کانګریس
په مخکنيو بحثونو کې مو د ټرمپ د استيضاح په هکله څو خبرې درلودلې.
د استيضاح لړۍ د سيپټيمبر په ۲۴ نېټه پيل شوه.چې پدي يوه مياشت کې د ديموکرات ګوند غړو اسناد او شواهد راټول کړل. او مقدماتي څېړنې يي د شاهدانو او په موضوع پوري تړلو او باخبرو کسانو سره ترسره کړلې
دننه په استازو جرګه کې يي د ديموکرات او جمهوري غوښتونکو ګوندونو د استازو سره افهام او تفهيم وکړ، ترڅو په يوه واحد نظر د استيضاح پلوې وکړي.
دامريکا په تاريخ کې دا څلورم جمهور رئيس دی چې استيضاح کيږي.
لومړی جمهور رئيس ايندرو جان سن په ۱۸۶۸ کال،دوهم جمهوررئيس بيل کلينټن په ۱۹۹۸ کال، در يم جمهور رئيس ريچارد نيکسن، او دادئ څلورم جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ دی چې استيضاح کيږي.
د اکتوبر مياشتې په ۳۱ نېټه د استازو خونې (اولسي جرګې) په (۲۳۲) رايو پرېکړه وکړه چې جمهور رئيس ټرمپ د استيضاح شي. له دې ډلې نه يو مستقل استازی وو او پاتي (۱۳۱) ديموکراتان وو.
او(۱۹۶)استازو مخالفه رايه ورکړه.دا ټول د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي وو، يوازي دوه استازي د ديموکرات ګوند غړي وو.
يو ديموکرات او دري جمهوري غوښتونکو استازو رايه ورنکړه.
اوس نو د جمهور رئيس ټرمپ استيضاح په رسمي توګه پيل شوه.
د استازو خونې کميټې به په مختلفو برخو کې خپل نحقيقات پيل کړي.په پايله کې به خپلې موندنې و مشرانو جرګې ته ولېږې.
مشرانو جرګه به پرېکړه کوې چې جمهور رئيس ټرمپ ملامت او پړ دی که نه.
که نوموړی پړ وبلل شو نو هغه وخت به له دندې ګوښه شي. د يادونې وړ ده چې په مشرانو جرګه کې جمهوري غوښتونکی ګوند اکثريت لري. د دې امکان شته چې دا جرګه ټرمپ پړ ونه ګڼي بلکې هغه ته برأت ورکړي. لکه چې مو وليدل د استازو جرګه کې ټولو جمهوري غوښتونکو استازو د ټرمپ په پلوي رايه ورکړه.
داسي څرګنديږي چې د استيضاح موضوع ګوندي بڼه غوره کړيده ياني چې ديموکراتانو د ترمپ د استيضاح او پړ بللو پسي ملا تړلې ده ترڅو له دندې يي ګوښه کړي. له بلې خوا جمهوري غوښتونکي د ترمپ  په ملاتړ کلک ولاړ دي.
اوس به نو په ديموکراتانو پوري اړه ولري چې د يو ښه غښتلي کيس په وړاندي کولو سره څومره د استازو او خلکو قناعت او ملاتړ ترلاسه کولی شي، ترڅو ټرمپ محکوم په ناوړه کړنو کړي.
د ټرمپ ناوړه کړنې مو په مخکنيو ليکنو کې په ګوته کړې دې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *