حاجي عبدالغني هاشمي

زه او هاشمي

  نه پوهېږم له کوم ځایه یې را پیل کړم، څه ووایم او څنګه یې ووایم؟ ځينې وخت عجیبه چاره وشي، په ذهن کې به مو ډېر څه وي، په زړه به مو د یو چا په اړه ډېرې خبرې ګرځي، خو د انځورولو او کاږلو لپاره به یې د تورو او ترکیبونو له قحطۍ سره مخ شی.

  ځينې وختونه مو یوه انسان ته درنښت دومره زیات وي، چې د هغه د ستاینې لپاره دوه زړي کېږو، توري او کلمات ددې لپاره نه شو انتخابولی، چې نه یې لرو، بلکې په دې انتخاب کې مو دوه زړي له دې امله وی، چې هسې نه د مطلوب کس په ستاینه کې مو کمی کړی وي او له حق مو په یوه ډول سترګې پټې کړي وي.

کل رحمن رحماني
کل رحمن رحماني

زه خو نن له همداسې یوه برخلیک سره مخ یم. د درانه شخصیت، شاعر، لیکوال، ادیب او ادبپال د فکر او اخلاقو په ډګر کې د ډېرو ځوانو لیکوالو او شاعرانو اېډيال شخصیت حاجي عبدالغني هاشمي په اړه څه ویل او دهغه د ستاینې حق ادا کول به ګرانه خبره وي. خود به ګرانه وي، زما ټول عمر یوازې دهغه له فرهنګي، علمي او ادبي تجربې سره برابر دی، لا به پرې د هغه فرهنګي عمر باندې هم وي.

   خو وايي، چې “په خدای او خبرو کې هر څوک حق لري” نن د هاشمي صیب په اړه د خبرو ورځ ده ، غواړم زه هم په دې اړه خپل تاثرات او څو خبرې وکړم . د ښاغلي هاشمي صیب شخصیت او شاعري له یوه او بل سره د وږمې او ګلپاڼې په څېر کلک تړلي، کله چې هاشمي صیب یادوو یوازې یو شاعر نه، بلکې د درنې او معصومې څېرې، خوږې ژبې، غوړېدلي تندي او راښکوونکو او جذابو سترګو لرونکې څېره مو ذهن  ته ودرېږي، چې په نا اشنایۍ کې هم اشنا او خوږه لګېږي، لکه دهغه د پاک زړه انځور چې د هغه په تندي او څېره هم لیک وي.

   یوولس دوولس کاله وړاندې زه تنګی زلمی وم، ډېر لرې د وردګو ولایت ، په چک ولسوالۍ کې مې دلېسې زده کړه کوله، د شعر او شاعرۍ په رنګینه ورشو مې له خپلو همزولو ملګرو سره یو ځای تازه قدم اېښی و، په ذهنونو کې مو د ادب د باغ وبڼ خود رویه او غرنۍ وږمې تازه په غوړېدو وې.

   دغه وږمې د سیمې طبیعي ښکلا او شاعرانه فطرت و روزلې او د وردګو په چک ولسوالۍ کې پیل شوې کلنۍ مشاعرې”مڼې  ګل” نوی رنګ  او ساه ورکړ، د وردګو میډیوټک فرهنګی مرکز په انګړ کې لا رنګینه شوې او هلته یې “چک ادبي بهیر ” پالنځی شو.

   د مڼې ګل دهغه مهال کلیزې ته له کابل نه هم د افغان ادبي بهیر او نورو ادبي ټولنو یاران رابلل کېدل، خو دا چې زموږ اړیکه تر نورو فرهنګي بنسټونو او فرهنګیانو له  میډیوټیک سره غښتلې وه، نو له برکته یې هاشمي صیب هم له ښاغلو مېلمنو څخه یو و.

د وردګو میډیوټیک فرهنګي مسوول سیدنقیب احمدي، چې اوس زموږ به منځ کې نه شته، راته وویل چې هاشمي صیب هم راغلی، هاشمي صیب مې د لومړي ځل لپاره ولید، دی له جلال اباد نه کابل مرکزي دفتر او له هغه ځایه وردګو ته راغلی و او په تن کړې تورې درېشی کابلۍ ښکاروه، خو له خبرو اترو وروسته مې د لومړۍ ځل لپاره دهغه مینه، درانه خویونه ، ناسته پاسته او تر ټولو مهمه دا چې خوږه شاعري د مڼې ګل مشاعرې په بهیر کې درک کړه.

   هغه د ادب مینې او فرهنګپالنې مینې تر وردګو راووست او زه کانکور  او مصروفیتونو تر ادب پالونکي ښار جلال اباده. دلته مې لومړۍ لیدنه بیا هم له درانه هاشمي صیب سره وه. دی هغه مهال د ننګرهار میډیوتیک رییس و، احوال مې ورکړ چې زه راغلی یم، پوهنتون ته راپسې راغی موټر کې ېې دفتر او کور ته بوتلم، زما مېلمه پالنه یې وکړه، په مېډیوټیک، د پوهنتون لیلیه او زما د راډيو دفتر کې مو ناستې کولې او هاشمي صیب مې لا ښه وپېژنده او لا ډېرې ښېګڼې یې را برسېره شوې.

  دا وه له هغه سره  زما د پېژندګلوۍ او ملګرۍ پیل چې تر ننه مو ساتلې، په کابل کې هم یو بل سره پالو او په ادبي فعالیتونو کې یې هڅونې زما لپاره تکیه او د بریا په لور له روښانه مشال کمه نه دي.

شاعري او شخصیت

شاعري او شخصیت د یوه شاعر انسان لپاره دوه ویاړونه او نومونه دي، چې د ټولنو ارزښتونو ته په پام سره شاعر د ټولنې له نورو وګړو را بېلوي، خلکو ته یې و پېژني، په ټولنه کې نوم ورکوي، شهرت ته یې رسوي او بېرته یې ټولنې ته د یوه عالي انسان په توګه ور پېژني، خو تر کومه چې د ټولنو یا د جغرافیوي محدودې له مخې د ارزښتونو خبره مطرح کېږي، نو د شاعر او د شاعر شخصیت هم په دوو بابونو سره وېشل کېږي.

   د بېلګې په ډول په لوېدیځ کې تر ډېره د یوه شاعر او د بل هر هنر پر مخکښ یوازې د هغه په شاعرۍ او هنر حساب کېږي، د هغه مخاطب په دې پسې نه ګرځي، چې د دوی شاعر او هنرمند د کومې نظریې، کومې مفکورې او څه ډول کړو وړو او شخصي کرکټر خاوند دی.

    هلته حتی دې ته هم دومره ارزښت نه ورکول کېږي، چې شاعر او هنرمند په اخلاقي او ټولنیز لحاظ یا د سیاسي مفکورو له اړخه له ارزښتونو څومره سرغړونه کړې او تر کومه ورته درناوی لري، خو یوازې دې ته ځير وي، چې هنر او فن یې څنګه دی، یوازې هنر اوفن ته یې درناوی لري او سوچ یې داوي، چې دوی ته څه ورکولی شي، ټولینز ارزښتونو او معیارونو ته څومره درناوی لري؟ نور چې په شخصي او په اخلاقي ډول څه کوي؛ خپل کار یې دی.

  هلته ګڼ داسې هنروال او ادبیان شته، چې په اخلاقي او شخصي کړنو یې د نړۍ دهرې ټولنې معیارونه او ارزښتونه یا په ټوله کې انسانیت لعنت وايي، خو کله چې همغه څېرې بیا د هنر او ادب په برخه کې مطرح شي، نو په سلګونه زره  لاسونه ورته په سلامي او درنښت اوچتېږي، ستايې یې او پرې ویاړي.

    خو په ختیځ کې تر ډېره بیا دا ځانګړتیا رنګ بایلي، په ځانګړي ډول زموږ هېواد کې چې لا هم په سنتي ټولنو کې اوسېږو، شخصیت له فن او هنر سره مستقیما اړیکه لري، موږ همدا اوس داسې ګڼ لیکوال او شاعران لرو، چې د هنر او شاعرۍ له اړخه پرې حساب کېږي او په اوچت مقام کې دی، خو دا چې شعر او لیکوالي د ټولنیزو اذهانو او افکارو خلاف یون کړی، د خلکو او ټولنې له خلاف خوځښتونو سره یې فکري ملګرتیا کړې، نو تر ډېره د یوه ادیب او شاعر په توګه شهرت ته نه دي رسیدلي.

یا په بله اصطلاح ان له پیله یې لوستونکو له اثارو مخ اړولی، له خپلو څو همفکرو پرته یې څوک پاڼې هم نه اړوي او د یوه کره کتوونکي په وینا، چې “د یوه شاعر او لیکوال اصلي مرګ هغه مهال پیلېږي، چې مخاطبین یې له اثارو مخ واړوي.”

  په دې حساب په افغاني ټولنه کې اړینه ده، چې یو شاعر او لیکوال د خپل هنر ترڅنګ د شاعر او لیکوال حیثیت، ټیپ او ټولنیز شخصیت هم ولري، په خپلو اثارو کې خپلې ټولنې ته ځان ور وښيي او له ټولنې په دې ډول شخصیت تر لاسه کړي.

    په پور باور سره ویلی شم، چې هاشمي صیب، هغه سترګور شاعر او لیکوال دی ،چې د ښکلې شاعرۍ ترڅنګ د یوه ادیب او شاعر شخصیت هم لري او همدا علت دی چې شعر یې د ځوان قشر په زړونو کې ځای نیسي، په مشاعرو او فسبوک پاڼه کې تر هر چا دروند هرکلی کيږي له هر ادیب سره په اړیکه کې پاتې شوی دی.

  دی د خپل شعرغوندې ارام او متین دی، دی د خپل شعر غوندې هېڅ مخالف او نقاد نه لري، دا ځکه چې ده د سیاسي ایډیالوژیو، تېر اېستونکو مفکرو او د سیاست له خړو اوبو څخه د خپل شعر د ښاپېرۍ ساتلو تر څنګ خپل ځان هم ساتلی دی.

   لکه څرنګه یې چې شعر فطري، طبيعي، انساني او بشري رنګ لري، دغسی دی هم درانه پښتني او اصیل افغاني خویونه لري، د دري او پښتو ژبې سره یې د خوږې مینې توپیر نه شې کولی، د مېلمه پالنې او د لغمان د ښایسته طبیعت رنګ یې په کړو وړو کې شته او تر ټولو مهمه ده، چې ملګرو ته یې په شونډو د مینه ناکې موسکا قحطي د غم او درد په سختو شېبو کې هم نه راځي نه راځي.

   دا نه یوازې چې له ده سره په ټولنه او خلکو کې د ځای ځایکي یا په بل عبارت د یوه عالي مقام موندلو ځانګړی هنر دی ، بلکې دهغه شعر یې له ټولنیز درد،ولس ویښولو، ایثار او مینه پالنې سره  اشنا کړی. دی د مینې د پیغبر په توګه په ټولنه کې ورک دی، خلکو، لوی او واړه ته مینه ورکوي او له خلکو یې تر ټولو ستره تمه هم یوازې مینه او د بې ساري متقابل درناوي رواجول او پالل دي.

د ټولنیز درد انځور ګره شاعري

   له دې خورو ورو خبرو وروسته به د ښاغلي هاشمي د شعر او شاعرۍ د نړۍ د لالهانده ښاپېرۍ له مخه هم پرده پورته کړه او په دیدن به یې سترګې خوږې کړو. ښاغلي هاشمي د خپل اوږده فرهنګي او شاعرانه ژوند ډېرې ترخې او خوږې شېبې په شعر اړولې او د خپلو غزلونو او ازادو شعرونو په زرینو وزرونو کې یې ښکلا او ابدیت وربښلی دی. ښاغلی هاشمي راته وايي:

چې سړېدلې به یې سوال ته غزېدلې ګوتې

هغې په خپلو اسویلیو تودودلې ګوتې

ښار له غمیو ډک و، ښار له نعمتونو ډک و

چا تر ماښامه پکې تشې ګرځولې ګوتې

پرون مې ښي لاس باندې ډېره صدقه کړې وه

بېګا مې خوب کې لکه شمعې ځلېدلې ګوتې

   ښاغلی هاشمي صیب اوس د عمر له اړخه زموږ د زمانې هغه شاعر دی، چې فکر یې پوخ شوی، فکري قوت او تمرکز ورته نوي ترکیبونه او د شعر عالي پیغامونه ډالۍ کړي، چې د ځوانو شاعرانو او یا په ټوله کې د خپلو مخاطبینو لپاره د شعري خوږ لتونو تر څنګ د فکر او سوچ پانګه او ډالۍ هم لري.

  دا هغه څه دي، چې د یوه ژمن شاعر له دندو او د شعر له ټولنیز دريځ څخه حسابېږي. مشهور ادیب او کره کتوونکی “پل والري”په دې اړه داسې نظر لري: “فکر بايد په شعر کې داسې پټ وي، لکه غذاي خاصيت چې په مېوه کې پټ دى. ميوه هم غذا ده، مګر لذيده چې د خوړلو په وخت کې له لذته ويلې شي، خو بدن ترېنه غذايي ماده اخلي او دغه محسوسه غذا په لذت کې پټه ده.”

  هاشمي صیب په خپله شاعرۍ کې تر ډېره خپله شاعري دانسان په نوم کړې، خپل مخاطبین دې ته رابولي، چې یو بل په نښه نه کړي، مینه وکړي، د انسان په لاس د مینې نړېدلۍ نړۍ بیا اباده کړي او تر هغه لمر لاندې ژوند وکړي، چې په ټولو یو ډول ځلېږي.

خلکو لمر ولې وژنئ؟

ولې ښکلا پسې ټوپک ګرځوئ؟

ولې رڼا پسې ټوپک ګرځوئ؟

پرېږدئ چې وځلېږي

+++

پرېږدئ ګلان انسان، انسان ووايي

پرې چې نغمې پرې بلبلان ووایي

د ښکلو هیلو جهان مه ړنګوئ

د سپینو ستورو اسمان مه ړنګوئ

او یا هم دغه لنډ شعر، چې وړوکی دی، خو راته ویه دنیا خبرې لري او د هاشمي صیب له زړه او سترې، عالي او انساني هېلې مو په ښه ډول خبرولی شي.

اوښکه

اوښکه د چا په اننګو چې وینم

داسې احساس کومه

چې زه پخپله په لمبو کې پروت یم

۲-۳-۹۱

او یا هم د وېرېدلې سیسۍ په نامه ازاد شعر دا برخه :

ښکاري د اوسپنو وزرونه کړي

ښکاري له وینو لېونتوب اخستی

ښکاري چې کله په هوا والوزي

نو د وزرونو څوکې یې

د دې نړۍ په دېوالونو لګي

د “مرمر” په نامه ازاد شعر په یوه برخه کې راته د یوازې د افغانانو نه بلکې د انسانانو له دوه مخۍ او رنګارنګۍ داسې شکایت کوي:

کاش چې انسان هم د مرمرو په څېر

هم په ظاهر هم په باطن کې سپین وای

او بې توپیره یې و هر چا لره خیر رسېدای

پرې ښایسته شوې وای دا ټوله نړۍ

ټولې نړۍ ته یې ښکلا وېشلای

او د هر چا په سترګو ښه لګېدای

موږ د جګړو او ناورین په داسې وطن کې اوسېږو، چې د دواړو ښکېلو غاړو جنګیالي یې د یوه کور او یوه مور او پلار بچي دي، سهار ورته له یوې غاړې د زوی جنازه راځي او ماښام له بلې غاړې د بل زوی جنازه. دلته د هر چا سره یوه فتوا او یوه ټاپه شته او هغه د استاد ناګار خبره :

د جهاد غږ چا له حجرې چا له ممبر کړی دی

مونږه ساده مسلمانانو پرې باور کړی دی

خو دا د ممبر اوحجرې ګناه نه ده، دا تپل شوې جګړه ده او لوبغاړي یې هم له دې ټولنې پردي، خو هاشمي صیب وایي چې زموږ لار مینه ده، موږ د وسلې په ځای په لاس کې پټۍ ګرځوو او ټپونو ته ټګور ورکوو:

چا د تکبیر له نوره ځل د ذوالجلال اخستی

چا ترې احساس د محبت چا د قتال اخستی

ځو پر زخمونو ږدو مرحم د الله هو د جذبو

موږه په یو لاس کې پټۍ بل کې دستمال اخستی

موږ ترېنه وینه ناخلو، موږ نړۍ ته مینه وروړو

موږ د حکمت او موعظې د عشق جلال اخستی

 همدغه بدبختۍ او ناخوالې دي، چې پېغلې یې سرتورې او ماشومان یې یتیمان او سوالګر کړی دي، د هاشمي صیب ګڼ شعرونه راته دا انځورونه وړاندې کوي او دا پیغام راکوي، چې موږ له خپل ۵ زره کلن تاریخ سره سره څومره بدبخته یو، د کابل ښار د اوسني وضعیت یو ماهرانه انځور راسره وګورئ، چې په کومه څلور لارې او واټ کې مو  یو چارواکی او یو سوالګر مو سترګو ته دروي که نه ؟

زه ورته ځير ومه چې

د یو لکسس ښیښې یې پاکې کړلې

بیا یې همدا خبرې پیل کړې ورته

پلار مې ګوزڼ….
خو هغوی نه اورېدل

اخر مجبوره شوله

ښیښه یې څووارې ورووهله

د هاشمي صیب پراخ نظري د ټولنې له نن او پرون نه خبرتیا، تر اسمانونو اوچت خیال او ځمکې ژور او دروند فکر هغه څه دي، چې دهغه په هر غزل او بیا هر بیت کې یې موندلی شو، په شعر کې یې پراخ نظري او له تنګو دایرو وتل نه یوازې، چې شعر ته جامعیت ورکوي بلکې شعرهم له محدودیت او ورکېدو ژغوري.

چــې لــګېـدلی وي د هـر سړي په لاره څــراغ

یـــو شان رڼـا کوي د هــر انسـان لپاره څـــراغ

نه وي تــوپـیـر زما د جونګړې او داستا د مــاڼۍ

وي لــګـېـدلـی پــکـې یـــوډول بــــاداره څـــراغ

زما په ورغوو کې خوټېږي چې د وړانګو چینې

مـاتـه راپــاتــې دی د خــپـل ویاړلي پلاره څراغ

    لنډه دا چې د هاشمي صیب شاعري یو فردي او ځاني درد نه دی، هغه یوازې د یوه تاریک ژوند مین غوندې د ځان له غمه نه دي ژړلي، دهغه شاعري له ټولنیزو دردونو او پیغامونو ډکه ده، چې خپل ولس ته کاذب شخصیت نه ورکوي، نیمګړتیاوې او د بدبختیو انځورونه یې د یوه سترګور شاعر په توګه وړاندې کوي.

   بودا، ټوپک، مرمر او ورته ځینې نور ازاد شعرونه یې د ټولنیز درد نوماند اوغوره شعرونه دي. دا ډول شاعران نه یوازې چې باید وستایل شي، بلکې ځوان شاعران هم باید ترې ډېر څه زده کړي، عام شي، خواره شي او شاعري یې خلکو ته ورسول شي.

   دده د شعر او شخصیت ستاینه زموږ د ناڅیزه لیکنو او کرښو محتاجه نه ده، خو د”مثبت بدلون” دې کور ودان وي، چې مستحق کسان پېژني او د ستاینې حق یې ادا کوي. دده په یوه بیت خپلې خبرې رانغاړم په ژوند کې ورته د لا سترې حوصلې او همداسې غوره، ژمنې او لارښودې شاعرۍ غوښتونکی یم.

شي به راشنه د هاشمي د احساس سوې ځـمکه

لـه سوو څانګـو که د شـنو هیلو بهار پورته شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *