سلام!

سلام! هیڅ نه ښکارې!

هو رښتیا زه ناوخته راځم او بیا په وخت له ټولګي ځم، باور وکړه چې ډيره ستړې وم  له یوې خوا ښوونځی له بلې خوا د پوهنتون اخري کال، باور وکړه لږ مې کارونه ګډوډ دی، که نه زما هم له تاسو سره مجلس ته زړه کیږي.

وینم دې، خیرما یوه خبره درته کوله که یې راسره ومنې هم به دې د دین خیر وي هم د دنیا.

ته خو مې وینې چې زه ډيره سرګردانه یم خو بیا هم که مې څه مرسته له وسه کیږي راته ووایه!

غواړم چې له موږ سره په ګروپ کې ملګرې شې.

د څه شي په ګروپ کې؟

د ټولنې د اصلاح په ګروپ کې.

د ټولنې د اصلاح په ګروپ کې؟!

هو موږ د پوهنتون له نجونو سره غږیږو او له بې ځایه کړنو یې منع کوو.

ستا خبره خو په ځای ده مګر ته وینې چې زه په ښوونځي کې په لسګونو زده کوونکي له بې ځایه کړنو منع کوم، ته وایې دا به بس نه وي؟

اوف نهههه، ګوره دا کار ډير ثواب لري نه پوهیږم څنګه دې پوه کړم!

 ګوره که وخت نه لرې نو ښوونځی پریږده. ما هم یو ځای تدریس کاوه هغه مې پریښود اوس مې دې کار ته شروع کړې باور وکړه ډير موثر دی، په دې څو ورځو کې مې څلور پینځه نجونې د (ورځو له ټولولو) منع کړې.

ورته ومې خندل سرمې د (نه پوهیږم) په دود کوږ کړ او مخ مې ترې راواړوه. د څنګ ټولګي والې مې په رډو رډو سترګو راته وکتل بیا یې په ناباورۍ وپوښتل: توبه مې ده خدایه! دا څه درته وايي چې تدریس پریږده او نجونې له ورځو ټولولو منع کوه. ته فکر وکړه چې په دې وطن کې ټولې ستونزې حل شوې او یوازې دا ستونزه پاتې ده، او بیا تاته ګوره چې هیڅ نه ورته وایې!

ما ورته په ځواب کې وویل: پوهیږې یوه مشهوره جمله ده نه پوهیږم چې د چا ده خو ډير ښه یې ویلي

(خاموشي تل د اقرار په معنا نه ده، کله کله موږ پټه خوله پاتې کیږو ځکه د مقابل لوري له شعور څخه نا امیده کیږو)

ټولګي والې ته خو مې په دې ځواب قناعت ورکړ، خو دا چې څومره په خپل ځواب کې صادقه وم دا زه خپله هم نه پوهیږم.

اصل خبره خو دا ده چې موږ ډير وخت د هغو خلکو خبرو ته چې خپله خبره او نظر ورته له هر چا غوره بریښي له خاموشۍ پرته بل هیڅ ځواب نه لرو. ښايي موږ به فکر کوو چې له دې خلکو سره بحث ګټه نه لري یا به یې له خپل سویې څخه ښکته ګڼو یا هم بل کوم دلیل چې ښايي زه به پرې نه پوهیږم.

دا خبره مې تر دې وکړه چې زموږ په ټولنه کې ښې او رغنده مفکورې کله هم خپل ځای نه نیسي او ثبات ته نه رسیږي.

دا ځکه موږ ډير کله په دې خبرو نور څه چې حتی ځان هم تیرباسو هغه دا چې وایو: دا کس دې خدای پوه کړي، د بحث حوصله نه لرم، د هرچا اصلاح زما کار نه دی. په ما یې څه، پریږده چې هر څه وايي ویې دې وايي سر مه پرې خوږوه، زما یې د نورو په کار څه!

موږ ګمان کوو چې هغه کسان چې نه پوهیږي یا د یوې موضوع په اړه تنګ نظر لري نو په خپل حال دې پریښودل شي او ورسره بحث کول کومه ګټه نه لري.

 اوس خبره دې ځای ته رسیدلې چې په ټولنه کې هره رغنده نظریه او خبره که هر څومره په حق هم وي ډیره په سختی منل کیږي او عامه کیږي. تر دې چې اکثره لوستي کسان مو د دغه تنګ نظرو تر اغیږ لاندې راځي او داسې ګمان کوي چې د هغوی خبرې او کړه وړه مناسب او د نورو نامناسب دی او د هغوی هره خبره د کاڼي کرښه ده. جالبه خو لا دا چې کله دوه کسان  په یوه خبره کې د نظر اختلاف پیدا کړي او بحث کوي نو ډير کله هغه کس چې حق په جانب دی خپله ماتې مني او له بحث څخه پښه وباسي او که هغه په خپله دا کار ونه کړي نو نور ورته وايی ته خو هوښیار/ هوښیاره یې دا خبره ته پریږده.

خو زه په دې اړه فکر کوم چې تر کومه به موږ په هر خبره کې پټه خوله پاتې کیږو او تر کومه به مو نسلونه نسلونه د خلکو د نظریو قرباني کیږي.

که ما مې هغه ورځ ټولګيوالې ته ویلي وی چې د ټولنې اصلاح د پوهې له لارې شونې ده، که زه یوه زده کوونکي ته لیک لوست ورزده کړم هغه به سل نور پوه کړي، دا به په سل وارې تر دې غوره وي چې یوه ښځه له ورځو ټولولو منع کړم یا مې ورته ویلی وی دا به ښه وي چې علم عام کړو او خلکو پوه کړو نه دا چې په پټو سترګو خلکو ته وایو دا وکړه دا مه کوه، ځکه نن ورځ چې زما هیواد په کومه کچه له بې علمۍ او ناپوهۍ څخه زیان ویني بل هيڅ زیان به ورته لوی نه وي، نو ښايي اوس د هغې په فکر کې هم تغیر راغلی وای او له خپلې زده کړې به یې د نوی نسل په روزلو کې ګټه اخیستې وی. چې له بده مرغه دا کار مې ونکړ. او ډاډه یم تاسو به هم ډيرې داسې خبرې اوری چې باید منطقي بحث پرې وکړی خو همداسې په څنګ ترې تیریږی.

One thought on “د ټولنې اصلاح/ نعیمه غني”
  1. د ټولنې اصلاح
    رښتيا هم ډېر وخت موږ د د ډېرو خلکو په خبرو کې سکوت غوره ګڼو، ځکه چې هغوی تر ډېره داسې دي، چې يواځې خپله خبره ورته کره ښکاري.
    په يوه سمينار کې وم، خبره تر عکسونو راغله، چې څه ډول عکسونه باید د خپلې سټوري لپاره انتخاب کړو، تر څو يې لوستونکي خوښ کړي، تر حو په زړه پورې وي.
    ما خپله د عکسونو په اړه وويل، چې يو وخت د غزني په ګېرو ولسوالي کې د ښونځيو مېزونه هټيو ته ایستل شوي و، چې چا پرې قصابي کوله، چا پرې پيپسي او نور توکي خرځول، ډاکتر صاحبانو هم په خپلو درملتونونو کې ايښي و، چې ما په ډېر ډار او ډېره سخت خالت کې عکسونه واخیستل، ازادي راډيو او ځينو نورو رسنيو دغه راپور خپور کړی و.
    نن ما هماغه دعکس اهميت په اړه وويل، چې که چېرته ما عکسونه اخيستي نه وای، نو کېدای شي، رسنيو زما خبره بابيزه بللې وه.
    خو کله چې مې عکسونه له رسنیو سره شريک کړل، نو هغوی راپور خپور کړ، يو بل تن ګډونوال چې قضا يې لوستې ده، ويل دغه عکسونه فتنه راولاړه وي، که دې چېرته دغه عکسونه اخيستي نه وای ، نو د هغه کسانو راز به دې ساتلی و.
    ما ورته وويل چې ته باید د هرې خبرې ثبوت ولرې، تر کومه چې ته ثبوت ونه لرې، نو څنګه کولی شې، چې موضوع ته پوښښ ورکړې.
    قاضي ډېر جدي شو، نژدې وو چې له ماسره جنګ وکړي، خو نورو ملګرو راته ويل پرېږده يې هماغه ستا خبره يې وکړه، چې بحث ګټه نه لري.
    رښتيا هم زموږ ډېری لوستي کسان لا اوس هم خپلې خبرې ته توجهيات لټوي خو دبل چا خبره هيڅ اهميت ورته نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *