تاند، دوشنبه، د قوس ۱۱مه: افغانستان ته د ډونالډ ټرمپ ناڅاپي سفر په امریکا کې یو لړ غبرګونونه راپارولي او فکر کېږي چې نوموړي دا کار له خپلې استیضاح څخه د سیاسي کړیو د پام اړولو لپاره دا کار کړی دی.

د فاکس نیوز یو تحلیلګر جان ویلیمز د شکرګزارۍ د مراسمو په بهانه افغانستان ته د ډونالډ ټرمپ سفر نمایشي او له استیضاح د سیاستوالو د پام اړوونکی بللی دی.

ښاغلی ویلیامز چې تل یې د ټرمپ په پالېسیو نیوکه کړې ده وايي، ټرمپ په خپله واکمنۍ کې تېر کاله پور هیڅکله جنګي سیمو ته نه دی تللی او افغانستان ته په لومړي ځل ولاړ، مګر لازم چمتووالی یې نه درلود: (( ټرمپ هغه هیواد ته په لومړي ځل ولاړ چې زموږ ۲۰۰۰ سرتېري په کې وژل شوي، هغه د اوربند خبره وکړه مګر پوځي مشران یې ووايي چې موږ له طالبانو سره د اوربند په اړه په  هیڅ شي نه یوو خبر، همدا راز طالبان هم وايي چې موږ د اوربند په اړه هیڅ نه یوو خبر.))

یو بل سیاستوال کریس والاس بیا وایي، ټرمپ په لومړی کې ټول حیران کړل چې ایا رښتیا هم نوموړی د خپلو ځواکونو د تشویق او هڅونې لپاره افغانستان ته تللی دی؟ : (( ما خپله داسې فکر وکړ چې هر څه سیاسي دي او له استیضاح څخه د خلکو د پام اړولو لپاره ترسره شوي دي.))

 دا په داسې حا ل کې ده چې په امریکا کې د ټرمپ مخالفو سیاستوالو د ښاغلي ټرمپ د بې واکه کولو او کانګرس ته د استیضاح کېدلو هڅې چټکې کړې دي او ورځ تر بلې پر ولسمشر ټرمپ د یو لړ تېروتنو ګواهۍ هم زیاتېږي.

خو بل لوري ټرمپ هڅه کوي چې په ځینو کارونو سره خلکو ته ښکاره کړي چې کړې وعدې یې پوره کړې دي او بل ځل لپاره د امریکا د واک ترلاسه کولو لپاره چمتو دی.

One thought on “د ټرمپ مخالفانو افغانستان ته د هغه سفر نمایشي او غولوونکی بللی دی”
  1. امکان د ولری چی تر یو حده پوری د کانګریس غړی پخپله پریکړه او پالیسی کی کامیاب دی او زیاتره خلک د امریکا په اوسنی ولسمشر باندی شکمن دی چی کچیری دا ډول کړنی چی کانګریس وایی رښتیا وی نو کیدای شی استضاح ته یی وړاندی کول حتمی شی نو د بی بی سی راډیو او نشرات هم همدی موضوع ته زیاته توجه اړولی او د امریکا غږ رادیو او نشراتو د بریګزیت یا د اروپا څخه برتانیی وتلو په اړه د بورس جانسن په اړه لیکلنی او نشرات کوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *