تاند- د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر پرون /شنبه/ په ارګ کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې د دونالډ ټرمپ د حکومت په دوره کې د افغانستان او امریکا د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
ټامس شنن او ورسره ملګري پلاوي په داسي حال کې له ولسمشر غني سره ولیدل چې اجرايي رييس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د مالیې وزیر اکلیل حکیمي حاضر ول.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د امریکا مرستیال وزیر له تروریزم سره په مبارزه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سرشیندنې او د افغانستان په حکومت کې اصلاحات وستایل.
ولسمشر غني ښاغلي شنن ته وویل چې افغانستان به وروسته له دې چې ډونالډ ترمپ رسماً واک ترلاسه کړي له امریکا سره د خپل یوه اصلي نړیوال شریک په توګه دوستانه اړیکې نورې هم وغوړوي.
ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین او راوروسته د افغانستان په اړه ډېر څه نه دي ویلي خو داسي ښکاري چې نوموړی هم د نورو امریکایانو په شان د تروریزم د مخنیوي لپاره د افغانستان ثبات مهم ګڼي.
له دې جلا د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي هم ولیدل.
ښاغلي کرزي وویل چې د اوباما له حکومت سره د افغانستان اړیکې خورا په لوړه کچه وې او باور لري چې د امریکا له نوي حکومت سره به هم د افغانستان اړیکې په لوړه سطحه وي.
ټاکل شوې ده چې ډونالډ ټرمپ د روانې جنورۍ په شلمه نېټه رسماً د سپینې ماڼۍ واګې په لاس کې واخلي.