دونالډ ټرمپ د جولای په دوه ویشتمه څپڅپاند و غږېد. افغانان یې خواشیني کړل. لیکنې ور باندي وشوې. هغه چي مه کتلې، انګیرني يې سربيرني او د آني عکس العمل په بڼه وې.
زه بیخې له بله اړخه ور باندي غږیږم، لاندي د دونالډ ټرمپ خبري ټکي په ټکي کاږم:

«زموږ د ملکونو [امریکا او پاکستان] تر منځ زیات پوتانسیل موجود دی. زه فکر کوم چې پاکستان به له موږ سره مرسته وکړي، چې خلاص مو کړي. موږ هلته د پولیسو رول لوبوو، جنګ نه کوو. که ما غوښتي وای چې جګړه وکړم او ویې ګټم، کولی مې شول په یوه اونۍ کې یې وګټم. زه نه غواړم لس ملیونه خلګ ووژنم، سر دي خلاص شو؟ زه د افغانستان لپاره پلان لرم. که وغواړم جګړه و ګټم، افغانستان به د ځمکي له مخي لري کړم. دا یواځي د لسو ورځو کار دی. نه غواړم و یې کړم او په دغه لاره ولاړ شم. زه یو پلان لرم چې دغه جګړه په ډېر لنډ وخت کې وګټم، ته [عمران خانه] خو تر هر چا ښه پو هیږي…»
د پاکستان لومړی وزیر مخامخ ورته ناست و، سترګې یې مړې ورته نیولې وې. سر یې ورته وښوراوه. مخاطب خبریال و، د عمران خان به خامخا ورته پام و، چې ټرمپ خبره د افغانستان دجغرافیې او افغانانو په هکله کوله، خو په غوږ يي پاکستان هم واهو. نو ځکه یې په احتیاط خوله وښوروله، د دونالډ ټرمپ د خبري په تایېد یې د جګړي له لاري د افغانستان د کشالي حل ناشونی وباله. ټرمپ دده د خبرو پر وخت خپلو چمبه کړیو لاسونو ته کتل، یوازي زني یې ورته کښته پورته کړه.
په هماغه ماښام یوه مشهور امریکایې کوميډين (Stephen Colbert) په خپل تلویزیوني پروګرام (The Late Show) کې د دونلد ټرمپ په رول کې وویل:
«ما ته اوس باید دنوبل د سولي جایزه راکړله شي، ځکه چې کولی شم لس ملیونه افغانان ووژنم خو نه یې وژنم، نو ځکه د جایزې مستحق يم.»
بلې؛ دیوه ستر هیواد ولسمشر سربداله دی، تر خوله یې نادوده ووتله، یا به له ډېري مایوسۍ وه (ځکه دايې اتم وار دی چې په قطر کې د طالبانو دفتر ته ننواتي لیږي) یا هم له زبردستۍ، او یا به یې د کوم بل هدف په موخه کړې وي. خو دا د یوه لرغوني هېواد په غیږ کې د یوه جنګ ځپلي باتور ملت سپکاوی و، په لوی لاس یې د افغان کهول ذهنیت د خپل ځان او زبرځواک هیواد په تړاو و ترهوه، موجودي وسوسې یې لا پیاوړې کړي.
د ټرمپ خبرو په بين المللي کچه دا اندیښنه را پیدا کړه چې نړیوال کلی لاهم د زبرځواک له بلوسي څخه خوندي نه دی، نو ځکه ترهرچا دمخه پخپله د دونالډ ټرمپ د هیواد سیاسي، اقتصادي او نظامي ګټي له تندکونو سره مخا مخ کولای او د نړۍ د ولسونو ذهنیتونه تخریبولای شي.
دونالډ ټرمپ اوس نه سوداګردی، نه د کسینو مالک او نه هم کوم عادي امریکایې چارواکی، بلکي د ۲۰۱۷ میلادي کال د جنوري له شلمې څخه را په دېخوا د یوه ستر ملت (۳۲۹ ملیونه و ګړو) منتخب ولسمشر دی، لسګونه ملیونه پلویان لري. پخپل هیواد کې د ۱۷۸۹ میلادي کال له اساسي قانون او اړوندو ضمیمو سره سم واکونه او مکلفیتونه لري. نو ځکه یې خبري تصادفي نه بولم او نه هم د دماغي خلل غوړیاسه وراچوم.
د دولتدارۍ او لوړي کچي دیپلوماسۍ منل شوي نړیوال اصول او قاعدې هم دا نه شي منلای. ګومان کوم دغه ناولی نظر به وار د مخه د حاکم سیاسي و نظامي ایلیت تر منځ د سپیني ماڼۍ و پنتګون په د هلیزونو کې زمزمه شوی وي.
د متحده ایالاتو ولسمشر که پورته خبرې د هرې موخي او سبب له وجي کړې وي، زموږ اټکل څه دی، څه ډول یې باید و انګیرو؟
زه په دې عقيده یم چې له امریکایې ولسمشر څخه خبري د قوت او بریالیتوب له دریځه نه دي شوې، بلکې د سیاسي و پوځي ضعف، زړه تنګۍ، سټریس او د جګړي د بایللو د وېري له دریڅې څخه یې سر را ایستلی دی. که جګړه يي ګټلای شوای، بیایي اتلس کاله په رډو سترګو نه ورته کتل.
د امریکي د دفاع وزارت (dod.defense.gov/News/Casualty-Status/)د رسمې شمېرو له مخې په افغان جګړه کې تر نن پوري ۲۲۸۸ پوځیان وژل شوي او ۲۰۴۸۱ تنه یې ټپیان دي، د رواني لیونیانو او ځان وژونکو شمیره هم کمه نه ده. د براون پوهنتون (Braun University) له څیړني سره سم يي تر ۹۷۵ ملیارډ ډالرو زیات لګښت کړی.
نړیوال سیاسي او پوځي اعتبار ته یې ضرر رسېدلی، د مختلفو ولسونو او هیوادونو په منځ کې یې بې شمېره ناخوښۍ او نا رضایتۍ زیږولي دي. لسګونو زرو پوځیانو یې د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر پراوومه د (Operation Enduring Freedom) تر نامه لاندي له فرعوني غرور و تکبر سره جوخت پر جنګ ځپلي افغانستان ور ودانګل، ټوله نړۍ یې ننداره کوله، لایې هم څاري. د افغانستان له جګړي د عامو امریکایانو په شمول د کابو ګردي نړۍ ولسونه او حکومتونه ستړي دي.
دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده. له ځکه ټرمپ او انډیوالان یې پر ځان خولې لګوي. له عمران خان نیازي سره په ناسته کې د خپل هیواد د حاکم ټیم او ګوند د مغرورو څټو د زړونو غوټي او عقدې ورڅخه انلارج شوې.
بل مهم فکتور یې په متحده ایالاتو کې د را تلونکی کال د ولسمشري انتخابات دي. ډونالد ټرمپ له هماغه پیله لا په افغانستان کې جګړه مسخره بللې وه. په روان عیسوي کال کې د اپریل پر دریمه یې د ناټو د سازمان له عمومي منشي ینس ستولتنبرګ (Jens Stoltenberg) سره په لیدنه کې بیا تکرار کړه. خپلو پلویانو ته یې له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو وعده ور کړې ده. ټرمپ د دوهم ځل واک ته د رسېدلو لپاره مجبور دی چې له افغانستان څخه پښې سپکې کړي. که د ځينو امریکایې جنرالانو او جګړه خوښو سیاستوالو مکرر تاکید نه وای ډېر امکان یې در لود چې خپله پریکړه یې وختي لا عملي کړې وای.
که څه هم ټرمپ خپله خبره د افغانستان د ټولي جغرافیې په ادرس وکړه، خو د پیغام اصلي موخه یې وسلوال طالبان، نوري امریکایې ضد جنګي ډلي، او د امریکایې دريځ سره په ټکر کې افغان سیاستوال ول. د دې ترڅنګ ټولو هغو هیوادونو ته هم یوه ګوت څنډنه وه چې په افغانستان کې له امریکې سره په جګړه کې ښکېلو قوتونو ته پیسې او وسلې ور استوي.
په بله وینا که یې د طالبانو تحریک تر خوږ ګوته نور هم کش کړي، نو بیا به ټرمپ پر افغانستان اسماني ټکه را وغورځوي. لیکن امریکایې پوځیانو څه وخت زړه سوي ښوودلی؟ دوه کاله مخکې یې آن د غیر اتومي بمونو مور لا پر افغان خاوره وکاروله. د روسي یرغلګرو د ظلم او زورزیاتي ریکارډ خو یې د خپل تیري په پيل کې لا مات کړ.
د جینوا کنوانسیونونه (Geneva Convention) یې وار په وار تر پښو لاندي کړل. بې وسلي طالبان، د هغوی کورنۍ او عزیزان یې د ډیورند تر کرښي هاخوا واړول. په لوی لاس یې د پاکستان تیشې ته لاستی ور واچاوه. د زرګونو لاستړلیو افغانانو پر سرو یې توري خولۍ را کښ کړې، نه یې د چا د عزت خیال و ساتو او نه د کور د حریم پروا.
هغه وخت زموږ ځیني حاکم افغان سیاسیتوال د قدرت او دولت په خوب کې دومره خومار ول، چې د خبېرو افغان سیاستوالو خبره ګردسره مسخره ورته اېسېده. په افغانستان کې یې قومي تضادونه و پنځول او د یوه باتور قوم د بربادۍ او ملامتۍ لپاره یې له امریکې سره ملا وتړله. طالبان یې په لوی لاس جګړې ته مجبور کړل.
په هر حال په یوویشتمه پیړۍ کې د ستر زبرځواک له خوا، و یوه وروسته پاته جګړه ځپلي هیواد (د خرپ و ترپ د جګړې وسلوال مقاومت) ته دغسي بې مسولیته پیغام له سیاسي او نظامي اړخه تر خیالي تصور ورهاخوا بل څه نه شي تعبېریدلای، داځکه چې:
لومړی ـ سږ یې نولسم کال دی چې زبرځواک پر خپلو ټولو سیاسي، اقتصادي او نظامي امکاناتو برسیره د لسګونو هیوادونو په پلوۍ له څو زره کسیز وسلوال مقاومت سره لاس او ګریړان دی. د بمونو د مور په شمول یې له هیڅ ډول وسلې او وسیلې څخه ډډه نه ده کړي. دغه رټلي جګړه تر سلو زرو زیاتو ملکي کسانو د شهادت موجب ګرځېدلې. زیات شمېر افغانان یې معیوب کړي، بې کوره کړي او اجباري مهاجرت ته اړایستلي. لیکن ورځ تر بلي یې پښې ښویېږي، ویني بهېږي او جګړه اوږدېږي.
دویم ـ نړیوال ملګري یې د زبرځواک په غش پوهیدلي، زیاتره عملاً له جګړي لاس په سر شوي او باقي پاته په افغانستان کې جګړه د امریکې د موخو او ګټو جګړه بولي، نه د پیسې ولګښت ته تیار دي او نه هم د وسلي و استعمال ته لیوال دي. د خپلو ولسونو د زیات فشار په وجه تر دې ورهاخوا د امریکې و ملاتړ ته زړه نه شي ښه کولای.
دریم – اوس د افغانستان په شمول په ګرده نړۍ کې هر واقعبین او ځیرک وګړی په دې پوهیدلی چې پر خوار افغانستان د متحدوایالاتو برید د جیوپولیتیکو (geopolitical) او جیوستراتیژیکو (geostrategical) ناروا ګټو پر بنیاد و، د سیپتمبر یولسمه هسي یوه بهانه وه. نن سبا نړۍ د یوه کلي بڼه غوره کړې، د معلوماتو لیږد رالیږد، له دقیقو څخه و ثانیو ته را اوښتې. د اطلاعاتو په دغسي چټک نړیوال چاپیریال کې د لسو ملیونو و ګړو وژل او یاهم د ځمکي له مخه د یوه لرغوني هیواد ایسته کول، په زبرځواک هیوادکې د حاکم ټیم د ځان وژني په معنی دی، خوب دی او خیال دی.
تر دې ور ها خوا ټرمپ او ملګرو یې یومخ تجاهل ته مخه کړي. داځکه هغه کسان چې د بین المللي حقوقو له مندرجاتو او د هیوادونو تر منځ د خود ارادیت و استقلالیت تیوري، نورمونو او قاعدو سره اشنا دي، باوري دي چې یو هیواد په بل هیواد کې په هيڅ وجه د دولتي واک د بدلون حق نه لري. څومره چې په تېره پیړۍ کې د کمونیستي دیکتاتورۍ صادرول او پالل نړیواله رسوایې وه، په هماغه کچه په ننۍ زمانه کې د غربي ډیموکراسۍ اجباري عرضه، په زور یې په ولسونو منل و تپل له عقله لري او ناروا عمل دی. په پاړسي کې متل دی: خود کرده را نه درد است و نه درمان.
بل ټکی چې د ټرمپ په خبرو کې د توجه وړ دي، هغه داچې زبرځواک له خپل ټول غرور غرور سره سره، اوس و پاکستان غوندي هیواد ته هم په زاریو دی چې مرستندوی یې شي.
پاکستاني سیاستوال د انګریزي سیاست په مکتب کې روزل شوي دي، سیاست په سیاستوالو کوي. خپلي ملي ګټي ښې پیژني او د دولت دارۍ مزبوته اډانه یې جوړه کړې. په سیاسي ډګر کې یې په شاتلل او مخې ته دانګل زده دي. هیوادنۍ ګټي تر شخصي او قومي ګټو ورته ارزښت لري، نو ځکه زموږ د هيواد د راتلونکي سياسي نظام پر سر له امریکې څخه د سیاسي کرېډټ او مالي مرستو د تر لاسه کولو ښه موکه په لاس ورغلي ده.
ليکن معاصر تاریخ شاهد دی، د پاکستاني سیاستوالو پر کمال او نیرنګ برسیره، زموږ ټاټوبي ته وار په وار اور له خپلي لمني ور لګیدلی. څه د پاسه څلویښت کاله کیږي له حاکمو او عقده یې ”سیاستوالو” ورخ اوبو وړی دی. د خپل سیاسي ضعف له وجي یې خپله واوره د نورو پر بام ورغورځولې ده. د چا ذهن د قدرت و چوکۍ لیونۍ میني پڅ کړی، چا د ناروا ثروت و حاکمیت د ترلاسه کولو له بابته ملي ګټي بیخې هیري کړې دي.
همدا یې یوه بله وجه ده چې هم روسانو او هم امریکا یانو د افغانستان د کشالي څخه د ځان بچ کولو او له افغانانو څخه د غچ اخیستلو په پار د پاکستان د ځیرکو او معامله ګرو سیاستوالو و مرستي ته ځان اړ بللی او پاکستاني سیاستوالو د خپل هیواد په ګټه بالموقع امتیاز تر لاسه کړی دی.
متاسفانه زموږ د یوې برخي سیاستوالو خبري او کړني لا هم شعاري بڼه لري. د هیواد پر ملي ګټو، و شخصي ګټو ته ترجیح ور کوي. د هیواد په کچه ځیني اماتور ”سیاستوال” کله نا کله دولتي چاري د فیسبوک د لایکونو په نرخ پرمخ وړي، دا ځکه چې د نړیوال او هیوادني سیاست په تړاو یې فکري کم وسي په برخه، اصلي لوری ځیني ورک دی.
په دې مهم تاریخي پړاو کې له افغان سیاستوالو څخه د جوش پرځای د هوش تمه کیږي. په یوه او بله بهانه د سولي رټل له خاوري او ولس سره لوی زیاتی دی. د افغانانو یووالی، فکري استقلالیت، ځان تېريدنه او وطن پالنه په هیواد کې، د ویني بهېدل تم کولای شي، ملي حاکمیت او تلپاتي سوله را منځته کولی شي او د زبرځواکو له نادودو او بلوسي څخه مو ژغورلای شي.
پای
ستوکهلم، سويډن
کال ۲۰۱۹، د جولای پنځویشتمه