تاند- د تروریزم پر ضد په جګړه کې د نه همکارۍ په خاطر د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له سر په سر نیوکو وروسته پاکستان نن وویل چې د القاعده شبکې د براعظمګي مشر یې نیولی دی.
ډان نیوز تلویزیون نن /سې شنبه/ د پاکستاني چارواکو په قول ادعا وکړه چې د براعظمګي (هند او پاکستان) لپاره د القاعده شبکې مشر عمر جلال په کراچۍ کې نیول شوی دی.
ډان نیوز، د یوه امنیتي چارواکي په قول، چې د دې تلویزیون په وینا هغه نه غوښتل نوم یې څرګند شي، وویل«دا مشهور ترهګر د کراچۍ په ګلشن اقبال سیمه کې په یو لړ عملیاتو کې نیول شوی دی.»
دغه چارواکي همداراز ویلي، عمر جلال د یوې بلې تروریستي حملې پلان جوړاوه چې ونیول شو.
پر عمر جلال تور دی چې په ۲۰۱۵ م کال یې پر شیعه ګانو حمله کړې وه چې په نتیجه کې یې ۴۷ تنه ووژل شول.
دا له څو کلونو وروسته لومړی وار دی چې پاکستان د القاعده شبکې د یوه مشر د نیولو ادعا کوي.
ټرمپ: بن لادن ته پناه او افغانستان ښه مثالونه دي
پاکستان د القاعده شبکې د دغه مشر د نیولو ادعا یوه ورځ وروسته له دې وکړه چې ولسمشر ټرمپ په ټویټري پیغامونو کې پاکستان د القاعده مشر اسامه بن لادن ته په پناه ورکولو تورن کړ.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:
«موږ باید تر دې ډېر پخوا اسامه بن لادن نیولی وای. ما دې مسلې ته پر نړیوال سوداګري مرکز تر حملې مخکې په خپل کتاب کې هم اشاره کړې ده. موږ پاکستان ته ملیاردونه ډالر ورکړل خو دوی راته نه ویل چې بن لادن یې په خاوره کې اوسي…»
ټرمپ تر دې یوه ورځ وړاندې د سې شنبې په ورځ له فکس نیوز تلویزیون سره په مرکه کې هم دې ته ورته څرګندونې وکړې، ویې ویل «موږ پاکستان ته، چې بن لادن پکې اوسېده، د کال ۱۳ سوه ملیون ډالر ورکول، موږ د پاکستان ملاتړ کاوه، موږ دوی ته هر کال ۱ ملیارد او ۳ سوه ملیون ډالر ورکول خو نور یې نه ورکوو، ما دا پیسې په پاکستان د دې لپاره بندې کړې چې دوی زموږ لپاره هیڅ هم نه کول.»
په اوسني وخت کې، چې د افغانستنان د سولې بهیر ته هیلې غوړېدلي دي، پر پاکستان د ښاغلي ترمپ نیوکو ځینې افغانان اندېښمن کړي او وايي چې ممکن دا ډول خبرې پاکستان وپاروي او د سولې پیل کړې پروسه سبوتاژ کړي.
ولسمشر ټرمپ په خپل تازه ټویټ کې ویلي«موږ نور پاکستان ته ملیاردونه ډالر نه ورکوو ځکه چې دوی له موږ پیسې اخلي خو په مقابل کې یې هیڅ نه کوي، بن لادن یې یو ښه مثال دی، افغانستان بله بېلګه ده. دوی (پاکستان) یو له هغو ګڼو هیوادونو څخه دي چې له امریکا پیسې اخلي خو په وړاندې یې امریکا ته څه نه ورکوي. نور بس ده.»