موږ په یوویشمته پیړۍ کې ژوند کوو له ټکنالوژي سره مخالفت نه کیږي، دا باید ومنو، باید د سمي استفاد کلتور یې زده کړو، په سالمو لارو ورنه استفاده وکړو،
ځینې چې انټرنیټي نړۍ په تیره بیا سوشل میډیا لکه فېسبوک، انسټګرام… ته راسي نو سم ګنګس سي، لار تري ورکه سي چې څه وکړي چې د خلګو خوښ سي، مشهور سي.
اول ښه داده هر څوک خپل شخصي حریم او د بل حریم وپیژني، په افغانستان کې انټرنیټي اخلاق ضعیفه دي، دا کلتور مناسب نده دود سوي، که قوانین وضع هم سي دا ستونزه به په مکمله توګه حل نکړي، ځکه دا به ستونزمنه وي چې د مخابراتو وزارت یا مخابراتي شرکت، یا بله اداره هر څوک ونیسي چې تا ولی دا پوست کړي یا دا کمینټ دي کړي یا دا مسیج. اوس په افغانستان کي تقریباً اته میلیونه وکړي انټرنیټ استفاده کوي، خو ډیر خلګ سمه استفاده نه کوي، یا نه پوهیږي،هرچیرته معمول داده که یو څوک نوي څه اخلي یا استفاده کوي یې نو لمړي ځان په پوهه وي، خو دلته داسې نده، او بل موږ باید دا ومنه ښځه نیمه نړۍ ده، نو که نارینه انټرنیټ کاروي ښځه هم حق لري چې انټرنیټ او مدرني اسانتیاوي وکاروي، نو لکه څنګه چې موږ په واقعي ژوند کي د ګاوندي سره ګوزاره کوو باید دا اصل په انټرنیټی نړۍ کي هم ومنو، مهم نده چې هغه موږ پیژنو یا نه.
ممکن ډیر څه اول ساده وې خو عواقب یې ممکن ډیر بد وی موږ یوه اسلامي ټولنه کي ژوند کوو او شکر ده ټول مسلمان یو نو لمړۍ باید دا فکر وکړو لکه د چا شخصي ډیټا ته لاس رسي، که هغه په هر ډول وي خو موږ باید اخلاقاً د هغه عزت وساتو، دیته په ټکنالوژي نړۍ کي د انټرنیټ اخلاق وايې، ځکه ددي لپاره ممکن قانون نه وي چي تاته سزا درکړي،یا شواهد نه وي، دیته بیا اخلاق تعریف سوي چې موږ که د بل اسرارو ته لاس رسي پیدا کړو نو باید د هغه عزت، حیثیت وساتو، او بل ښا داده چې په واقعي ژوند کي څوک یې، دا دلته هر څوک له هر چا سره ملګري وي نو هر څه چې لیکي، خپروي یې له څو زاویو دي ورته وګوري، حیثیت، موقف، انسانی کرامت، کلتور، چې څه مانا لري؟ څه پیغام لري؟ د چا لپاره یې کوم؟ کره ده که سریچوک؟ نن،کال یا پنځه کاله وروسته دا کار زما په بګرونډ څه تاثیر لري؟
بله خبره دا ډیر ملګري،ډیر پالورز، یا لایکونه دومره ارزښمند څه ندي، ستا شخصیت ته ډیر څه نه ورکوي،معمولا هغه کسان دي شیانو پسي منډی وهي چې محرومیت لیدلي وي، په واقعي ژوند کې ګوښي ته پاته سوي وي یو لوی دلیل یې داده. زه ګورم د ولسمشر پاڼه ممکن څه زیات میلیون پالورز لري، د یو استاد پاڼه ممکن څو زره پالورز ولري، د یو ډاکتر پاڼه ممکن سلګونه پالورز همداسي د یو عالم… خو یو ټوکی،یو معتاصب، یوي رقاصی، فاحشي پاڼه ممکن په سلګونه زره پالورز حتا په میلیونونو پالورز او لایکونه ولري، هر پوست زرګونه کسان ګوري نو دا پالوزر او لایکونه دومره ماهیت، ارزښت نلري، دا مهمه ده که ته له لسو کسانو سره ملګري یې نو له هغو سره په کوم تصویر کې یې د یو با شخصیت کس په تصویر کي، او یا پوک کس او لوبو سامان او هغه تاته په څه سترګه ګوري دا هغه څه دي چې ته یې خپله انتخابوي.