تاند: د ډونالډ ټرمپ تر ټولو باوري مامورې او د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سینډرز له خپلې دندې استعفی ورکړه.
ټرمپ د میرمن سینډرز د استعفی پخلی کړی او ویلي یې دي سارا یوه تېزه او مخلصه ویانده وه چې خپله دنده یې په ښه توګه اجرا کړه خو اوس به اغلې سینډرز د جون د میاشتې تر پایه خپل پلرني ایالت کینساس ته ځي.
سارا سینډرز هم په غریو نیولي غږ رسنیو ته وویل، غواړي خپلې کورنۍ سره وخت تېر کړي.
ټرمپ لا تر اوسه د سارا سینډرز ځای ناستی نه دی ټاکلی خو د مخه ښې پر مهال یې د نوموړې زیات صفتونه وکړل.
سارا سینډرز ۲۰۱۷ کال کې سپینې ماڼۍ ته د شان سپایسر په ځای راغله او تر دې وړاندې د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیاله وه.
سارا د ټرمپ د کمپاینونو پر مهال د هغه بیان له کبله زیاته مشهوره شوه چې ویلي یې وو، خدای غواړي چې ټرمپ واکمن شي.
نوموړې د ټرمپ تر ټولو وفاداره ملګرې بلل کېده.