پاکستانی مولانا سمیع الحق چې ځان د افغان طالبانو پلار باله د دغه هېواد د پوځ پخواني مشر اشفاق پروېز کیاني سره

تاند – په ټولنیزو رسنیو فعالو افغان ځوانانو د حقانیه دارالعلوم د مهتمم او د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند (س) د مشر مولانا سمیع الحق په مرګ بې درېغه خوښۍ وښودلې اونوموړی یې په افغانستان کې د روانو بدمرغیو د یوه عامل په توګه وغانده.

د سمیع الحق په هکله ویل کیږي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو سره یې نژدې اړیکې لرلې او د طالبانو د ډلې غړي یې په افغانستان کې جنګ ته سوق کول څو د پاکستان ګټې پرې خوندي کړي.

ویل کیږي، چې مولانا سمیع الحق نن د جمعې په ورځ /د نومبر ۲مه/ اسلام اباد ته په لاره وو څو په پلازمېنه کې په روانو لاریونونو کې برخه واخلي خو د لارې د بندېدلو له امله مجبور شو چې د ارام کولو لپاره په راولپنډۍ کې خپل کور تاو شي.

پاکستانۍ رسنۍ وایي، په نوموړي په خپل کور کې په داسې حال کې د چاقوګانو برید شوی چې ساتونکی او موټروان یې له کوره بهر وتلي ول.

که څه هم چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند پخواني ویاند، قریب الرحمان سعید، په خپل فیسبوک خپاره شوي یوه پست کې د سمیع الحق مرګ شهادت او د اسلامي امت لپاره ضایعه بللې وه او خپل دغه پیغام یې د مینه والو له خوا له سپکو او کنځلو څخه وروسته ټول کړ، ډېرو افغان فعالانو د سمیع الحق په مړینه خوښي ښودلې ده.

ښاغلي جنت اریوب ځاځي په خپل فیسبوک لیکلي، « د کال تر ټولو غوره زیری
د ټرلیبانو پلار سمیع الک دلال مردار شو. پینډۍ کې چا تخته کړ.
هر چا چې تخته کړی وي، غازیان دي…
رسنۍ وايي چې دی پینډۍ کې خپل کور کې دننه دوو کسانو په چاقوګانو ووهلو، روغتون ته له رسیدو مخکې مردار شو.»

یو شمېر کسان دغه وژنه د سولې د پروسې برخه بولي. ښاغلي خوشحال خلیل لیکلي، «د مولانا سميع الحق وژنه دې خدای په افغانستان کې د سولې پيلامه کړي.»

ژورنالست بهروزخان لیکلي، « گوره داسې نصيبونه وي د خلکو چې جهاد ته خو پخپله نه تلو او د نورو بچي يې لېږل جو شهادت ورله کټ ته راغې. ته کسه خو. سم تور ژبې يم دعا مې ټک په ټک قبليږي. خو دی يې ارمانجن هم و کنه د شهادت.»

سراج الحق محمد هاشم په دې افسوس کوي چې کاش له دغسې کسانو سره له مرګ نه مخکې حساب کېدلی، « کاش چې افغان کړيدلي، ځورېدلي، ويرجن او مظلوم ولس ورسره حساب کړی وی، خو داسې خلک همېشه له اکسپاير کېدو وروسته د خپلو بادارانو له خوا په مرموز ډول تخته کيږي.
افغان ولسه! نن ورځ لکه د لمر په څېر په روښانه ډول خپل دوست او دښمن بېلولی شې.
اِرْحَلْ غَيرَ مأسُوفٍ عليك.»

ښاغلي سراج الحق په یوه بل پست کې لیکلي، « معلوم الحال ظالمانو ته شهیدان مه وایاست، هغوی چی د مرګ تر وروستۍ شیبې یی ستاسې د بیگناه او مظلوم ولس په وینو لاسونه سره دي.»

نجیب الله زاخېلوال لیکلي، « سميع الحق د ۸۱ کلونو په عمر په خپل کور کې ووژل شو. د يآدوني وړ ده چې نوموړي اخرنۍ مېرمن د ۲۲ کلونو ده چې نوموړې هم ورسره په کور کې وه.
دا د لوبې بل اړخ دی خو کاش چې پښتانه نور د غفلت له خوب څخه راويښ شي اوځانونه نور د دغه جنگ قربانيان نه کړي.»

مطیع الله احمدزي لیکلي، «اتي نو د ملا سميع ګي د مردارېدو دا ځينو ته تسليت وايم. هغه متل دى وايي: کوټو ته خر محترم وي! خداى مو همداسې په غم لره!»

شمس القمر اندېش په طنزي بڼه لیکل کړي او لیکلي یې دي، «یاره خو عزراییل ع ایله سم ګوزار وکړو..ایله یی نښه وویشتله. لاس رسی می ورته نشته که نه نو اول می پری بیهسودو کی د غوښی کړاهي او بیا می پری د کامی شیریخ خوړلو.. شکریه عزراییل علیه السلام…»

ښاغلي زاخېلوال په یوه بل پست کې لیکلي، « که مې سل ځلې کافر کړئ په والله باالله تالله که يې راباندې وواياست چې جنت يې ځای شه.
جهنم کې يې هغه اسفل السفالين ځای شه.»

باچاخان مولاداد لیکلي، « دمولانا سميع الحق کورنۍ دپاکستان له رامنځته کيدو مخکې دانګلستان اودپاکستان له رامنځته کيدو وروسته دپاکستان غلامي کوله پلار يې مولانا عبدالحق حقانيه مدرسه په اکوړه خټک کې ددې لپاره جوړه کړه چې پښتانه ملت پال او ازادي خواهان وځپي او ددې تر څنګ پاکستاني اهداف په افغانستان کې تعقيب کړي دې کورنۍ له ۱۹۴۷ کال راهيسې دپاکستان د استحکام لپاره دزړه له کومې غلامي وکړه او دافغانستان ورانول يې هم دزړه له اخلاصه وکړل دمجاهدينو په وخت کې یې هم د پاکستان لپاره انتهايي ښه کردار ادا کړ او دپآکستان دا شعار يې سم بدرګه کاوه چې افغانستان بايد خپله صوبه وګرځوو او دفاع پاکستان کې له خپل هر څه څخه تير وو ده بېچاره خپله غلامي پاکستان ته ثابته کړې وه خو دا ښکاره خبره ده چې دقرباني پسه دحلالې لپاره وي دغلام انجام همداسې وي پاکستان مقبوضه پښتانه يوازې دقرباني پسه غوندې کاروي له دې حادثې دې مولانا فضل الرحمان هم عبرت واخلي ، مولانا شيراني او نور پښتانه اسلامکاري دي هم وپوهيږي چې پنجاب پنجاب دی هم به دې ټول عمر کاروي او هم به دې وژني او هم به دې مړی خرڅوي.»

اکبرجان عالمیار لیکلي، « د ملا سميع الحق له شيطانته خو مسلمانان رب خلاص کړل…!!!

د تروریستانو پلار مولانا سمیع الحق راول پندي کې نن جمعه ترور شو. پرون دوي د جنرال رازق پر مرګ جشنونه کول نن نو د افغانانو نوبت دی اوس به نو د الله ج په حضور کي ډېر ښه ځواب ورکړي چې څنګه دې د انګريز نسل ته مسلمان او د مسلمان بچي ته کافر ويل.»

په ورته وخت کې، طالبانو په يوه اعلاميه کې د مولانا سميع الحق مرګ عالم اسلام ته ستره ضايعه بللې ده،‌ او د اسلامي ګوند یوه جیګپوړي غړي ښاغلي قریب الرحمان سعید لیکلي، «مولانا سمیع الحق نن د یو شمېر نامعلومو کسانو له اړخه په شهادت ورسید. د مولانا شهادت د هغه د دیني خدماتو یو ستر تاریخ تر شا پریښود. د نوموړي شهادت د اسلامي امت له پاره یوه ستره ضیاع ده.»

5 thoughts on “د ټولنیزو رسنیو فعالانو د مولانا سمیع الحق د مرګ په هکله لیکلي؛”
  1. الحمدالله ثم الحمدالله چې د انقلاب په دوره که څه هم ترپایه حزبی پاتي شوی یم خو ډیر شکرګزار یم چې څوک مې په څپړ هم نه دي وهلي
    کنه نن مې چې د قریب الرحمان پوسټ کتلای په زړه به مې څه تیریدل
    د افغانانو قاتل ته د سپیڅلو مسلمانو قاتل ته د شهید لقب ورکول تر قتل ستر جرم ده
    خدای ج د وکړي چې زموږ دغه مشر ته هم ژر تر ژره هم داسي شهادت ورنصیب شي

  2. عبرت په کار دي فکر مه کوي هغه خالق به دخپل مخلوق حساب ورسره وکړي او دخپل دین حساب به ورسره وکړي چه د خپل نفسي خواهیشاتو لپاره به يي د سیاست قربان کړي وو دا مخلوق او دا دین او شریعت حقیقي مالک لري هیځوک دي درغلي نه ورسره کوي د تیښتي لار نه لري

  3. Salamona.za 1982 ke pa islamia college pekhawar ke pa dolasum

    Class ke wom chai da hezbe islami badmashano da Pakistan da jomat -e-islami pa shaitanat da khyber medical college Dr Attaullah sheed kro.hagha da dir ossedonke wo.Qareeb ur Rahmana Allah ta ba jawab werkawe

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *