تاند- فیسبوک ټولنیزې شبکې د خپلو کاروونکو د ځورېدو د مخنیوي لپاره یوه نوې وسیله جوړه کړې ده.
دا وسیله جعلکاران او سرغړونکي نه پرېږدي چې په جعلي اکاونټ فعالیت ته دوام ورکړي.
عموماً هغه کسان چې په بدل نوم یې ځان ته اکاونټونه جوړ کړي، نور خلک ځوروي.
فېسبوک د دا ډول مواردو د مخنیوي لپاره څو وسیلې جوړې کړي دي.
دا کمپنۍ هڅه کوي هغه اکاونټونه بند کړي چې ورڅخه د نورو خلکو د ځورولو لپاره کار اخیستل کېږي.
فېسبوک په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، د دې لپاره چې خبریالان، ښځې او ځینې نور کسان بیا بیا د فېسبوک له لارې ځورول شوي، نو پرېکړه شوې چې دا نوې لاره خپله شي.
فېسبوک وايي چې درغلګر نه پرېږدي چې څو اکاونټونه یا څو فېسبوکپاڼې ولري.
فېسبوک د آی پي ادرس په شان له بېلابېلو لارو کار اخلي څو هغه کسان پرې معلوم کړي چې څو اکاونټونه لري.
اه ، د فېسبوک لخوا د ټولو اقداماتو سربیره ، هیڅ شک نشته چې سپیم کم شوی ، مګر لاهم ، شتون لري. دا تل غوره وي چې د IP سره سړی ومومئ ، لکه څنګه چې د IP څخه ، تاسو کولی شئ موقعیت ، ریاست ، ښار ، د براوزر کارونکي اجنټ ، براوزر او نور ډیر څه ترلاسه کړئ. دلته د ane مثال دی
https://dnschecker.org/whats-my-ip-address.php