Sociology
د ټولنې پېژندنه د یوې ټولنې ساینسي مطالعه ده، په دې مطالعه کې ټولنیزې اړیکې، ټولنیز فعل او انفعال او کلتور شامل دي. او مطالعه یا تحقیقات یې ټولنیز ساینس د تجربوي طریقو پر بنسټ تر سره کوي، د نیوکې له لارې څېړنې کوي تر څو د ټولنیز نظم په اړه یوه علمي تنه رامنځته کړي.
د ټولنې پېژندنې دودیز تمرکز د ټولنې پر طبقه بندۍ، ټولنیز کلاس، ټولنیز خوځښت، مذهب، حقوقو، جنسیت او منحرف چلند باندې وي. کله چې د یو کس شخصي اداره له ټولنیز جوړښت سره تعامل وکړي نو د انسان په کړنو خپل اغیز لري او له همدې امله ټولنې پېژندنې خپل تمرکز په تدریجي توګه پراخ کړ او روغتیا، اقتصاد، پوځ، د جزا ادارو یا بنسټونو، انټرنیټ، زده کړو او ټولنیزې پانګې ته یې پام واړوه. د دې ټولو ترڅنګ د ټولنې پېژندنه له ساینسي پوهې سره د ټولنې ودې ته هم پام کوي.