له څو ورځو راهیسې، له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ ولټه برېښنا د لېږد پر مسیر جنجال روان دی، ځینې هېوادوال یې دپخوانۍ هوکړې پربنسټ د سالنګ پر لار د تېرېدو ملاتړ کوي او نور افغانان یې بیا د بامیان ولایت له لارې غواړي.
ودان افغانستان ګوندد دې ترڅنګ، چې په دې اړه د متخصصو، تخنیکي او مسلکي شخصیتونو او اورګانونو پرېکړه معتبره ګڼي، پر دې هم خوشحاله دی، چې افغانستان نور د جبر و جنایت او استبداد و وحشت له تور پړاوه د راوتو په حال کې دی او افغانان د ولسواکۍ له مدني ادرسه د رڼا غوښتونکي دي ، و.ا.ګ د رڼا د هر معقول غورځنګ ملاتړ کوي او پر دولت غږ کوي چې د هر افغان قانوني غږ ته قانوني- منطقي ځواب ووایي.
د ګوند اساسي شعار (روښانتیا، ویښتیا او بدلون) دی؛ پرهمدې بنسټ ګورو چې روښانتیا د دې شعار په سر کې ده، نو د افغانستان د هرې کورنۍ او هر وطنوال لپاره د عقلانیت په ژبه د فزیکې و فکرې رڼا و برېښنا غوښتونکی دی؛ یوازې وچه و احساساتي غوښتنه نه کوي، بلکې د خپلو میداني څېړنو او علمي تحقیقاتو په پایله کې خپله د عمل وړ ستراتېژې د ټولو افغانانو مخې ته ږدي او باور لري، چې د دغې ستراتېژۍ له تطبیق سره به نه یوازې افغانستان له نامطمئن وارداتي برق څخه بې نیاز او کونج- کونج یې روښان شي، بلکې غونډې سیمې ته به پرېمانه، پاکه، باکیفیته او دوامداره اینرژي برابره کړای شي.
ګوند په خپله کړنلار کې د اینرژۍ په باب خپله ستراتېژي داسې تسجیل کړې ده:
«سره له دې چې افغانستان د اینرژۍ د څو ډوله پراخو سرچینو بډای خاوند هیواد دی، خو د لګښت په برخه کې یې خورا بېوزله او هغه هم په بهرنیو بازارو پورې تړلی دی.
زموږ په هیواد کې د اوبو، لمر وړانګو او باد له ځواکمن پوتانسیله هومره ډېره برېښنا تولیدېدای شي چې پر کورنۍ اړتیا سربېره بهر ته هم لېږدېدلای شي.
له دې سره، دلته د سکرو، ګازو نفتو او یورانیمو دومره ډاډمنې زېرمې دي چې د سونتوکیو د کورنۍ اړتیا تر کچې څو- څو ځله ډېرېږي.
ټول پوهېږو چې له اینرژۍ پرته صنعت او نوي مدني ژوندانه ته رسېدل ناشوني دي.
ګوند همدغې اړتیا ته په هراړخېزه پاملرنه، غواړي چې د پورتنیو اینرژیتیکي سرچینو بېلا-بېلې څانګې د ملي ګټو په چوکاټ کې و کارول شي او ژر تر ژره د برېښنا او سونتوکیو په برخه کې د هیواد بسیاینې بهیر چټک کړای شي. (کړنلار، مخونه، ۲۹-۳۰، پنځم چاپ)
ګوند په هلمندکې د خپلې ولایتي کومېټې څخه خپرېدونکي بدلون اونیزې د ( ۱۳۹۴/ قوس/ ۱۸) په ۵۶ – مه ګڼه کې یوازې له اوبو، لمر او باد له ظرفیت څخه په لاس راتلونکې انرژۍ په باب لیکلي:
«د تېر ۱۳۹۴- کال د قوس پر ۹ – مه ولسمشر غني په پاریس کې د اقلیم تغیر کنفرانس ته وویل چې افغانستان له اوبو، باد او لمر څخه د ۳۱۶ زره میګاواټه انرژۍ ظرفیت لري.
د یوې سروې له مخې په افغانستان کې یوازې له لمر څخه له ۲۲۰- ۳۰۰ زره میګاواټه پورې برېښنا تولیدولای شي، او د اوبو و برېښنا وزارت په وینا، افغانستان د ۳۰۰ لمریزو تودو ورځو او په کال کې د ۳ زرو ځلاندو ګرمو ساعتو په لرلو سره د ډېري زر پاتې لمرني انرژۍ د زېږد ظرفیت لري.
د ۱۳۹۳ کال په جدي کې یاد وزارت وویل چې افغانستان د لمر او باد له ظرفیته ۳۰۰ زره میګاواټه انرژي تر لاسه کولای شي او یوه افغان- الماني شرکت (را سوارو) ته یې جواز ور کړی چې په دې برخه کې به په راتلوونکو لسو کالو کې یو نیم میلیارډ ډالر پانګونه کوي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونو مرستیال خان جان الکوزي په وینا، زموږ هیواد ټولټال ۲۵- زره میګاواټه برق ته اړتیا لري چې اوس یوازې ۴۰٪ افغانان ځنې برخمن دي او هغه ۸۰٪ یې له ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه را وارديږي او پاته یې په ډېر مشکل سره له داخلي منابعو برابريږي.»
اوس دا په افغانستان کې د وطندوست، عقلګرا او روشنفکر قشر وظیفه ده چې څنګه د دغو ظرفیتو او فرصتو لپاره دقیق پلان طرح او د یوه معقول – قانوني سیسټم له ادرسه یې د تطبیق زمینه رامنځته کړای شي.
ګوند د خپل اقتصادي دوکترین له مخې د متوازن انکشاف لپاره د اینرژۍ اهمیت ته په پام غواړي له ملي سرچینو څخه د اینرژۍ پر تولید د خلکو ملاتړ ورخپل کړي. و.ا.ګ د سراسري اقتصاد د تیورۍ له مخې د شته سرچینو تنظیم او دنویو سرچینو فعالولو ته لومړیتوب ورکوي او غواړي د نورو تولیدي او خدماتي اقتصادي سکټورونو په فعالولو کې د اینرژۍ له ملي ثروت څخه د ګټې اخیستنې سیاست پلی کړي.
ګوند دا یو لوی پرمختګ ګڼي، چې ولس اوس د دغه مهم نعمت په ارزښت پوهېدلی دی او د نورو شخړو پرځای اوس د ریښتیني بدلون راوستونکې پدیدې د ورخپلولو لپاره تلاښ کوي.
هو! برېښنا او رڼا دهرچا حق دی، خو دغه حق ته ښايي له قانوني لارو- چارو ځان ورسوو. افغان ولس، په تېره بیا ځوان سیاسي – شعوري قشر، باید د خپل مشروع حق غوښتنې لپاره د قانون په چوکاټ کې هسې مدني حرکت ته سره راووځي چې د وطن او خلکو دوښمنان یې له پاکو احساساتو څخه ناوړه استفاده ونشي کړای.
ټول پوهېږو چې افغانستان د څلوېښت کلن ناانساني جنګ په نتیجه کې د بدترین بحران په ګرداب کې غرق دی او لا هم د ټولې دنیا افراطیت، وحشت او جنګي جنایت همدلته متمرکز او تر فاجعې په ور پورته حالت کې دوام پیدا کوي، اوس تر بل هر وخت شرایط ډېر نازک و حساس دي، باید هر ګام او غوښتنه مو د بېساري تدبر پر اساس وي، زموږ کورني و خارجي دوښمنان لږ نه دي، دوی شپه و ورځ په کمین کې ناست دي چې د افغانستان بحران په لابدترین جهنم بدل شي، موږ ممکن په ځان پوه نه شو او غلمیان مو په غیرمستقیم ډول و هڅوي چې د وچو احساساتو پر اساس یو د بل پښې و رېښې سره ووهو او په لوی لاس دوی خپلو شومو هدفو ته ورسوو، پر دې اساس ګوند په خپله کړنلار کې د معقولیت پړاو ته د خپلو خلکو د ورننوتو لپاره داسې مرام لري:
«و.ا.ګ له پرګنو سره تیوریکي کار ته زښت ډېر پام ور اړولی او پر لپسې هڅه کوي چې هغوی را ویښ شي، روښانه شي او په خپله پرېکړه نوی بدلون ته لار پرانېزي. (کړنلار، مخ ۸)
په سراسر افغانستان کې د فزیکي- معنوي رڼا خپرېدا په هدف
ودان افغانستان ګوند
مرکزي کومېټه
کابل- افغانستان
۱۳۹۵/۲/۲۷