ليکوال: جان اغا بهار | 

د امریکا له لوري، په رسمي ډول بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توګه پېژندل، څه نوې خبره نه ده، بلکې امریکا څو لسيزې مخکې د اسرایلو سره د یو تړون د لاسلیک له مخې بیت‌المقدس د اسراييلو د پلازمېنې په حيث پېژندلی و؛

خو هر ولسمشر به چې ټاکل کېده، بیت المقدس د اسرایلو د پلازمېنې په توګه د یو رسمي سټېجه اعلانولو ته به یې تاخر او ځنډ ورکولو، ځکه هر یو پوهېده، چې دا وړه خبره نه ده، بلکې په نړۍ واله کچه ورسره ګڼ غبرګونونه او پارونې تړلې دي، هغوی ټول د دې پرېکړې په اړه هوښیاران ول چې نه یې اعلانوله.  

ځکه له یو اړخه امریکا په صریحه توګه د ناوړه او ظالمانه فیصلې کولو په پار تر ګوتڅنډنې لاندې راتله او بله دا چې په منځني ختیځ او د اسیا او افریقا په هغه هېوادونو کې چې وګړي یې مسلمانان دي، هغوی سره یې د اړیکو د ترینګلتیا، تعلیق او پرېکون نقطې تر سترګو کېدې او د خپل برخلیک او د راتلونکو او موجوده نسلونو ویرېدل، که د دې پرېکړې په تقابل کې د امریکا ګتې متضررې کېږي او یا تر لرې امریکا نور ټکانونه رارسیږي، او علل یې همدا پرېکړه په ګوته کېدله؛ نو د امریکا د ولس تُف لعنت به و او د هماغه ولسمشر صورت به و؛ خو په تاسف چې دا منحوس اعلان ټرمپ غویي وکړ!

که د نړۍ سیاسي تاریخ په خاص ډول هغه برخه چې د فلسطین او اسرایلو ترمنځ د کشمکش او نورو ناتارونو شاهده ده، ولوستل شي، وبه پوهیږئ چې د فلسطین او اسرایلو ترمنځ هر وخت ماتې ګودې راغلې دي، مسلمانانو سره هر وخت ظلم شوی دی، مغلوبه شوي دي؛ خو د مغلوبیت عوامل یې له بیرونیو وراخوا کورني هم دي.

د ملګروملتونو سازمان په ۱۹۴۸ م کال کې د دې ستونزې د حل په موخه یوه ناعادلانه پرېکړه وکړ د فلسطین ۴۸ سلنه خاوره یې اسرایلو ته ورکړه او ۵۲ سلنه یې فلسطین ته په نوم کړه.

وروسته نورې شخړې وشوې، د مصر په مشرۍ د کویټ، یمن، قطر، فلسطن، عراق چې سعودي یې هم په یوه برخه کې مرستې کولې، څو ځله له اسرایلو سره جګړې وکړې، په هر ځل د عربو ایتلاف مات شوی، سره د دې چې عرب ایتلاف د عسکرو شمېر د اسرایلو د پوځ په پرتله ډېر و؛ خو بیا یې هم ماتې خوړله، د دې څو دلیلونه ول:

ــ یو دا چې عرب ایتلاف د واحدې قوماندې له نشت سره مخ و، د چا چې څنګه خوښه وه، له هماغه اړخه یې جګړه کوله او هېڅ معلوم د قوماندې او جنګ مشر یې نه درلود.

ــ بله دا چې په هر ځل فرانسې او امریکا په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د اسرایلو ملاتړ ته رادنګلي او ننګه یې کړې، وسلې، پېسې او حتی په ځېنو حالاتو کې یې ورته په پټه پوځیان هم وراستولي دي.

ــ درېم دلیل دا و، چې په لومړي ځل عرب ایتلاف مات شو، نو مصر ترې په خپله مخه لاړ، وروسته عراق، یمن او نور هم ترې بېل شول، نو اسرایلو لا وحشت ته او بربریت ته شدت ورکړ او د دریو جنګونو وروسته یې د فلسطین ۸۷ سلنه خاوره ونېوله، چې په هغه وروستي ځل یې د مسلمانانو لومړنۍ قبله بیت المقدس هم ورڅخه ونېو، او په تېرو دریو کلونو کې یې مسلمانانو ته په نوموړي مسجد کې د اختر او جمعې د لمانځه د ادا کولو اجازه هم ورنکړه.

د نړۍ ټول مسلمان هېوادونه تر په خاص ډول عرب هېوادونه پرته له شکه بل هر وخت ته په کتو کمزوري حالت کې قرار لري او لا د تزلزل او لوېدو لوري ته روان دي.

دا حالت، د نړۍ د ټولو مسلمانانو او مسلمانو هېوادونو لپاره؛ خورا خواشینوونکی دی!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *