تاند- په نیویارک کې نن سهار وختي د ټرمپ د اسمانڅوکې ودانۍ په پاسنۍ برخه کې اور ولګېد.
د نیویارک پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، اور د سهار په اووه بجې د ودانۍ په وروستي منزل کې بل شو.
د دې پېښې په نتیجه کې د چا د ژوبلېدو راپور نه دی ورکړای شوی.
په خپره شوې ویدیو کې د ودانۍ په ۶۸ پوړ کې د اور لمبې او لوګی ښکاري.
په دې ودانۍ کې، چې د نیویارک ښار په ۷۲۱ واټ کې دی، د ګڼو شرکتونو دفترونه او هستوګنځي شته.
تراوسه د اور لګېدو علت نه دی څرګند.
Trump tower on fire pic.twitter.com/mQgvpapw5U
— Andy Constan (@dampedspring) January 8, 2018