تاند- د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلانېدو سره په افغانستان کې مېشتو امریکايي پوځیانو هوايي عملیات په سلو کې ۵۰ زیات کړي دي.
د نیوزویک د راپور له مخې، د ولسمشر ټرمپ له لوري د نوې ستراتیژۍ له اعلانېدو وروسته یوازې په سپټمبر میاشت کې د امریکا هوايي ځواک پر طالبانو او داعش ۷۵۱ حملې کړي دي.
دا په وروستیو ۷ کلونو کې د امریکا د هوايي ځواکونو له لوري په یوه میاشت کې تر ټولو زیاتې حملې دي.
نیوزویک د امریکا د هوايي ځواک د قوماندې د مرکز د شمېرنو له مخې وايي، په سپټمبر میاشت کې د ورتېر اګست په پرتله هوايي بریدونه په سلو کې ۵۰ زیات شوي او قوماندانان د بریدونو زیاتېدا له نوې ستراتیژۍ سره تړي چې د امریکايي پوځیانو محدودیتونه یې کم کړي او هغوی ته یې د تهاجمي حالت د غوره کولو اجازه ورکړې ده.
له ۲۰۱۰ کال را په دې خوا په یوه میاشت کې تر ټولو زیات غورځول شوي بمونه د ۲۰۱۲ کال په اګست کې ول چې شمېر یې ۵۸۹ و. له هغې نېټې راوروسته په هیڅ میاشت کې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د تېر سپټمبر هومره بمونه نه دي غورځولي.
پر دې سربېره په وروستیو کې امریکا د بګرام هوايي اډې ته ۶ ایف-۱۶ جنګي الوتکې لېږلي او د بي -۵۲ ماموریتونه یې زیات کړي دي.
د امریکايي ځواکونو د هوايي حملو له زیاتېدو سره وسله والو طالبانو په یو شمېر سیمو کې د شپې په مخه د موبایل ټېلفون شبکو د فعالیت مخه نیولې ده.
د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په یوه مرکه کې وویل چې د طالبانو مشر ملا هیبة الله په وروستیو کې د هلمند په موسي کلا ولسوالي کې د ۱۵ ولایتونو له پوځي مسوولانو سره په کتنه کې هغوی ته امر وکړ چې د هوايي بریدونو د ډېرېدو په وړاندې جنګي تاکتیکونه بدل کړي.