نوشاد ـ خوست –

د ټولنيزو رسنيو ارزښت ، اهميت او سمې کارونې په تړاو ناسته ترسره شوه د ټولنيزو رسنيو ارزښت ، اهميت او د اغيزمن استعمال په تړاو دبحث لپاره دخوست په ټولنيز او رسنيز مرکز ميديوتيک کې د مدني ټولنې دفعالينو ، ژورناليستانو ، ځوانانو او دفيسبوک د کارکونکو په ګډون ناسته رابلل شوې وه، چې د فيسبوک د کارونې او منځپانګې په تړاو پکې بحثونه او خبرې اترې وشوې، ګډونوالو د ټولنيزو رسنيو په ځانګړي ډول دفيسبوک د سمې او پرځای کارونې لپاره رغونکي نظرونه وړاندې کړ او د ځوانانو دپوهاي لپاره يې د يو شمېر عملي ګامونو د پورته کولو ژمنه وکړه. ناستې ته لومړۍ دخوست ټولنيز او رسنيز مرکز ميديوتيک مشر فاروق جان منګل د ټولنيز رسنيو په ارزښت ، تخنيکي اړخ او اړوند نورو مسايلو خبرې وکړې او د ټولنيزو رسنيو په ځانګړي ډول دفيسبوک ناسم او غيرمنطقي استعمال يې د انديښنې وړ وباله. نوموړي وويل ، ټولنيزو رسنيو په ځانګړي ډول فيسبوک ته په زرګونو ځوانانو لاس رسی پيداکړی او ډيری ځوانان پرته له دې، چې دټولنيزو رسنيو په ارزښت وپوهيږي او نشراتي پاليسی يې درک کړي داسې مواد نشروي ،چې ټولنه د ابتذال خوا ته بيايي او ځوانان مو بې لارۍ ته هڅوي. وروسته د موضوع په تړاو نورو ګډونوالو هم خبرې وکړې او دوی وويل ، چې په رښتيا هم په دې وروستيو کې دفيسبوک پر پاڼه ډير داسې څه ترسترګو کيږي، چې ځوانان مو بې لارۍ ته سوق کوي او له ګټې يې نور نقصان ډير شوی دی.

دوی په خپلو خبرو کې وويل ، چې دوی به هڅه وکړي، چې د ټولنيزو رسنيو له لارې د هغو ځوانانو ذهنونه جوړ کړي، چې د فيسبوک او نورو ټولنيزو رسنيو پرځای او سم استعمال نه پوهيږي او نشي کولای ، چې له فيسبوک څخه سمه او پرځای ګټه پورته کړي. دوی د ټوليزو رسنيو له مسوولينو هم وغوښتل، چې له خپلو غږيزو ، چاپي او انځوريزو رسنيو له لارې د فيسبوک او نورو ټولنيزو رسنيو دسمې او پرځای کارونې په تړاو خپرونې جوړې کړې، ځوانان پکې ميلمانه کړي او خلکو ته وښايي، چې دفيسبوک او نورو ټولنيزو رسنيو استعمال بايد په څه ډول وشي. د ګډونوالو وړانديز دا هم وه ، چې بايد ورته ناستې په راتلونکي کې هم راوبلل شي او ګډونوال بايد د ځوانانو په منځ کې دفيسبوک د سمې کارونې کلتور پياوړی کړي.

ګډونوالو د ميديوتيک له ادارې هم دمننې ترڅنګ وويل ، چې دغه ادارې تل د مدني ټولنې ، د رسنيو دکارکونکو، ځوانانو او په ټوله کې د ټولنې د وګړو دژوند د بهبود او ښه والي لپاره نوښتونه کړي او هڅه يې کړې ترڅو په ټولنه کې د شته ستونزو سره مبارزه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *