تاند، سه شنبه، اسد لومړۍ: د افغانستان له نوم څخه منکر لطیف پدرام د افغانستان په اړه د ټرمپ څرګندونې د اشغالګر او بې فرهنګه سړي کړنه بللې ده، خو څلور کاله په اوسني حکومت کې پاتې عمر زاخېلوال نظام ته د ټرمپ د څرګندونو پېغور ورکړی دی.
ډونالډ ټرمپ له عمران خان سره وروستۍ لیدنه کې ویلي، که وغواړي افغانستان یوه اوونۍ کې له نقشې ورکولی شي خو داسې نه کوي ځکه ۱۰ میلیونه انسانان په دې جګړه کې وژل کېدای شي.
په دې اړه د حکومت له منطقي غبرګون وروسته چې له امریکا یې د دې خبرې وضاحت غوښتی دی، د افغانستان له نوم څخه منکر سیاستوال لطیف پدرام دا څرګندونې د افغانستان خلکو ته سپکاوی بللی دی.
پدرام وايي: (( د ټرمپ لهجه د اشغالګر او بې فرهنګه سړي ده، یو د ګټې په لټه پسې د راوتلي سوداګر غوندې غږېدلی داسې چې هیڅ انساني ارزښت نه پېژني.))
نوموړي ویلي، امریکایان د افغانستان خلکو نه دي رابللي، دغه راز د پدرام په وینا دا خاوره د اکثره لویو استعمارګرو په هدیره بدله شوې ده او امریکا به هم دلته ښخه شي.
خو پاکستان او بریټانیا ته نږدې افغان سیاستوال عمر زاخېلوال چې د مؤقت حکومت مشرۍ ته هم په تمه دی او طالبانو سره اړیکې پالي، افغان حکومت ته یې له امریکا سره د دوستۍ پېغور ورکړی دی.
زاخېلوال پر خپله فیسبوک پاڼه ټرمپ مخاطب کړی دی او زیاته کړې یې ده چې خبرې ډالۍ هغو ته چې د بمونو د مور په ګډون یې پر خپلو کلیو ستاسې د هرې نوې وسلې د امتحان هرکلی وکړ او لا یې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت ننګرهار کې د داعش پر مرکزونو د بمونو د مور غورځولو هرکلی کړی و چې په کې د ګڼو پاکستاني او روسي ترهګرو په ګډون ۹۰ کسان ووژل شول.
هغه مهال عمر زاخېلوال د داعش په پلوۍ د امریکا برید غندلی و او داسې رنګ یې ورکاوه چې ګواکې پيښه نه باید شوې وای.
ډاکټر عمر زاخېلوال په دې وروستیو کې طالبانو سره د خپلو ښکاره اړیکو له امله خورا مشهوره شوی دی او فکر کوي چې ګواکې راتلونکي طالباني حکومت کې به غوره ځای ولري.
ولی دا حقیقت نه منو چی
اوسنی او پرونی جګړه فقط او فقط د انګریز د ګټو پر محور را څرخی
ولی د انګریز حرامی پر حرامی توب د اعتراف جرئت نلرو؟
Zama da kalee yaw Talebjan ratha owail afghanan ghalath fiker kawee chai America ba da Afghanistan da para Pakistan kamzore kre.da talebjan da bajaure wo.from kpk bajaur.