د ټوټاپ پر ملاتړ لاريونونه تر سره کړل پکتيا، پکتيکا او خوست ولسونو چې په ستونزمنو شېبو کې د دولت تر شا درېدلي دي، ولسمشر ته د شوي سپکاوي پر وړاندې يې غبرګون وښود، همدارنګه يې د ټوټاپ له پروژې ملاتړ اعلان کړ، چې د سالنګ پر مسير لویې پکتيا ته د برېښنا مزي وغځېږي. د لويې پکتيا مېړني ولسونو چې تل يې د هيواد د خپلواکۍ په ساتلو کې خپل مهم رول لوبولی دی، يو ځل بیا يې مرکزي دولت او نړيوالې ټولنې ته ثابته کړه، چې دوی به خپل حق غواړي او که څوک ورته ستونزې جوړې کړي، نو بیا به خپله لاس په کار شي. د لويې پکتيا ولسونو ولسمشر ته شوی سپکاوی ټول افغان ولس ته سپکاوی وباله، هغوی په خپلو شعارونو کې د قانوني لارو چارو ملاتړ کاوه. د پکتيکا ښرنه کې په زرګونو هيوادوالو د ولسمشر له پرېکړې ملاتړ اعلان کړ، ریس جمهور ته د شوي سپکاوي غندنه يې وکړه او هغه يې د پرديپاله خلکو کړنه وبلله.
خوست کې هم لاریون کوونکو خپل زور او يووالی دولت او هغه چاته وښودل، چې د غير قانوني کړنو د عملي کېدو خوبونه ويني، خوستوالو په يوه غږ او يوه شعار د ټوټاپ پروژې د عملي کېدو غوښتنه وکړه، چې د سالنګ له مسير څخه تېره، بیا ګرديز او خوست ته ورسېږي. د ولسمشر سپکاوی يې د ځان سپکه او توهين وباله. په ځينو يو شمېر ولايتونو کې هم خلکو د ټوټاپ د پروژې په ملاتړ لاریونونه وکړل او د خپلو غوښتنو انعکاس يې تر خلکو او نړيوالې ټولنې پورې ورساوه. په ټولو ولايتونو کې د سالنګ له لارې د ټوټاپ د پروژې پلي کېدل د خلکو غوښتنه او هيله وه.
غزنی هم د لاریونونو شاهد و، په غزني کې هم تېره ورځ پراخ لاریون تر سره شو، چې زیاتره هزاره ګانو په کې برخه اخيستې وه، هغوی د ټوټاپ پروژې مسير د بدلون غوښتنه کوله، که څه هم د کابل له مظاهرې سره يې يواځې همدا توپير درلود، چې په کابل کې د هزاره ګانو په لاسونو کې د اخوندانو عکسونه نيولي و، خو په غزني کې يې د اخوندانو عکسونو پر ځای د باميانۍ برېښنا بينرې په لاسونو کې نيولې وې. په غزني کې څه موده وړاندې د ښاروالي په اړوند د راپورته شوي جنجال خبره تر لاریون رسېدلې وه، په زرګونو پښتانه ځوانان د مدني ټولنو، قومي شورا ګانو او ولايتي شورا د غړو په پراخ ملاتړ د کابل کندهار لویې لارې ته راووتل او د د ريو ساعتونو لپاره يې لاره د ترافيکو پر مخ وتړله. موږ ته هغه مهال ددې تمه پيدا شوه ، چې په غزني کې هم پښتانه سا اخلي، پښتانه هلته هم انقلابونه راوستلی شي، موږ هم د غزني له مدني او فرهنګي ټولنو سره په اړيکه کې وو، د دوی دريځ مو وستایل، چې دلته هم د کار خلک شته.
پرون ورځ لاریون کې ځينې پښتانه د هزاره ګانو په ننګه راووتل، د هغوی شعار يې ورسره بدرګه کړل او هغوی يې ډاډه کړل، چې موږ هم ستاسې ددغه پرېکړې هرکلی کوو، برېښنا باید د باميانو پر مسير راشي، ځکه چې تر سالنګ موږ ته بامیان ښه دي.
ښايي ددوی هدف د هزاره ګانو خوشالي وه، ځکه په ولسي جرګه کې ټول هزاره وکيلان راټول شوي دي، دوی د مجبوريت له دغه ګام اوچت کړ، چې بیا سبا که يې له تاجکو وروڼو سره د کړپ غږ اوچتيږي، نو هزاره ګان به يې لاسنيوی وکړي. په تېرو مظاهرو کې هم هزاره ګانو د دريم ګړي رول لوبولی و، د پښتون تر بينر لاندې هيڅ هزاره وکيل موږ ونه ليد، چې د ولسشمر د حکم تطبيق غږ يې له خولې راوتل وی، خو خير د غزني پښتنو خپل پښتانه پر څپېړه ووهل، د لويې پکتيا پر ولسونو يې تاريکي پېرزو کړه، خو د باميانو لپاره يې د روښانه ګروپونو غوښتنه وکړله.
اوس هم اوبه له ورخه تېرې نه دي، پروني لاریون کې به يې د ځينو اهدافو لپاره ګډون کړی وي، سبا دې همدغه پښتانه ځوانان چې د غزني وارثين ځانونه بولي پر يو لاريون دې لاس پورې کړي، تر څو زموږ زړونه هم ډاډه شي، خو که يواځې د هزاره ګانو ډاله ته څڼې اړوي، نو بیا دې د غزني پښتانه د اکثريت دعوه نه کوي، چې ګواکي موږ په غزني کې تر ټولو ډېر يوو، نه مدني فعالين د ستاينې وړ دي او نه هم د ولايتي شورا په وکيل صاحبانو باور لرو، چې موږ ته به په بده ورځ کې لاس راکړي. د لويې پکتيا ولسونو په وړاندې يې د هزاره ټبر ننګه وکړله، همدغه هزاره ګان د غزني پر نيمايي ادارو واکمن دي، خو د پښتون ونډه هيڅ ده، نور د غزني له پښتون ټبر څخه تمه پرې کړئ، هغوی د حساب وړ نه دي.
پکتیاوال صیب. ته نه یې ملامت، تا هغه څه لیکلې چې په عملې ډول دي لیدلي دي، خو
موږ د غزني پښتانه د سر په بدل د لویې پکتیا تر څنګ ولاړ یو، تاسو د یوه کس د کړنو پر بنسټ زموږ د غزني ټول پښتون ولس په هماغه تله کې مه تلئ، په هر چا کې یو یو پیدا کېږي. جامع جامع به لکه تاسو چې ورته اشاره وکړه د کوم مجبوریت پر اساس د هزاره ګانو په منځ کې را څرګند شوی وي، خو کوم څه چې هلته جامع ویلي دي هغه داسي دي.( په قومونو کې درزونه مه اچوئ، قومپرستي ته (نه) ووایاست، که بامیان برق ته اړتیا لري نو لویه پکتیا هم برق ته اړتیا لري، ملي پروژو ته قومي رنګ مه ورکوئ، ولسمشر ته د لندن په کنفرانس کې توهین نه موږ ته د منلو وړ دی او نه دي څوک توجیې ورته لټوي…) خو بیا هم؛ د نوموړي شتون د هزاره ګانو په منځ کې په ظاهره دا څرګندوي چې د پښتنو په مقابل کې یې د هزاره ګانو ملاتړ کړی دی… ستاسو اندېښنه پر ځای ده خو ناهیلي مو نه منو، تاسو باید ناهیلي نشئ، ونیسئ موږ وازمویئ، لاریون ته مو لویې پکتیا ته دروغواړئ، یا ورځ وټاکئ چې په هماغه ورځ په ټول افغانستان کې لاریونونه وشي، که زموږ لاریون په هماغه ورځ د لویې پکتیا تر لاریون زیات نه وو، کم به هم نه وي. موږ د سر په بدل ستاسو تر څنګ ولاړ یو. راځئ لاړ شو کابل کې د ارګ په دروازه کې خېمې ودروو چې مالومه شي د غزني پښتانه څومره خیمې دروې او تر کومه دوام ورکوي…بیا هم وایم چې ستاسو اندېښنه پرځای ده خو ناهیلي مو نه منو. له موږ نه مه ناهیلې کېږئ. که څه هم موږ د وکیلانو د نه شتون له امله د څو پښتنو قومي ټیکه دارانو او د همدغو هزاره وکیلانو ښکار شوي یو، خو دومره وس لرو چې ستاسو په څنګ کې د تل لپاره د ملي ارزښتنو، ملې ګټو او ننګ په خاطر ودرېږو. نو ناهیلي مو نه منو. که تاسو موږ ته اړتیا نلری، موږ تاسو ته اړتیا لرو. موږ له ځانه لیري نه بلکي خپل ځان مو وبولئ. درنښت
عاصم صاحب! ستاسو احساس د ستاينې وړ دی، خو لنډغرو مو پښتانه د املوکو په تول سودا کړې دي، له تاسو يې ادارې يې نيولې دي، همدغه وکيلانو ورسره جوړ جاړی کړی دی، يوه ورځ د لويې پکتيا له وکيلانو سره ناست و، سخت د پښتونوالي کيسې يې کولې هغه ويل چې هزاره ګان باید په اداره کې زياته ونډه ولري، ځکه هغوی په ښار کې اکثريت دي، پښتانه يې ډېری د کليوالو سيمو دي، هغوی له طالبانو سره اړيکې لري، باید داسې څوک په دنده وګمارل شئ، چې د خلکو ستونزې هواري کړي، هغوی ته د کار زمينه برابره کړي، هغه خپله هزاره ګانو ته کمپاين کوي، د ښاروالۍ په کيسه يې تاسو خبر یاست، چې ولې تر اوسه ځنډېدلې ده، هغوی ستاسو پر سر تجارت ته ملاتړلې ده، ويل يې زرګونه پښتانه مې سړک ته راوايستل زما په يوه غږ يې ټول ښار چور کول، خو ما منع کړل هلته يې هم ټولو پښتنو ته سپکاوی وکړ. مدني فعالينو ته پيسې ورکوم، چې زموږ پر ګټه تبليغات وکړي.
هغه ستاسو وکيل ځان بولي، نو له دې امله نن مجبور شوم، چې دهمدغه وکيل عبدالجامع جامع چې مدني فعالان يې د پښتون ټپر ډال بولي، اصلا ستاسو لپاره د داعش تېره چاړه ده،چې هره ورځ مو پرې حلالوي، نور نو پوه شئ ستاسو شمله يې ټيټه کړه، والله پرتاسو مې زړه باغ باغ و، خو دغه وکيل کړنو هېښ کړم که نه د ښاروالي موضوع په اړه يې فکر وکړئ، چې اوس يې هم په ارګان های محل کې معامله روانه کړې ده، څو ورځې انتظار وباسئ، ښاروال مو هم له خيره هزاره دی، که نه دا ځای دې نښه وي.
د خدای په خاطر دا مه واياست چې مجبوریت و، که سبا له هغوی سره مو د اداري تشکيل په برخه کې مشکل رامنځ ته کېږي، هغه مهال به بیا څه کوئ، والله زما زړه درد کوي.
همدغه وکيل لنډغري مو له ورايه ښکاري، چې مدني فعالين يې ننګه کوي.
له تاسو نه مو دغه هيله ه وه، چې تاسو به يې وغندئ، خو د مدني فعالينو دې کور ودان وي، له هغه يې مصنوعي رهبر جوړ کړ، ستاسو خبريالانو غوړ، غوړ پوسټونه کول، چې زموږ جامع د يووالي سمبول دی، که د يووالي سمبول وای، نو له تاجکو سره يې ولې تعصب کول، که څه هم هغه يواځې د غزني اړوند موضوع وه، خو دا د هيواد په کچه موضوع وه.
ستاسې دې کور ودان وي، د زړه درد دی، د غزني پښتانه زما د زړه ټوټې دي، خو په پکتيا داسې کسان والله که څوک د املوکو په تول واخلي.
درنښت