تاند- د مغتبرو لوېدیځو ورځپاڼو د راپورونو له مخې، د ولسمشر ټرمپ ادارې خپلو جګپوړو دیپلوماتانو ته ویلي چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو هڅه وکړي.
د امریکا حکومت په وروستیو دوو میاشتو کې طالبانو ته د درې اړخیزو خبرو وړاندیز وکړ خو طالبان حاضر نه شول.
تر دې پخوا د امریکا حکومت له طالبانو څخه پر له پسې غوښتل چې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي خو طالبانو ټینګار کاوه چې یوازې له امریکایانو سره ږغېږي.
تېره میاشت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وویل چې امریکا حاضره ده چې د افغانستان د حکومت او طالبانو په خبرو کې ګډون وکړي.
نیویارزک ټایمز او سیډني مارنینګ هیرالډ (The Sydney Morning Herald) ورځپاڼو نن /دوشنبه/ په یوه راپور کې د امریکا په ستراتنیژۍ کې وروستی بدلون د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه بله هڅه بللې ده.
ورځپاڼه وايي چې د امریکا په پالیسي کې بدلون څو تنو امریکايي او افغان چارواکو تایید کړی دی.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي چې تراوسه پورې د خبرو د پیلېدو لپاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې خو د سپینې ماڼۍ له لوري پر مخامخ خبرو ټینګار ښيي چې امریکا غواړي د افغانستان ولاړ حالت ژر پای ته ورسېږي.
د ورځپاڼې د راپور پر اساس، په وروستیو څو اوونیو کې څو تنه امریکايي دیپلوماتان پاکستان او افغانستان ته لاړل چې د امریکا او طالبانو د مخامخ خبرو لپاره زمینه برابره کړي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره اوونۍ کابل ته سفر وکړ او د متحدو ایالتونو جګپوړې دیپلوماتې الیس ویلز څو ورځې په سیمه کې تېرې کړې او د افغانستان او پاکستان له مهمو او رول لرونکو کسانو سره یې ولیدل.
د ورځپاڼې له مخې، د دغو خبرو ځانګړی تمرکز په دې و چې د افغانستان مشرانو ته ډاډ ورکړل شي چې د دغو خبرو معنا دا نه ده چې له طالبانو سره خبرې دوی ته شا اړول دي، بلکې د دې هدف دا دی چې کنګل مات شي او د سولې لار هواره شي.
د امریکايي او استرالیايي ورځپاڼو پر اساس، د اوباما د حکومت په مهال د افغانستان پخواني حکومت اجازه نه ورکوله چې امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي او له همدې کبله د سولې هلوځلو نتیجه ورنه کړه.
تراوسه پورې نه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او نه هم طالبانو د مخامخ خبرو د احتمال په اړه څه ویلي دي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ظاهراً د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو مخالف نه دی خو د ده په حکومت کې یو شمېر مشران له دې نظر سره موافق نه دي.
ښاغلي غني تېره میاشت په یوه خبري غونډه کې وویل چې د سولې پروسه به پېچلې وي او «راز راز نظرونه او وړاندیزونه مطرح شوي څو کنګل مات شي او خبرې پیل شي.»
ورځپاڼه زیاتوي، اوس ګڼ شمېر افغانان او امریکایان فکر کوي چې د جګړې د پای ته رسېدو یوازینۍ لار دا ده چې امریکا مخامخ خبرې وکړي.