عبدالحق سمون

* هره ورځ 160 بيليونه برېښنا ليکونه لېږل کېږي چې له دې ډلې څخه ٪۹۷ يې سپام (په انټرنېټي وايرسونو ککړ) برېښنا ليکونه دي.

* سپام په کال کې ۳۳  بيليونه کېلوواټ په ساعت کې انرژي توليدوي، چې دا انرژي د 2.4 ميليون کورونو د روښانولو لپاره بسنه کوي. البته دا سپامونه 17 ميليون ټنه کاربن ډای هم اوکسايډ توليدوي.

* له هرو ۱۰۰۰ کمپيوټرونو څخه 9 دانې يې په سپام ککړ دي.

* که څه هم د سپام برېښنا ليکونو د لېږلو کچه زياته ده خو له ۱۲  ميليونو څخه يوازې يو يې ځواب ترلاسه کوي.

* په نړۍ کې د کمپيوټرونو شمېر له يو بيليون څخه اوړي.

* په نړۍ کې د ټلوېزونونو شمېر ۲ بيليونو ته رسېږي.

* په نړۍ کې د ګرځنده ټېلفونو شمېره ۴ بيليونو ته رسېږي.

* هره ورځ ۳ بيليون ګرځنده ټېلېفونونه پلورل کېږي.

* فېسبوک ۱.۳  بيليونه (ثبت شوي) کاروونکي لري، چې له دې ډلې څخه له ۱۰۰ ميليونو زيات يې جعلي دي!

* په نړۍ کې د انټرنېټي کارکوونکو شمېر ۳ بيليونو ته رسېږي، چې له دې ډلې ۸۵۰ ميليونه خلک يې په انګلېسي خبرې کوي.

* د ګووګل يو ساده لټون ۰.۲ ګرامه کاربن ډای اوکسايډ توليدوي، خو که چېرې د يوه لټون لپاره ګووګل ډوبه څېړنه وکړي، نو په دې حال کې په دومره کچه کاربن ډای اوکسايډ توليدوي چې د يوه کوچني چاينک د ايشېدلو لپاره بس وي!

* ګووګل د ورځې يو بيليون لټونو ته ځوابونه ورکوي، چې په دې لټونو سره نږدې ۲۰۰ ټنه کاربن ډای اوکسايډ توليدوي.

* ګووګل په اټکليزه توګه په کال کې ۱۵  بيليون کېلو واټه پر ساعت برېښنا مصرفوي، چې د ي وشمېر هېوادونو له مصرفي برېښنا کچې څخه زياته برېښنا ده، البته ددغې برېښنا زياتره برخه د لمريزې انرژۍ څخه لاسته راځي.

* د ګرځنده ټيليفون لومړی زنګ د 1973 ز. کال د اپرېل پر درېمه نېټه د مارټين کوپر له خوا وکړنږېد.

* د يوټيوب ٪20 سلنه ويډيوګانې د موسيقۍ دي.

* په يوټيوب کې د مياشتې ۱۵  بيليونه ويډيوګانې کتل کېږي.

By Samoon

2 thoughts on “د ټکنالوجۍ له ډګره / عبدالحق سمون”
  1. ډاکټر صيب صافی ستاسې له نېک نظره مننه کوم. په افغانستان کې اوس ددې خبرو سره روږدي شوي يو.

ځواب دلته پرېږدئ