د ایرانپاله مذهبي کوريډور د ایجاد هڅې افغان ارګ ته د سرطاني ريښو ځغلولو تاريخي استخباراتي دسیسې دي!
خبري اعلامیه
د بېړني خپراوي لپاره
سه شنبه، ۲۸/غويي/۱۳۹۵
کابل
د ټوټاپ یا بلې ملي او نړېوالې پروژې سوېچ ته د یو قوم د لاسرسي هڅې هېڅکله د افغان ولس د ورونو قومونو د ټولنيز، اقتصادي، علمي، فرهنګي او سیاسي پرمختګ او د هغوی د حقه حقوقو لپاره مدني خوځښت نه، بلکه د هېواد د ورونو قومونو او مذهبونو تر منځ د نفاق او شقاق رامنځته کولو لپاره د همغو پخوانیو تاريخي استخباراتي هڅو د لړۍ یوه کړۍ ده چې د ایرانپاله مذهبګرايۍ تخم شیندنې او پر هېواد د پراخ نفوذ لپاره د ایران له سرحدونو افغان ارګ ته د یو پراخ او ټینګ قومي او مذهبي کوريډور او د هېواد د څيرې کولو پلان ترسیموي او له دې لارې غواړي چې یا خو یاد کوريډور د رڼا کولو په خوځښت نور هېواد تیاره کړي، او یا هم د ټوټاپ په څېر د لويو اقتصادي پروژو پر وړاندې د خنډونو جوړولو سره د ایران له لارې د هغوی د لېږد لپاره لارې چارې برابرې کړي.
د هېواد لپاره تر ټولو ستر ګواښ د ایران د مذهبي او فرهنګي نفوذ او پراختیا غوښتنې له مخې، زموږ مېړنی ولس او مدني سیاسي بنسټونه پر قومي او مذهبي ډلو د وېشلو همدغه استخباراتي هڅې دي. له ډېر پخوا راهېسي په افغانستان کې دننه ګڼ شمير ایرانپاله جاسوسان د سیاسي، قومي او مذهبي مشرانو یا مدني فعالینو په نوم د ایراني استخباراتي کړیو او کمپنیو په مرسته د هرات، بادغیس، فراه، نمیروز، هلمند او کندهاره د ایران له سرحدي سیمو بیا د ارزګان، غور، بامیان، دایکندي، غزني، زابل، پروان او میدان وردګو کې پرتو هزاره او شیعه میشتو سیمو خلکو ترمنځ او هم پر یادو لارو پر قومي او مذهبي ښارګوټو جوړولو د نفاق او شقاق تخم شیندلو او خپل نفوذ پراخولو سره د هېواد د پلازمېنې پر لور د یاد کورېډور جوړولو او بیا د کابل له کمپنۍ، دشت برچي، ميرویس میدان، د جمال مينې کارته ۳ او کارته ۴ له لارې تر چنداول او پل محمود خان او د کابل ها خوا له خوشحال خان تر افشارو، کارته پروان، کلوله پشتې، تایمني، قلع فتح الله بیا تر شهر نو او هوايي ډګر پورې د کابل له ارګه د یو ستر خونړي او داړور ښامار په توګه کرار کرار زهر وشيندي او خولې خلاصولو ته مساعد مواقع او فرصتونه لټوي، چې هر څه هضم او جذب کړي، او له دې لارې په افغانستان او سیمه کې د اسلامي بېدارۍ له شعارونو په استفادې د ایران د پراخ اثر او رسوخ شرايط مساعد کړي. په دې سره به ایران په اسانۍ پر دې هم وتوانېږي، چې د افغان تشیع او نورو ځوانانو له احساساتو، فقر او مشکلاتو په استفادي د سوريې، عراق، یمن او نورو سیمو په نیابتي جګړو او شخړو کې تر نن لا پراخ لاس سره عسکرګيري وکړي.
په دې لړ کې ایران نه یواځې په هزاره توکمه او شیعه هېوادوالو کې ريښې ځغلولي، بلکه د حامد کرزي د حکومت پر مهال يې د محمد عمر داودزي او نورو په لاس د هغوی تر شخصي جیبونو او مغزونو هم د ایراني ریالونو د نوټونو او د سریالونو د ډیالوګونو رنګونه راڅرګند شول، چې تر ننه يې زهرجنو ګازاتو د ملي یووالي چاپېریال ککړ کړی دی.
ټوټاپ هم هغه نړېواله اقتصادي پروژه ده چې له ټرانزيټ او هم په افغانستان کې له مصرفېدونکي برېښنا يې د هېواد ګڼ شمېر سيمو ته د رڼاګانو رسولو، متوازن انکشاف او پرمختیا شرايط چمتو کېدای شي، چې ۳کاله وړاندې د حامد کرزي په حکومت کې يې د دویم مرستیال محمد کریم خلیلي، د کابینې غړيو سرور دانش او عمر داودزي، ملي امنیت رييس رحمت الله نبیل، بشر حقوقو کمیسیون د مشرې سیما ثمر او د محمد محقق، محمد اکبري او نورو په ګډون د ولسي جرګې د غړیو په حضور کې يې د سالنګ له لارې د لېږد طرحه او پلان بشپړ او بوديجه يې تصويب شوې، خو نن يې همدغه خلک پر وړاندې سد سکندر ګرځي او نه غواړي چې دغه ستره اقتصادي پروژه په چټکۍ سره عملي شي.
د افغان ولس ټول ورونه قومونه، او د ملت د متن او قاعدې ټول اقشار پر دې پوه دي ـ چې همدوی چې یو شمېر يې درېیم صنف یا عام وګړي بولي او يا يې پر سر ځانونه او کورنۍ د راج او رهبرۍ حقداران بولي ـ په اصل کې د ویاړلي افغانستان اصلي درنې او پخې سټې او د پنځه زره کلن تاریخ بنسټونه او شیرازه تشکيلوي او هېڅوک نه شي کولای چې د پردیو د شومو اجنډاوو او دسایسو او سیاسي، قومي او مذهبي موخو لپاره يې تار په تار او پر یو بل وټکوي.
- د افغانستان د مدني ټولنې فډرېشن پر افغان دولت، مدني، سیاسي او ټولنيزو خوځښتونو غږ کوي چې پرېنږدي هغه سترې ملي او نړېوالې پروژې، چې د ټول ملت شریکې ګټې په کې نغښتي، د څو تنو تش په نامه رهبرانو او قومي ټیکه دارانو د شومو او ناروا خواهشاتو، او د پردیو د استخباراتي پروژو ښکار وګرځي، او ویاړلی ملت او ورونه قومونه او ولس مو د رڼاګانو، پرمختګونو او هوسا او له امنه ډک ژوند څخه محروم او خدای مه کړه د قومي او مذهبي تربګنیو ښکار او د اویایمې لسيزې د وير، ماتم او ورووژنو لړۍ بیا پيل شي.
- فډرېشن د اصیل اسلامي او ملي فرهنګ او ورورګلوۍ پر بنسټ د هېواد د ګوټ ګوټ د پرګنو او فرد فرد د هوسا، سوکاله او پرمختللي راتلونکي لپاره د متوازن انکشاف اصل ته په کتو اسانتیاوو ته لاسرسی د هر ځانګړي افغان مسلم حق بولي، او هېچا ته به اجازه ورنکړي چې د تربګنیزو زهرو په شیندلو افغانان په مختلفو بهانو له خپلو حقوقو محروم کړي.
- د افغانستان د مدني ټولنې فډرېشن باور لري چې، د یو شمیر معلوم الحاله نفس پرسته قومي او مذهبي ټیکه دارانو لخوا د ټوټاپ پروژې د سوېچ ترلاسه کولو هڅې او لاریونونه مدني سیاسي او قومي خوځښت نه بلکه د شخصي ګټو لپاره د پردیو استخباراتي کړیو رنګ او بوی لري چې له افغان ملت سره ستر خیانت او پردیپاله جفاکار عاملین به يې د ټولو ناوړه عواقبو مسوول او د سختې سزا لایق وي.
- دا چې حکومت د بامیان خلکو ته د هغوی د اړتیا وړ ۳۰ميګاواټو پر ځای د ۱۰۰۰٪ زیاتې (۳۰۰ميګاواټو) برېښنا د ورکړې ژمنه کوي، د بامیان او سیمې خلکو ته ستر امتیاز او د پرمختګونو لوی راز تعبيرېدای شي، چې د نعمت د کفران پر ځاي يې باید قدردانی وشي او د راتلونکیو پرمختیايي پروژو سره مرسته وشي.
- فډرېشن د ورور هزاره قوم په ګډون ټول افغانان د ملي ګټو او ورورګلوۍ لپاره ژور او دقیق درک او تفکر ته رابولي او له ټولو هيله کوي چې د قومي، سیاسي، مذهبي او استخباراتي دلالانو له حلقو او دامونو دې ځانونه وژغوري او د ګډ ژوند له لارې دې د هېواد متوازن انکشاف او پرمختګونو ته مټې رابډ وهي.
- د افغانستان د مدني ټولنې فډرېشن پر ټولو هغو تش په نامه رهبرانو، چې له ملي او مدني ادرسونو د قومي نفاق او شقاق تخم کري، ورونو قومونو ته سپکې سپورې وايي او د سولې پر ضد هڅې کوي، غږ کوي چې ژر ترژره له دغو شومو او ناروا اعمالو لاس واخلي او نور پرېږدي چې افغانان د یو موټي، متحد او ځواکمن ملت په توګه سر راپورته کړي او د نړۍ د نورو ملتونو په څېر د سوکالۍ او ارام ساه واخلي، که نه نو ملت به يې د تېرو او راتلونکیو جنایاتو د عاملینو په توګه د ملت او نړۍ د عادلانه محاکمو له لارې د محسابې ميز ته راکاږي.
- فډرېشن پر دولت غږ کوي چې ټول هغه دولتي کارمندان چې د ولسمشر د حکم او ملي یووالي د ارزښتونو خلاف يې د دوشنبې د ورځې قومي او مذهبي شخړو ته لمن وهلې، خلک يې د سولې خلاف کرکې او نفرت ته رابللي، لاریونونه تنظیم کړي او یا يې په کې برخه اخیستې ژر تر ژره له دندو ګوښه او عدلي او قضايي ادارو ته وروپېژني او د کابل او شاوخوا ولایاتو خلکو ته د وراوښتو ټولو اقتصادي، امنیتي او نورو زیانونو تاوان دې ورکړي.
- فډرېشن د لاریوکوونکیو لخوا د ژورنالستانو ډبول او د هغوی د وسایلو ماتول په کلکه غندي او د حیثیت د اعادي او وراوښتو مالي زیانونو پر وړاندې يې د لاریون د پاروونکيو مشرانو بيړنۍ محاکمه غواړي.
ډېر درنښت،
د افغانستان د مدني ټولنې فډرېشن (FACS)