تاند، پنجشنبه،د میزان ۱۱مه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د کډوالو د قبولۍ په پروګرام کې به د سږ کال تر پایه د پام وړ کموالی راولي او سوکه سوکه به دا پروګرام له منځه یوسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، راتلونکو ۱۲ میاشتو کې به د ۱۸ زره کډوالو په نیمايي شمېر باندې غور وکړي چې د پناه غوښتنه یې ومني که نه؟

د ټرمپ اداره همدا راز هڅه کوي چې هغو زرګونه افغانانو او عراقیانو ته هم د ویزې په ورکړه کې محدودیتونه وضع کړي چې په تېرو کلونو کې یې له امریکا سره په خپلو هېوادونو کې کار کړی دی.

د امریکا د کډوالو د قبلولو محکمه وايي، دا مهال ۱۴ زره افغانان او عراقیان چې له امریکایانو سره یې کار کړی دی، د امریکا د دایمي ویزې اخیستلو ته منتظر دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله تېر ۲۰۱۸ کال کې له دې منځه یوازې ۱۶۴۹ افغانانو د امریکا دایمي قبولي او ایس آی وي ویزا ترلاسه کړې ده، خو د عراقیانو په اړه چې سل زره کسانو یې له امریکایانو سره کار کړی دی، وضعیت خورا د اندېښنې وړ ښودل کېږي.

د امریکا د ملي امنیت د مشاور سټیفن میلر په وخت کې تېر ۲۰۱۸ کال کې یوازې ۵۱ عراقیان په امریکا کې د اوسېدو لپاره منل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ اداره هڅه کوي پر خپل هیواد د مهاجرتونو سیلاب بند کړي ځکه نوموړی فکر کوي چې دغه کار د امریکا اقتصاد ته ضربه رسولې ده، خو د امریکا د کانګرس ځینې سیاستوال له ټرمپ سره په دې مخالفت کوي چې کومو هیوادونو کې له امریکایانو سره خلکو کار کړی دی او د سر له خطر سره مخ دي، پر هغوی ولې بندیزونه لګول کېږي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *