخ پر ځوړ اقتصاد او د آسیا په کچه لومړنۍ غریب هېواد افغانستان لپاره لازمه ده، چې د امریکا په شان یو چا سره دوست او ګټه ترې واخلي. د چین په شمول لا هم د نړۍ نور ځواکمن هېوادونه د امریکا ټکنالوجۍ ته اړتیا لري، او په زرګونو محصلین او علمي مختصصین یې له دې هېواده فارغ دي. د افغانستان لپاره هېڅ شرم نه دی، چې دا کار وکړي، لکه څنګه چې پاکستان بنسټونه او پایښت د امریکا پر بېحسابه پیسو جوړ شوی، ولې افغانستان نه؟ که طالب چین او روس ته ګوري، چې ماسره به مرسته وکړي، او اقتصادي ملاتړ به مې وکړي، لومړی خو دې طالب دا مطالعه کړي، چې چین له هر هېواد سره مرستې بیه ګرانه ده، چې د یوه چیني یوان په درکولو د دوه یوانو بېرته ترلاسه کولو په لټه کې دی، ښکاره نمونې یې په افریقايي او جنوبي آسیا ځینو هېوادونو کې د چین پانګونې دي.
طالب که ریښتیا د افغانستان لپاره کار کوي، نو باید له اوسني ځواکمن موقعیت سره له امریکا سره خبرې پیل او په حکومت کې شریک یا د ټاکنو له لارې نظام ته داخل شي، البته که ریښتیا هم پر خپل ملاتړ او خلکو باور لري. دا به د پاکستان، ایران، روس، چین او… نورو د ګټو په پار وژل کېدونکو افغانانو چې د طالب په لیکو کې جنګیږي مخه ونیسي.
خو دا انتخاب آسانه هم نه دی. دواړو دولت او طالب باید خپل اصلي موقعیت وپيژني، نه دولت دومره قوي دی چې بېغیر د امریکا او متحدینو له ملاتړه دوام وکړي، نه طالب دومره قوي دی، چې د پاکستان، ایران، روس… له ملاتړه پرته حکومت ونیسي. بشپړ د خپل واک حکومت هېڅوک هم نشي جوړولای نه دې نور خلک پردې شعارونو غولوي، یا به د روس، یا چین، امریکا، ایران، پاکستان، سعودي او نورو پر جیب چلیږي، موږ د دې انتخاب حق لرو، چې د کوم زورور ملګري وکړو، خو دا چانس هم له لاسه ورکولای شو. دواړه دولت او طالب یا یو ځای شئ یا یو پر بل غالب شئ، خو د دې غمیزې اوږدول نور هېواد پارچه پارچه کوي، چې هیچا ته به هېڅ ونه رسیږي.
ښاغلی بهیر د ایران د تهران پوهنتون د دوکتورا دورې محصل دی.