بې له شکه چې د بیان ازادي د یوې ولسواکه ټولنې د اوسیدونکو انساني غوښتنه او حق دی. له نیکمرغه د افغانستان اساسي قانون او دلته نورو نافده قوانینو په روښانه د هیوادوالو ددغه حق غوڅ او روښانه ملاتړ کړی دی.
په دې لړ کې کولای شو خواله( ټولنیزې) رسنۍ د اولس د غږ پورته کولو او د چارواکو او دولت غوږونو ته د هغه د رسونې ترټولو لویه او مهمه وسیله وبولو. که څه هم چې دولتي چارواکي تل له دې غږونو ناکراره وي او کله ناکله یې ددغو رسنیو د محدودولو لپاره هڅه هم کړې، خو همدغه د بیان او رسنیو د ازادۍ ملاتړې ادارې او بنسټونه دي چې د یادو رسنیو د ازادۍ د خوندیتوب لپاره یې خپل ځانونه ډال کړي او عدالت غوښتنه یې کړې ده.
په ډیرې خواشینۍ سره لیدل کیږي چې د سمې کارونې ترڅنګ، یوشمیر کسان د مستعارو او جعلي اکونټونو په کارولو سره د حقیقي او حقوقي شخصیتونو په ترور لاس پورې کوي او له ټولو انساني، اسلامي او افغاني اصولو سره په ټکر کې یا د خپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو یا هم د شخصي کینې له مخې، ددغو ارزښتونو له سرې کرښې پښه اړوي او د ټولنیزو رسنیو فضا کړکیچنه کوي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د بیان د ازادۍ او رسنیو د مدافع بنسټ په توګه، د ټولنیزو رسنیو له ټولو محترمو کارونکو څخه غواړي، پرته له دې چې کره او عیني شواهد او اسناد په لاس ولري، خپل ځان دې د هغو خلکو په ځای کې ودروي چې دی یې په اړه قضاوت کوي، په ځانګړې توګه د ښځو او پیغلو په اړه چې په افغاني ټولنه کې له خاص عزت او درناوي نه برخمنې دي او له کوم دلیل پرته باید زیانمنې نشي.
کمیټه په دې باور ده چې د خواله( ټولنیزو) رسنیو کارونه کولای شي د بې عدالیتو ، د دولت د نیمګړتیاو په ګوته کولو او ټولنیزو،سیاسي او کلتوري ستونزو د اواري لپاره د غږ اوچتولو لپاره وکارول شي، خو د اوسني وضعیت دوام به ددغو ازادیو د محدودولو لپاره د حکومت تبر ته لاستی شي او خدای دې نکړي چې یوه ورځ ددې شاهد واوسو چې د وګړنیزې خبریالۍ په نوم نور څه ونه لرو او هرڅه د حکومت تر ولکې لاندې وي او بس.