بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۳) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۹\ ۱۳۹۳
د ټولني سياسي قبولېت د ښووني و روزني هغه بهير دی چي په موجوده سياسي نظام پوري اړوند قواعد د يوه نسل څخه بل نسل ته انتقالوي. له همدې امله د ټولني سياسي قبولېت د افرادو داسي روزنه او ښوونه ده چي په راتلونکي کي د ټولني کاري سياسي غړي ځنې جوړيږي.
لکه څرنګه چي هر فرد په ټولنه کي د يوې يا څو ډلو غړی دی او په ټولنه کي اوسېږي، له همدې امله د همغي ټولني سياسي پوهنه او رفتار په ميراثي ډول زده کوي، ياني هر فرد په ټولنه کي د موجوده سياسي نظام په اړه پوهاوی تر لاسه کوي او د نوموړي نظام سره د چلن ډول د بېلابېلو عواملو پر بنسټ زده کوي، همدا بهير چي افراد په ټولنه کي د سياسي نظام په اړه پوهاوی او دريځونه زده کوي، د سياستپوهانو له خوا د ټولني د سياسي قبولېت په نامه ياد سوی دی، نو د ټولني سياسي قبولېت په دې ډول تعريفولای سو:
(( د سياسي پوهاوي هغه بهير چي پر بنسټ يې افراد د موجوده سياسي نظام په اړه زده کړه کوي او نوموړې زده کړه د يوه نسل څخه بل نسل ته انتقالوي، د ټولني سياسي قبولېت ګڼل کېږي)).
د ټولني سياسي قبولېت هغه مهال پېلېږي کله چي وګړو په سياسي ژوند کي څرګنده برخه لا نه وي اخيستې، ياني له ډېر وړکتوب څخه د افرادو د سياسي پوهاوي لپاره د ټولني سياسي قبولېت پېليږي. په ټولنه کي افراد له وړکتوبه بيا تر بوډاتوبه د ټولني د بېلابېلو اړخونو په اړه زده کړي کوي، کله چي د عمر په زماني واټن کي وګړي د سياسي جوړښت او سياسي ژوند په اړه په رسمي يا نا رسمي ډول زده کړه کوي او د ټولني د سياسي برخي په اړه پوهه تر لاسه کوي، د ټولني سياسي قبولېت ګڼل کېږي.
د هري ټولني سياسي قبولېت توپير لري، کله چي يو وګړی خپل عمري واټن په ټولنه کي تير کړي او د همدې واټن په ترڅ کي چي کومه سياسي پوهه تر لاسه کړي، همدغه سياسي قبولېت د يوې ټولني د سياسي ظرفيت ښکارندوی دی. ځيني ټولني په خپله غېږه کي داسي بنسټونه او جوړښتونه لري چي يو وګړی د خپل عمر په ترڅ کي په پراخي سياسي پوهي سمبالوي او د ژوند په بهير کي وګړی سياسي بلوغ ته رسوي، چي دا ډول ټولني د پراخ سياسي ظرفيت لرونکي دي، خو ځيني نوري ټولني بيا د خپل کمزوري جوړښت او نامنظم والي له امله په خپله غېږه کي وګړي تر سياسي بلوغه پوري نسي رسولای او نه هم د وګړو لپاره اړينه او بنسټيزه سياسي پوهه چمتو کولای سي.
په ټوليز ډول وېلای سو چي د ټولني سياسي قبولېت د بېلابېلو رسمي او نا رسمي بنسټو څخه جوړ دی چي وګړي د واکمن سياست په اړه پوه کوي او په خلکو کي د سياسي قدرت او سياسي سازمان په اړه عامه پوهاوی خپروي. د ټولني سياسي قبولېت د ژوند د پيل نه بيا تر پايه پوري لويه پروسه ده، د ژوند په اوږده زماني واټن کي د سياسي ژوند په اړه د پوهاوي کچه د ټولني سياسي قبولېت ګڼلای سو.
د ټولني سياسي قبولېت په پټ او نا محسوس ډول جريان لري، وګړي دا ډول سياسي قبولېت په څرګند ډول نسي درک کولای، بلکي کله چي وګړي د ټولني په غېږ کي اوسېږي او د ټولني څخه په زماني ساحه کي تېريږي، همدغه ټولنه په شخص کي سياسي پوهاوی پيداکوي او د سياسي ژوند سره يې اشنا کوي. د سياسي قبولېت لپاره دا اړېنه نه ده چي وګړي بايد سياسي فعاليتونه ترسره کړي چې په سياسي ژوند پوه سي، بلکي وګړي د سياسي فعاليتو تر مخه د ټولني له سياسي جوړښت او سياسي ژوند سره اشنا کېږي او په لومړنيو بنسټېزو موضوعاتو پوه کېږي. د سياسي قبولېت پر بنسټ وګړي د سياسي موضوعاتو په اړه مثبت يا منفي دريځونه غوره کوي او سياسي قبولېت په حقيقت کي د ټولني د سياسي نظام او ټولنيز نظام ترمنځ د پېوند لامل دی.
د ټولني سياسي قبولېت د زده کړي پراخه بهير دی، دا بهير کله نا کله د ځينو ډلو په ګټه جوړيږي او داسي په منظم ډول پلی کېږي چي د ځانګړو موخو د تر لاسه کولو لپاره په ټاکلي زماني واټن کي ټاکلي اصول ولري. په ټوليز ډول د ټولني سياسي قبولېت په لاندي ډول پلي کېدای سي۱- د يوه حکومت له نظره؛ کېدای سي چي د ټولني سياسي قبولېت د داسي آلې او وسيلې په بڼه وکارول سي چي په ټولنه کي د زور او جبر پر ځای د حکومت د سياسي قدرت د پلي کولو لپاره د پوهنيزي او نا تشددې آلې په توګه وګڼل سي.
۲- د حکومت د موخو له نظره؛ کېدای سي چي د ټولني د سياسي قبولېت پر بنسټ خلک په داسي ډول منظم کړل سي چي د واکمن حکومت د موخو د ترلاسه کولو لپاره په ګډه او منظمه توګه کار وکړي.
۳- د طبقاتي اړيکو له نظره؛ کېدای سي چي د ټولني سياسي قبولېت د ټولنيزو طبقو او پوړونو ترمنځ د غځېدلو واټنو د کمولو او د وګړو ترمنځ د يووالي لامل سي او د ټولني وګړي په سياسي ډول منظم کړل سي.
کله چي په ټولنه کي سوله او ټيکاو وي او په منظم ډول نسل پر نسل سياسي قبولېت انتقال سي، په دې وخت کي سياسي قبولېت لوړي کچي ته رسېږي او د روانو سياسي جرياناتو سره وګړي په فکري ډول تړل کېږي، همدارنګه خلک د ټولني په سياسي جوړښت او سياسي ژوند په سمه توګه پوهېږي، خو کله چي په ټولنه کي جګړې او نا خوالي رواني وي او په مقطعه يې ډول سياستونه پلي کېږي، په دې وخت کي د ټولني سياسي قبولېت په منظم ډول جريان نسي پيداکولای او په فکري ډول وګړي او سياسي رژيم نسي تړلای، دا داسي حالت وي چي د ټولني سياسي قبولېت له بحران سره مخ کېږي او وګړي په منظم ډول د واکمن سياسي قدرت سره نسي همږغي کېدای.