تاند- د افغانستان د لوی ملي ايتلاف یو شمېر پلویانو نن /شنبه/ په درو لویو ښارونو کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دفترونو مخته د خنډونو په رامنځته کولو سره د دغو دفترونو فعالیتونه له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
راپورونه وايي چې د ټلوالې پلویانو، که څه هم شمېر یې زیات نه ښکارېده، په مزارشریف، کندهار او هرات ښارونو کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون کارکوونکي اړ ایستلي چې د خپلو دفترونو دروازې په ځان پسې وتړي.
دوی غوښتنه لري چې د رای ورکوونکو بایو میتریک سیستم دې عملي شي او په انتخاباتو کې دې ګوندونو ته زیاته ونډه ورکړای شي.
د ټلوالې پلویانو ویل«موږ شفاف انتخابات غواړو چې د بایومیتریک سیستم پر اساس وي.»
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي چې انتخاباتو ته یوه میاشت پاتې ده او په دومره لنډ وخت کې د بایومیتریک سیستم د عملي کولو امکان نشته.
د ټلوالې پلویانو په درې واړو ښارونو کې د پرلت لپاره خیمې درولي او وايي تر هغو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دفترونو له مخې نه لېرې کېږي چې غوښتنې یې منل شوي نه وي.
خو د انتخاباتو د کمیسیون ویندوی سید حفیظ الله هاشمي وايي چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون کارکوونکي د اعتراض کوونکو له خنډونو سره سره په دفترونو کې خپل کار ته دوام ورکوي.
ده وویل چې کمیسیون یې د شفافو او بې درغلیو انتخاباتو ترسره کولو ته ژمن دی.