امرالله صالح

لښته څرک      

امرالله صالح پر ټولنیزه رسنۍ په خپله وروستۍ ليکنه کې هڅه کړې ده چې له ترهګرو سره د پاکستان د مرستو پر وړاندي د افغان حکومت، په امریکا کې د افغان سفارت او د افغان چارواکو د هلو ځلو نتيجه په شمال اييتلاف او پنجشېر پوري وتړي.

دا روښانه خبره ده چې د ولسمشر غني د هلو ځلو په نتيجه کې امریکايان اوس پاکستان ته مخ ور اړوي او د ترهګرو پر ضد د مبارزې اړوند ترې حساب غواړي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټويټر پاکستان یو دروغجن او تېرايستونکی هيواد بللی دی. د دې پر ځای چې په داسي يوه وخت کې د يوه افغان په توګه له ولسمشر غني ملاتړ وکړي، امرالله صالح پر خپله فیسبوک پاڼه په انګلیسي ژبه پاکستان مخاطب کړی او لیکلي يې دي:

“…..ټرمپ خو د شمالي ايیتلاف غړی هم نه دی، نه د ملي امنيت اجنټ دی او نه هم پنجشيری دی، نه يې د افغانستان له ملي اتل احمد شاه مسعود سره خپلوي شته. احمد شاه مسعود هغه کس دی چې په کمو امکاناتو او تشو لاسو يې له تا سره په جګړه کې شهرت وموند…… آن ټرمپ تا زموږ په ټکو مخاطبوي….”

د ښاغلي صالح ځواب پخپله احمد ضیا مسعود څو کاله مخکې کړی وو. هغه نه يوازي دا چې ووايي د شمال اييتلاف له پاکستان سره ستونزه نه لري، دا هم ويلي وو چې ګواکي شمال هيڅ د افغانستان برخه نه ګڼي.

له پاکستاني خبريال سلیم صافي سره د خبرو پر مهال په يوه مرکه کې احمد ضیا مسعود ویلي وو چې د افغانستان د شمال خلک له پاکستان سره پوله نه لري نو ولې به له پاکستان سره ستونزه لري؟

په دې کلیپ کې د سلیم صافي او احمد ضيا مسعود د خبرو يوه لنډه برخه:

Pakistani interviewer, Saleem Safi: For the past ten years, there has been this impression that North’s leadership has been a hurdle in cooperation and seeking closer ties with Pakistan. Or leadership of North is blamed for any kind of anti-Pakistan activities here [Afghanistan]. How true is this perception?

Ahmad Zia Massoud: No this is not right. We don’t have any problem with Pakistan. The Northern people, they are far away from Pakistan. We don’t have any shared border or something like that. Why we should have some problem with Pakistan? There is no logic in having any kind of problem with Pakistan. There is no doubt that at the time of Taliban, when Taliban were supported by some fundamentalist group from Pakistani groups, you know. [Inaudible].. The Northern people have a very bad impression of that time. But now the situation has already been changed. We don’t want that Pakistan government or Pakistani people or some political group support a kind of fundamentalist or terrorist group that group come to Afghanistan and damage all the life of the people. We like to have good cooperation, good relationship with our Pakistani brothers. Yeah, we don’t have any problem or any particular issue with our Pakistani brothers. This is all propaganda.

سليم صافی: له تيرو لسو کلونو راهیسي داسي ګڼل کیږي چې ګواکي له پاکستان سره د همکارۍ او ښو اړیکو پر وړاندي د شمال مشرتابه خنډ جوړ کړی دی. یا په افغانستان کې په هر ډول پاکستان ضد فعالیتونو باندي د شمال مشرتابه تورن شوی. دا خبرې څومره ريښتیا دي؟

احمد ضيا مسعود: “نه دا ريښتيا خبره نه ده. موږ له پاکستان سره هيڅ ډول ستونزه نه لرو. د شمال خلک له پاکستان څخه لیري پراته دي. موږ له پاکستان سره ګډه پوله یا بل داسي څه نه لرو. ولې به له پاکستان سره ستونزه لرو؟ دا خبره منطق نه لري چې موږ به له پاکستان سره ستونزه لرو. په دې کې هيڅ شک نشته چې د طالبانو په وخت کې، کله چې له پاکستاني ډلو څخه کومې سخت دريځې ډلې د طالبانو ملاتړ کاوه، د شمال خلک له هغه وخته بدې خاطرې لري. خو اوس وضعیت بدل شوی دی. موږ نه غواړو د پاکستان حکومت، پاکستاني خلک يا کومه سياسي ډله دې په افغانستان کې د کومې سخت دريځې یا ترهګرې ډلې ملاتړ وکړي او د خلکو ژوند ته زیان ورسوي. موږ له خپلو پاکستاني وروڼو سره ښې اړيکې او همکاري غواړو. هو، موږ له پاکستاني وروڼو سره هيڅ ډول ستونزه نه لرو. دا ټول پروپاګند دی.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *