تاند- د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په لاس یو کښل شوی انځور په ۲۹ زره او ۱۸۴ ډالره وپلورل شو.
ټرمپ په دې انځور کې د نیویارک د منهټن اسمانڅوکې ودانۍ کښلي چې د ده خپله لوړه ودانۍ هم پکې شامله ده.
د دغه انځور لپاره لومړنۍ بیه ۹ زره ډالره ټاکل شوې وه. خو په لیلام کې د بولیو په نتیجه کې ۳۰ زره ډالرو ته نژدې شوه.
تر دې وړاندې هم د ټرمپ ځیني شیان لکه یو فیراري موټر، یو بوتل ویسکي، او د کلف لوبې سټیک یا لرګی په لوړه بیه په لیلامونو کې پلورل شوي دي.
ویل شوي چې د دغو وسایلو پیسې خیریه موسسو ته ورکړای شوي دي.