زاهدالله ځلاند

ټوېټربه په پیغامونو لېږلو باندې د ۱۴۰ محدودو تورو د لیکلو بندیز ختم کړي.

ټوېټر ټولنیزې شبکې اعلان کړی چې د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې څخه به د دغې خواله رسنۍ کاروونکي وکړای شي چې یو چا ته په مستقیم پیغام (Direct Message) کې له ۱۴۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ تورو پورې پیغام ولیکي؛ خو په نوې لیکنه یا ټويټ کې به د ۱۴۰ تورو بندیز لا هم په خپل حال پاتې وي.

اوس د ټوېټر کاروونکي نه شي کولای چې یو چا ته د شخصي پیغام له لارې، له ۱۴۰ څخه د زیاتو تورو لرونکی پیغام واستوي؛ خو په راروانه زېږدیزه میاشت کې به دغه بندیز له منځه لاړ شي.

د یادونې ده چې د فېسبوک ټولیزې شبکې کاروونکي کولای شي چې په یو پیغام کې تر ۲۰۰۰۰ پورې توري یو چا ته ولېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *